د لیکوال او اثر تر منځ، یا په لږ پراخ مفهوم د اثر او د هغه د پنځوونکي ترمنځ – تړاو که ظاهراً بدیهي ښکاري دومره ساده هم نه دی.
لیکوال څوک دی؟ لیکوال څه کوي؟ اثر څه شی دی؟ اثر د لیکوال تابع دی که لیکوال د اثر تابع دی؟ هنري پنځونه کار دی که یوه پېښه (واقعه، حادثه، ماجرا) ده؟ که د اثر منځ ته راتلل د ماشوم زېږېدو ته ورته وي، پنځوونکی د دې ماشوم مور ده که پلار یې دی؟
په لومړي نظر کې خو دا پوښتنې چندان پر ځای نه ښکاري. یو شخص را پاڅېږي یو شی تولیدوي او دغه شي ته اثر وایي. د اثر هنري ارزښت به په خپل ځای پرېږدو، خو که همدغه د ایجاد پروسې ته له نیږدې وګورو نو پنځوونکی تصمیم نیسي چې د هغې فکري پروژې سره سم یو څه منځ ته راوړي چې دی یې له ځانه سره لري. دلته د ایجاد پروسه د یوې ټاکلې موخې له پاره یو عمدي اقدام دی. کېدای شي چې د ایجاد پروسه د پنځوونکي له پاره د خوارۍ او زیار بڼه ونیسي یا د خوند او لذت سرچینه شي، یا هم مهاله دواړه حالته ورته پیدا شي خو څه چې واضح دي هغه دا ده چې پرته د پنځوونکي له عملي اقدامه اثر نه شته او لیکوال د اثر د ایجادوونکي په صفت تر اثره وړومبی دی. د اثر ملکیت او له دغه ملکیت سره تړلي حقونه او مکلفیتونه (د لیکوال مدني او جزایي مسوولیت او د لیکوال حقوق) هم په دې ګواهي وایي چې د لیکوال او اثر تر منځ په رابطه کې لیکوال اصلي او اثر فرعي حیثیت لري.
له بل لوري هغه ستونزې، هغه دننني تضادونه او کشمکشونه، هغه زحمت چې اکثره هنرمندان ورته اشاره کوي په دې ګواهي وایي چې ګواکې اثر هم د پنځوونکي ګرېوان ته لاس اچولی وي. خوشحال خان شعر ته «حیض الرجال» ویلي («زه د شعر په کار هېڅ نه یم خوشال»)، حمید یې «د زخمي زړه خوناب» بولي. فلوبر د «مادام بوواري» د لیکلو پر مهال وایي «له ډېر ځور، ډېرې نهیلۍ او ډېرې ستړیا راباندې سر ګرزي. څلور ساعته مې تېر کړل خو یوه جمله مې هم و نه لیکلای شوه. نن ټوله ورځ مې یوه کرښه هم نه ده لیکلې، بلکې سل کرښې مې لیکلې او ړنګې کړي دي. څومره زحمت! په خدای چې «بوواري» به مې تر ډېرو یاده وي!». استاد سعدالدین شپون هم د «ښایستو» د لیکلو پر مهال څو ځله را ته ویلي چې «نجیب» (د ښایستو ناول د اتل لومړنی نوم) ترې «یاغي شوی». په سلګونو نورو هنرمندانو دې ته ورته ویناوې کړې دي. که دا ټولې خبرې ریښتیا وي، او هېڅ دلیل نه شته چې د دومره لیکوالو او هنرمندانو پر وینا شک وکړو، نو په طبیعي توګه د اثر د پنځولو پر مهال پنځوونکی هم د جوړېدونکي اثر تر اغیز لاندې وي، یا په بل عبارت کله کله اثر ځان په خپله ایجادوي او کله کله اثر خپل پنځوونکی هم بدلوي . دا خبره به تر ډېره استعاري بڼه لري چې اثر ځان په خپله ایجادوي، خو که لږ په دقت ورته وګورو دا په دې مانا ده چې د اثر د پنځولو پروسه د هنرمند له پاره، لکه فرانسوي کره کتونکی پیېر کامپیون چې وایي، د نړۍ د سپړلو یوه وسیله ده لکه د ناپېژندلیو سیمو جغرافیایي نقشه او د هغې د وګړو حالات. د اثر ایجاد د دغې نا پېژندلې سیمې د مطالعې یو ډول میتودولوژي ده.
د اثر او لیکوال تر منځ د رابطې یو بل مهم اړخ ټولنیز هویت دی. له کم شمېر استثناأتو پرته، هنرمند د اثر له مخې پېژندل کېږي. لومړی اثر د خپل مخاطب توجه جلبوي او بیا خپل پنځوونکي ته د هنرمند مقام وربخښي. یانې اثر د هنرمند په پیداکولو او روزلو کې هماغومره ونډه لري چې هنرمند یې د اثر په تولید او بشپړولو کې لري. هغه استثنایي حالتونه چې یو کس لومړی په ټولنه کې پېژندل شوی وي، بیا هنري اثر تولید کړي او ټولنه دې اثر ته د پنځوونکي د شهرت پراساس توجه وکړي هم د پورته خبرې ماتوونکی دلیل نه راکوي. دغه حالتونه داسې دي لکه څوک چې په واسطه په یو کار وګومارل شي. د اثر د پنځوونکي وړاندینی شهرت له اثر سره همدومره مرسته کوي چې تر یو ځایه یې ورسوي بیا نو اثر په خپله خپل ځان پر مخاطب مني. خو ډېری دغه ډول اثار چې د پنځونکي پر مخکیني شهرت تکیه وي لکه د ټانټو لمبه هماغه یوه شېبه ژوند کوي.
د تېرې زېږدي پېړۍ په شپېتمو او اویایمو کلونو کې د ادب نقد تیوریسینانو د «لیکوال مړینه» اعلان کړه یانې ویې ویل چې نقاد چې اثر څېړي نو اثر باید د یو مستقل موجود په صفت وویني، د لیکوال له بیوګرافي سره یې و نه تړي. که لیکوال ته کتل کېږي هم نو د اثر په رڼا کې باید ورته وکتل شي. فلوبر یوه نیمه پېړۍ وړاندې د اثر او لیکوال دغه رابطه په بل ډول بیانوي : «لیکوال باید په اثر کې داسې وي لکه خدای چې په طبیعت کې دی، په هر ځای کې حاضر، او هېچرې مشهود.»
مخاطب هم، له دې امله چې د اثر موجودیت تثبیتوي، د پنځونې د معادلې یو عنصر دی. مخاطب یو «کار» ګورٍي، که د هغه پر عواطفو یې اغیز وکړ د «اثر» په صفت یې پېژني او که نه نو ردوي یې. همدا راز د اثر په منلو، مخاطب د پنځوونکي دریځ هم په رسمیت پېژني او تسلیموي یې. تر څو چې اثر د مخاطب لاس ته نه وي رسېدلی نو هغه یو «بالقوه هنر» بللای شو لکه لیک چې تر څو د لوستونکي لاس ته نه وي رسېدلی یو «بالقوه پیغام» دی. کله چې لیک لوستونکي ته ورسېږي خپل پیغام ورسپاري او کله چې اثر مخاطب ته ورسېږي نو هله د یو «بالفعل هنر» مقام ته خپل ځان کاندید کړي. په دې ډول مخاطب هم اثر او هم د اثر پنځوونکي ته پېژندپاڼه ورکوي او دواړو ته ټولنیز هویت وربخښي.
کره کتونکی که د دې مثلث یوه څنډه هم له پامه وغورځوي، کره کتنه به یې ځوړنده پاتې وي.