په انتخاباتو کې درغلۍ که په درغلیو کې انتخابات؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جنت ګل اسلام خیل
  • 1348

دافغانستان داسلامي جمهوریت لویې څارنوالي پرون رسنیو ته وویل چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې د درغلیو،سرغړونو او فساد په اړه دڅیړنو په لړکې یې داسې سندونه تر لاسه کړي دي چې ددغو ټاکنو مشروعیت تر جدي پوښتنې لاندې راولي، چې په دې اړه لاهم نورې څیړنې روانې دي.
ورځ په ورځ داسې سندونه لا پسې ډیریږي چې دولسي جرګې ددوهم پړاو ټاکنې له جدي پوښتنو سره مخامخ کوي، د ولسي جرګې ناخوښه کاندیدان هره ورځ په رسنیوکې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون له خوا د درغلیو په اړه سندونه ښیي . ددغو کاندیدانو او باخبرو اشخاصو له څرګندونو څخه ښکاري چې دټاکنو خپلواک کمیسیون په زبردستۍ سره هغه څه کړي دي چې ددوی زړه غوښتل، د دوی چې کوم کاندیدان نه دي خوښ شوي، اول خو یې دهغوی دمرکزونو رایې باطلې یا قرنطین کړې دي او چې بیا هم په کوم مرکز کې یې دا چاره په لاس نه ده ورغلې او یایې  دخپل تنظیم د کاندیدانو لپاره دهغو مرکزونو رایې نه دي قرنطین کړې نو بیا یې پخپله په رایو کې انتخابات کړي دي دیوه رایې یې بل ته او دبل یې هم بل ته ورکړې دي.
     دټاکنو خپلواک کمیسیون چې خپلواکې یې لا هغه وخت ختمه شوه چې دیوې جګړه مارې ډلې یو مهم کس یې مشر وټاکل شو، د رایو په اړه هیڅ ډول دقناعت وړ شمیرنه نه لري. دوی درغلیو او ټګیو برګیو ته دلارې هوارولو لپاره لا له پیله د رایو مجموعه نه لرله، دولایتونو رایې چې دوی دخپل ویبسایټ له لارې په لومړیو پایلو کې خپرولې داسې تنظیم شوې وې چې دوی ته یې په دغو رایو کې دلاس وهنې ښه لاره برابرولای شوای، په هغو پایلو کې هم دولایتونو رایې نه وې جمع شوې او د باطلو رایو په اړه یې تر پایه څوک خبر نه کړل.د خپرو شویو رایو له مخې هغه رایې چې په اصطلاح دبریالیو کاندیدانو په حساب شمیرل شوې دي کابو دری برابره تر هغو رایو کمې دي چې د پاتې راغلو کاندیدانو په حساب بلل شوې دي.چې دا ښیي چې دټاکنو خپلواک کمیسیون څومره نیمګړتیاوې او قانوني ستونزې لري چې ډیرو څیړنو ته اړتیا لري.
د ولسي جرګې د ټاکنوله ترسره کیدو وروسته ډیر ژر څرګنده شوه چې د ټاکنو برخلیک دکابل په شهزاده سرای او دوبۍ کې ټاکل شوی دی او د ځینو کاندیدانو دبریالي کیدو په خاطر ډیرې پیسې ښکته پورته شوې دي، او ددې ترڅنګ دا هم څرګنده شوه چې دکاندیدانو په بریالي بللو کې قومي او تنظیمي اړیکې هم په پراخ ډول په پام کې نیول شوې دي، خو خلکو هیله لرله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به دغه موارد په ښه ډول وڅیړي او ددومره پراخو درغلیو د معلومولو لپاره به لږترلږه د رایو دبیا شمیرلو پریکړه وکړي خو داسې ونه شول په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې دټاکنو د درغلیو آوازې خپرې شوې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بې طرفانه عمل وکړ او د رایو دبیا شمیرلو پریکړه یې وکړه خو دا ځل لکه چې د ټاکنو دواړه کمیسیونونه سره یوه خوله وي ځکه په دواړو کمیسیونونو کې دیوې جنګي ډلې مهم کسان برلاسي و.په دې برخه کې ډیره ملامتي دافغانستان ددولت پر مشرتابه هم ور لویږي، ځکه لومړی یې چې دټاکنو خپلواک کمیسیون په مشرۍ داسې څوک وټاکه چې ترې د بې طرفانه او عادلانه ټاکنو تمه له زاڼو د کټوي غوښتلو په معنا وه، ملا فضل احمد معنوي چې د شمال ټلوالې یو مهم او وفادار غړی دی هیڅکله دخپلې ډلې له خوښې پرته کار نه شي کولای، په دې برخه کې بله ستونزه قانوني ستونزه وه او هغه د ټاکنو دقانون تحمیلول و، ددې قانون له مخې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه هم د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه د بهرنیو بې طرفه کسانو د ایستلو مسله وه، کله چې دټاکنیزو شکایتونو دکمیسیون ټول غړي افغانان شول نو په دې کې داسې کسان و، چې یا دجنګي ډلو غړي یا پلویان و، یا هم ممکن نورو لارو چارو چې دا به وروسته څرګندیږي په دې برخه کې کار کړی وي چې دوی د خلکو غوښتنو او اندیښنو ته ځواب ونه شوای ویلای او په پای کې ټآکنې دې حالت ته ورسیدې چې زموږ زیات ولسونه یې په ټاکنو بې باوره کړل چې دادی اوس یې په اړه دهیواد عدلي او قضایي ارګانونه څیړنې کوي .
د ډیرو کسانو په باور دا ټاکنې نه وې او په ټاکنو کې درغلۍ نه دي شوې بلکې دټاکنو کمیسیون په درغلیو کې خپل کسان انتخاب کړي او غواړي دافغانستان په خلکو یې ددوی داستازو په توګه ومني. 
دوی دافغانستان دخلکو له پرله پسې اعتراضونو او مظاهرو او په ټاکنو کې د پراخو درغلیواو پراخ فساد په اړه له څیړنو دمخه وروستۍ پایلې اعلان کړې.چې دا پخپله یو غیر قانوني عمل ګڼل کیدای شي.
که دتیرو ټاکنوپه اړه دهیواد عدلي او قضایي ارګانونو څیړنې عادلانه تر سره شي د افشا شویو اسنادو له مخې دغه ټاکنې خپل مشروعیت بایلي او دغه څیړنې د مصلحتونو ښکار نه شي باور دی چې ډیر کسان چې په دې برخه کې یې خیانت کړی دی، دمحاکمې میز ته را کش شي او ټاکنې به غیر قانوني وبلل شي.