وایي نومونه د سړي دشخصیت په جوړولو کې مهم رول لري اصلي نوم چې څنګه وي دهغه سړي خواص هم همداسې وي. خو دوهم نوم یا لنډنوم لکه چې بر عکس وي ما ډیر کسان لیدلي چې دخپل تخلص برخلاف چلند او خوی وخواص لري.البته داسې کسان هم شته چې تخلصونه یې تصادفي او یا دریا له مخې نه دي ټاکلي بلکې څنګه چې دي هغسې یې تخلصونه هم ټاکلي دي، هغه دی چې تخلص له خوی او چلند سره اړخ لګوي خو شته داسې کسان چې دخپل تخلص برعکس چلند لري.
یو وخت ځینو کسانوډیر انقلابي او غریب پروره تخلصونه ټاکلي و لکه مزدور، جوالي، اهنګر، اتش کفه، غریبمل،خوارمل او داسې نور خو موږ ولیدل چې ځینو د دا ډول تخلص لرونکو دخپل تورې تیره څوکه همدغو غریبانو ته متوجه کړې وه ځینو نورو چې مسلم، مسلم مل، حقخوا او داسې نور نومونه لرل خپلو تخلصونو ته وفادار پاتې نه شول او دخپلو تخلصونو برعکس کارونه یې وکړل.
ځینې کسان خپل تخلصونه دخپلې مینې له مخې نه بلکې دنورو دغولولو لپاره ټاکي. په زړه کې یو څه وي خو په خوله یې بل څه او کله کله خو کټ مټ داسې څه وایي چې دهغه برعکس کوي.
زموږ په زمانه کې هم همداسې یو څوک اوسیږي دده نوم فضل احمد او تخلص یې معنوي دی او ممکن دافغانستان ولسمشر هم دده په تخلص غولیدلی وي چې دی یې دافغانستان دټاکنو دخپلواک کمیسیون دریس په توګه وګوماره. ښاغلي کرزي ممکن فکر کړی وي چې زیاتره اطرافیان مې مادي خلک دي زیاتره په معنویت فکر نه کوي هسې خپل جیبونه ډکوي. راځه توکل په خدای داځل داسې یو څوک وټاکه چې هم ثواب شي هم خرما. هم پخپله له مادیاتو لیرې وي او په اصطلاح معنویت ولري او هم به درڅخه جنګسالاران خوشحاله وي.
دښاغلي کرزي فکر چې هرڅه و، و به خو دا سړی یې د افغانستان دځوانې دموکراسي پر سر نازل کړ. او دټاکنو دخپلواک کمیسیون دیوه خپلواک مشر عزیزلودین پرځای یې معنوي چې هیڅ کله نه خپله خپلواک و او نه یې خپلواک فکر درلود بلکې یوازې یې دخپلې ډلې او خپلې سیمې په اړه فکر کاوو، دټاکنو دخپلواک کمیسیون دریس په توګخ وټاکه.هماغه وخت هم دچارو شننوکو دغه انتخاب په افغانستان دموکراسي ته یو بل خطر وباله دا اوس مې په خدمتګار ورځپاڼه کې دهغه وخت یوه مقاله ولوسته چې دمقالې لیکوالې دټاکنو په خپلواک کمیسیون کې دنویو بدلونونو په اړه لا هغه وخت اندیښنه ښودلې وه یو څو ټکي یې دلته را اخلم((ښاغلی معنوي دنظار شورا مهم او کلیدي غړی دی له اوله تر اوسه ورسره یو ځای اوسیدلی.نو آیا کیدای شي چې موږ دې دشفافو ټاکنو هیله ولرو؟... له بده مرغه دغو نویو بدلونو چې دجنګسالارانو په مشوره منځ ته راغلي دي دخلکو په منځ کې نوې اندیښنې راپیدا کړې دي، په دغو تغیراتو سره دخلکو مایوسي لا زیاته شوه.
له دې سره چې دهیواد په زیاترو برخو کې امنیت نشته دولسمشرۍ ټاکنو په څیر به په زیاترو سیمو کې خلک په ټاکنو کې برخه وانه خیستلای شي خو دغو نویو بدلونونو خلک لا مایوسه کړل.)) لا هاغه وخت ډیرو افغانانو دټاکنو په کمیسیون کې دنویو بدلونونو په اړه تشویش څرګند کړی و او دایې ویلي یې و چې دا ځل به ټاکنې له پراخو درغلیو او فساد څخه ډکې وي د کمیسیون نوی ریس به دنور کله په څیر یوازې دخپلې ډلې اوخپلې سیمې په اړه فکر وکړي دخلکو په رایو به ملنډې ووهي او خلک به هم نور په انتخاباتو او دموکراتیکو لارو باور بایلي.
همداسې وشول دولسي جرګې په ټاکنو کې درغلۍ نه بلکې په درغلیو کې ټاکنې وشوې یعنې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او په هغو درغلیو کې بیا دټاکنو دکمیسیون ریس خپل کسان انتخاب کړل او هغه یې دټاکنو د وړونکو په توګه اعلان کړل.هغه سندونه ډیر ژر افشا شول چې په دوبۍ او شهزاده سرای کې زموږ دټاکنو د برخلیک معلومیدل ترې څرګندیدل.دځینو زورواکو ټیلفوني خبرې خو رسنیو هم خپرې کړې چې دچا دناکامولو او بل چا دکامیابولو امرونه یې صادرول.دغه راز هغه تصویرونه هم وښودل شول چې یوه بهرنۍ میرمن دپیسو په بدل کې کاندید ته دهغه دکامیابولو ډاډ ورکوي.دټاکنو دپای ته رسیدو په لومړیو شپو کې د معنوي ددفتر ریس هم له هیواده وتښتیده... داسې په سلګونو سندونه چې دادی دهیواد عدلي او قضایي ارګانونه یې څیړي.
خو دتعجب وړ خبره داده چې دټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس فضل احمد معنوي دهمدغو کسانو دفاع کوي چې په ټاکنو کې یې تقلب، تخلف، فساد او د غزني دیوه استازي په وینا جنایت کړی دی.اوس چې لویې څارنوالي له ډیرو څیړنو او تحقیقاتو وروسته ددغه کمیسیون څوارلس تنه کارکوونکي او نور څوتنه مجرم پیژندلي او ددغو ټاکنو دباطلیدو غوښتنه یې کړې ده ښاغلی معنوي هم ویرې اخیستی او په ډیراحساساتي انداز وایي((هيچ نهادي صلاحيت ابطال انتخابات را ندارد. تلاش برای باطل کردن نتایج انتخابات خیال است و محال است و جنون...)) دی په ټاکنو کې پراخې درغلۍ او فساد دسیاسي اهدافو شاته پټوي او خلکو ته په نظر کې ورکوي چې ګویا دا جرم نه دی بلکې کوم څوک شته چې دا ټاکنې یې په خوښه نه دي دی وایي((اين ها فکر مي کنند با اين سخنان مردم افغانستان اغفال مي شوند. آيا مردم نمي دانند که پشت سر قضيه کي هست؟ محرک کي هست؟ چي مي خواستند؟ چه را به دست نياورده و چرا اين گونه ادامه دارد؟)) داچې څوک دي معنوي باید دا هم ویلي وای خو څه چې دحیراني وړ دي هغه دادي چې زموږ په هیواد کې غل هم چیغې وهي غل دی او دکور څښتن هم.