دایران اوږده لاسونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اختر محمد شمال
  • 1231

      ايران هڅه کوي چې د افغانستان په پارلمان کې خپل نفوذ ډير کړي.دغه خبره ګارډين ورځپاڼې د ويکي ليکس د خپرو شويو سندونو په حواله ليکلې ده  چې ايران يوه ډله افغان سياسي او مذهبي مشرانو ته پيسې ورکوي. په دې راپور کې د افغانستان د ولسي جرګې د ځینو هغو غړو یادونه شوې ده چې له ايران سره نږدې اړيکي لري او ددې هيواد له خوا مرسته ورسره کيږي. د ګارډين د رپوټ له مخې ايران هڅه کوي د افغانستان د پارلمان غړو ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو پرخلاف سياست غوره کړي او د ولسي جرګې په غونډو کې له امريکايي ضد دريځه خبرې وکړي .
په دې رپوټ کې په ولسي جرګه کې د کابل د استازي سيدحسين عالمي بلخي ، د هرات د استازي احمدعلي جبريلي او د باميان د استازي محمداکبري نومونه اخيستل شوي دي چې له ايران سره نږدې اړيکې لري او د تهران لخوا يې ملاتړ کيږي .دافغانستان دپارلمان دغو غړو له رسنیو سره په مرکو کې دغه رپوټ رد کړ خو دافغانستان په چارو کې دایران مداخله او دافغانستان په پارلمان او حکومت کې دایران نفوذ اوس هغه حد ته رسیدلې ده چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای. په همدې ولسي جرګه کې چې اوس یې دکار موده پای ته رسیدلې ده داسې کسان هم و، چې دایران تابعیت یې درلود له غزني څخه یوه استازې هغه څوک وه چې اصلآ ایرانۍ وه، دا موضوع د لومړۍ ولسي جرګې له ټاکنو وروسته ډیر ژر افشا شوه اوله غزني څخه یوې بلې میرمنې چې باید دهمدغې ایرانۍ پر ځای پارلمان ته راغلې وای ټول هغه سندونه دافغانستان قضایي او عدلي ارګانونو ته ور وښودل چې ددغې استازې ایراني تابعیت یې ثابتاوو، په همدې اړه پریکړې هم وشوې خو دایران لاسونه دومره اوږده و، چې دا میرمن ترپایه په پارلمان کې پاتې شوه او په افغان پارلمان کې یې دایران ګټې وساتلې. آن تر دې چې دغه ایرانۍ میرمن د ولسي جرګې په دوهم ځلي ټاکنو کې بیا کاندیده شوه خو د افغانستان د اړوندو مسوولو ارګانونو له خوا بیرته رد شوه او نوم یې دکاندیدانو له نوملړ څخه وایستل شو خو بیا هم دایران لاسونه دومره اوږده و او یا به هم ارګ ته د رارسیدلو تورو کڅوړو زور و چې دغه میرمن بیرته دټاکنو د کاندیدانو په لست کې شامله شوه.
په هرصورت دا خو هغه څه دي چې موږ ته د رسنیو له خوا معلوم شوي دي لا به دپردې شاته نورې څومره څیرې وي چې زموږ په هیواد کې دنورو دګټو لپاره کار کوي.
ګارډين ورځپاڼه ليکي د ويکي ليکس د افشا شويو سندونو له مخې د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني امريکايي چارواکو ته ويلي چې د ايران يوه استخباراتي چارواکي پر نوموړي فشار راوړی و چې د پارلمان د بحث يوه موضوع بدله کړي او د ناتو ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو پر مسلې بحث وکړي . ياسيني وايي دغه وړانديز يې رد کړی و .
ایران نه یواځي د ولسي جرګې پر غړو او مرستیال بلکې دافغانستان په لوړ پوړو چارواکو هم دا فشار راوړی شي چې ددوی له ګټو سره سم کار وکړي ځینې افغان لوړ پوړي چارواکي یا له ایرانه ډالۍ او رشوتونه اخلي یا خو دهجرت په دوران کې دوی پخپلو مدرسو او استخباراتي مرکزونو کې داسې روزلي چې اوس تر خپل ټاټوبي ایران خپل بولي یوشمیر خو لا دهغوی پر مداخلو آن فکر کولو ته هم وخت نه ورکوي او له ایران سره مخالفت خطرناک بولي.ګارډين ليکلي چې د افغانستان دملي امنیت دشورا ریس او سلاکاراو د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکتر رنګين سپنتا د ۲۰۰۷ ميلادي کال په اګست مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال ريچارد بوچر ته ويلي و افغان حکومت مجبور دی اصلي ګواښ يعنې له مخالفينو سره د پاکستان مرستو ته پام وکړي او له ايران سره د مخالفت توان نلري .
ګارډين د ولسمشر د دفتر د ريس عمر داوود زي له قوله ليکلي چې د ويکي ليکس د سندونو له مخې نوموړي د افغانستان په چارو کې د ايران د لاسوهنې په اړه له ايرانيو چارواکو سره خبرې کړې دي خو ايرانيو چارواکو له دې لاسوهنې انکار نه دی کړی او چوپتيا يې غوره کړې ده .
د ويکي ليکس د افشا شويو سندونو له مخې ايران په افغان پارلمان کې د يو شمير کسانو په پيرودلو سره توانيدلی په څلورو کلونو کې پارلمان په يوه بې اغيزې ادارې بدل کړي ، دغه راز ویل کیږي ایران د ولسي جرګې د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم یوشمیر کاندیانو ته پیسې او دکمپاین خرڅ ورکړی تر څو په راتلونکي کې ددوی په ګټه کار وکړي.
همدارنګه رسنیو دا خبره هم افشا کړه چې ایران هر کاندید ته دیرش زره یورو ورکړي دي او ددې ترڅنګ یې دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون او دټاکنیزو شکایتونو دکمیسیونونو غړو ته هم پیسې ورکړې دي څو په ټاکنو کې ددوی دخوښی کاندیدان بریالي کړي.
په ولسي جرګه کې دغزني ولایت استازي عبدالجبیار شلګري له یوه خصوصي ټلیزیون سره په مرکه کې وویل چې کله چې په وروستیو ټاکنو کې د غزني دټاکنو د درغلیو او بې عدالتیو په اړه شکایتونو زور واخیست او دایران په مرسته د ولسمشر ددوهم مرستیال په دفتر کې په اصطلاح دغزني د ځینو کاندیدانو له رایو څخه ددفاع شورا جوړه شوه ددوی په غونډو کې به دایران سفارت کارکوونکو ګډون کاوو او لازمې لارښوونې به یې کولې.
افغان دولت او نړیواله ټولنه باید دغه موارد وڅیړي او دافغانستان په کورنیو چارو کې دایران د لاس وهنې مخه ونیسي.