زرمت دسره او تور وحشت په لمبو کې سوځي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اخترمحمد زرمتی
  • 1309

پرون د زرمت دکلالګو په سیمه کې طالبانو دیوه کور ترڅنګ په یوه کلیوالي لاره ماین خښ کړ، له کلا څخه سید محمد اکا ور ووت طالبانو ته یې وویل تاسې که دا ماین دلته خښ کړﺉ اول خو یې زیان موږ کلیوالو ته رسیږي زموږ دکلیوالو موټر پرې تیریږي او بیا به لکه دوه ورځې مخکې په اوریاخیلو کې چې ستاسې په ماین د غریبو کلیوالو موټر برابر شو او پنځه تنه بې ګناه مسلمان ځوانان پکې شهیدان شول.
پر طالبانو دې خبرو کومه اغیزه نه لرله سپین ږیري ته یې وویل ځه ځه بابا هسې ځان مه راباندې سموه.یوه بل ځوانکي طالب ورته وویل: تیریږه چې دومره به دې ووهم چې تر اوږده په ساره پلن شې، نورو چړیانو او طالبانو په لوړ آواز وخندل سپین ږیری په ټیلو له هغه ځایه لیرې کړ.سپین ږیرې خوله خوځږله طالبانو او امریکایانو او دې حکومت ته یې ښیرې کولې، مازدیګر طالبانو نور هغه ښیرو ته پرې نه ښود دهغه خوله یې دتل لپاره ور وتړله او شهید یې کړ.
دا زموږ په وطن او په زرمت کې د روانې لوبې یو اړخ او د سیکې یو لوری.
دزرمت ولسوالۍ دمموزوپه سیمه کې امریکایي پوځیانو دهمدې کلي دیوه سپین ږیرې په کوربرید وکړ چې په نتیجه کې یې همدا شپیته کلن سپین ږیری شهید او ځوان زامن یې لاستړلي امریکایانو چورلکو ته واچول ددغه سپین ږیري ګناه دا وه چې زوی د طالبانو ملګری و.
طالبانو د زرمت د اوریاخیلو په کلي کې پر هغه لاره ماین کیښود چې هره ورځ پرې د کلیوالو موټر تیریږي خلکو ډیر ورته وویل چې دلته خو خارجیان نه راځي دلته نو ولې ماین ږدﺉ خو طالب جان چې یو ځل مغرور شي بیا نو دخپل پلار هم نه اوري دخلکو غوښتنې ته یې اعتنا ونه کړه  خلکو هم ددې لپاره چې دهغه بل سپین ږیري په سرنوشت وانه وړي نور ټینګار ونه کړ خپله خوله یې پخپله پټه کړه، هغه و، چې د ۱۳۸۹ کال د قوس میاشتې په دوهمه نیټه د سه شنبې په ورځ د ډیري د کلي د خلکو تراکتور دطالبانو پر همدغه ماین وخوت او پنځه کسه بې ګناه ځوانان پکې شهیدان شول.
دا د ای، ایس، اي دطالبانو بله کار نامه وه ددوی نه پوهیږم ملګري ورته ووایم که ددوی دلوبې دبل اړخ لوبغاړو امریکایان هم کرار نه کیناستل هغوی بیا دعقرب په میاشت کې د شملزو په کلي کې په یوه کور برید وکړ هلته یې د زرمت دیوه بل کلي اوسیدونکی نور رحمان له ځانه سره بوت لوی اختر ته لا یوه اوونۍ پاته وه چې په دې سیمې دجاسوسي الوتکو پرلپسې پروازونه اودڅرخکو ګزمه پیل شوه ، څو ورځې وروسته چاپې شروع شوې چې زیاتره یې دزرمت ولسوالۍ دسهاکو په ګڼ میشته سیمه وې ، لومړی یې دسهاکو دپاټک سیمې ته نږدې په یوه کور چاپه ووهله چې درې تنه کلیوال یې یووړل دغه راز یي دهمدې کور دوه موتر سایکل هم وروسوزول.
په زرمت کې به داسې ورځ نه وي چې یا امریکایان یا طالبان څوک د غم پر ټغر نه کینوي طالبان بې ګناه کلیوال حکومت ته دجاسوسي په تور په چړو حلالوي او امریکایان بیا بې ګناه خلک له طالبانو سره د اړیکو په تور شهیدانوي یا له ځانه سره بیایي.
خو زموږ حکومت لاس تر زنې ورته ناست دی سره له دې چې دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس حامد کرزي دامریکایانو دشپې پر بریدونو نیوکې کړې خو خپله دده دحکومت شملو خواوو یعني په شمال ټلواله پورې اړوند کسانو بیا د کرزي دا خبرې غندلې دي او هغه له طالبانو سره د په خواخوږي تورن کړی دی.
دحکومت دمشر دغه څرګندونې بسنه نه کوي په کار ده نور زموږ د وطنوالو له ګریوانونو څخه ددغو دوو ظالمانو طالبانو او امریکایانو لاسونه لنډ شي.حکومت باید دخپلو خلکو غم وخوري تر څو به زموږ هیواد وال د سره او تور وحشت په لمبو کې سوځي.
حکومت دې لومړی خپل ځان جوړ کړي، خپله اداره دې یو لاس او یوه خوله کړي، په دولتي ادارو کې دې فساد ورک کړي په دې توګه به وکولای شي چې زموږ خلک د ظالمانو له منګولو څخه وژغوري.