بسم الله خان په بسم الله قدم نه اخلي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمونیار محمد خان صمدي
  • 1297

دکورنیو چارو د وزیر په توګه د نظار شورا د غړي ښاغلي بسم الله خان محمدي په ټاکل کیدو سره له زیات شمیر افغانانو سره دا اندیښنې راولاړې شوې چې خدای مه کړه دکورنیو چارو وزارت به چې څه ناڅه له تنظیمي او سیمه ایز انحصار څخه د راوتو په حال کې و، بیرته تنظیمي شي او پولیس چې د لنډمهالې ادارې له جوړیدو وروسته یې نوم په ملي پولیسو اوښتی دی بیرته تنظیمي پولیس شي.دیوه تنظیمي کس په ټآکل کیدو سره هغه نیمګړي اصلاحات چې په دغه وزارت کې روان و، په ټپه ودریږي او بیا به دتیر په څیر دظوابطو پر ځای روابط او تنظیم پالنې او قومپالنې پکې ځای ونیسي.
هغه وخت مې د همدې اندیښنو په لړ کې د (بسم الله خان باید په بسم الله قدم واخلي) تر سرلیک لاندې مقاله ولوستله بې له شکه چې په هغه مقاله کې د کورنیو چارو نوي وزیر ته ښې مشورې ورکول شوې وي، ترې هیله شوې وه چې دپخوانیو تنظیمي وزیرانو پر پله ولاړ نه شي سیمې او تنظیم ته دکار پرځای وطن ته کار وکړي. په مقاله کې په تنظیمي دوران او د لنډمهالې ادارې له جوړیدو وروسته د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او دبهرنیو چارو دوزارت یادونه د بیلګې په ډول شوې وه چې دتنظیمي وزیرانو په وخت کې پکې یوازې دیوه تنظیم او یوې سیمې خلک یې پکې راټول کړي وو.
په هغه مقاله لا هغه وخت دا دخطر زنګ وهل شوی و او لیکل شوي وو چې: سره له چې ستر جنرال بسم الله خان محمدي له هغو کسانو څخه نه معلومیږي چې دده تر لاس لاندې اداره کې دې غیر قانوني کړنې ترسره شي خو کله چې نوموړي له ولسي جرګې څخه دباور رایه ترلاسه کړه او دکورنیو چارو وزیر شو په دغه وزارت کې دسیمه ایزو تنظیمي کسانو چلند هم ورسره تغیر وکړ دوی دنورو سیمو په اوسیدونکو او بې طرفه کسانو خپل حاکمیت پیل کړ او نورو ته یې له دندو څخه دګوښه کیدو اخطارونه ورکړل .کیدای شي ښاغلی وزیر له داسې مواردو څخه خبر نه وي او داسې موارد کم اهمیته وبلل سي خو خلکو ته پخوانۍ ترخې خاطرې وریادوي.
خو دوخت په تیریدو سره د کورنیو چارو وزارت کې وروستیو بدلونونو وښودله چې محمدي صاحب لا له هغه تنګ تنظیمي او سیمه ایز چوکاټ څخه نه دی راوتلی په دغه وزارت کې له وروستیو بدلونونو څخه دقومپالنې او تنظیم پالنې بوی راځي، نوي کسان چې ټاکل شوي زیاتره یې دیوې سیمې او یوه تنظیم کسان دي، په دې وزارت کې ټول واک دیوه تنظیم له غړو او دیوې سیمې له اوسیدونکو سره دی. دوزارت رهبري خو څه چې آن دمدیرانو تر کچې هم هغه کسان چې دنورو سیمو اوسیدونکي و او په کوم تنظیم پورې نه و، تړلي له خپلو دندو څخه لیرې کړای شوي دي. دبیلګې په ډول د کورنیو چارو وزارت دپیژنتون ریاست اړوند دافسرانو مدیرسمونوال غلام رسول چې دغزني ولایت اوسیدونکی و او څو ځله یې په همدې څوکۍ کار کړی و یو مسلکي او تجربه کار افسر و، ډیر ژر بې له کوم دلیله له خپلې دندې ګوښه شو دیوه کوچنۍ بیلګه وه ددغه وزارت کارکوونکی وایي چې دلته به آن د دفتر ملازم هم غیر تنظیمي کس پاتې نه شي.
د نوي وزیر په راتلو سره په دغه وزارت کې د پخوانیو او مسلکي افسرانو د تقاعد پروسه هم پیل او ګړندۍ شوه. هغه افسران چې دنورو سیمو اوسیدونکي او بې طرفه کسان و، تقاعد او یا احتیاط ته سوق شول ددغه تقاعد یوه لویه بهانه دعمر زیاتوالی ښودل شوی خو که په دقیق ډول ورته ځیر شو داسې نه ده د مثال لپاره ددغه وزارت دتفتیش لوی ریس جنرال راغب چې دوزیر نږدې تنظیمي ملګری ډیر سپین ږیری دی دغه راز د حقوقو ریس شجاع پنجشیری ډیر زوړ دی او نه شي کولای خپلې دندې ته رسیده ګي وکړي دغه دواړه نه یواځې تقاعد ته سوق نه شول بلکې واکونه یې هم زیات شول خو په مقابل کې د مخدره موادو پخوانی ریس جنرال ښایسته خان چې دپکتیکا ولایت اوسیدونکی دی په کوم تنظیم کې غړیتوب نه لري ځوان او مجرب افسر دی تقاعد ته سوق شوی.
اوس دافغانستان په جګړه کې تر نورو امنیتي ارګانونو زیات پولیس ډیره برخه لري او زیات تلفات هم همدوی ته رسیږي په کار ده دغه وزارت ته ډیره توجه وشي او محترم ستر جنرال بسم الله خان محمدي باید د تنظیمي کسانو دټاکلو پر ځای مجرب مسلکي کسان وټاکي، دکسانو په ټاکلو کې کاري وړتیا په پام کې ونیسي نه دهغوی تنظیمي سابقه ، او په پولیسو کې هغه کسان وګومارل شي چې دښې کاري تجربې او وړتیا ترڅنګ په وطن مین او په اداري فساد کې ښکیل نه وي.
هیله ده محترم وزیر د وطن لویې ګټې په پام کې ونیسي او نور د تنظیم او سیمې له تنګ چوکاټ څخه راووځي او ټولو ته په یوه سترګه وګوري.