په د رو اوونيو کې پرله پسې زموږ د درو قلموالو د ميندو مړينې بويه د ګردو پښتو ليکوالو، رسنوالو او بيا شاعرانو له ويرنو سره بدرګه شوی وای، خو له بده مرغه تر ما پورې هريو خپل ژوند و ژواک او اند و واند دومره دومره پر مخ اخېستي چې د ويرنو دکښلو وخت و زغم نور ورپاتې نه دي!
ما د دې لپاره چې په دې لړ کې مې د درو واړو ويرژلو فرهنګي دوستانو پر وړاندې خپله پازه او پړه يو څه سکينده کړې اوسي، خپلې ژورې خوا شينۍ او خواخوږۍ ورسره داسې شريکوم:
ـ په ډنمارک کې د ګران شاعر محمد صديق ننګ د ارواښادې شاعرې مور په ياد چې د اليشنګ سيند د دواړ غاړو په ياد ښادو او مخورو ساپي کورنيو يې اړوندي درلوده او د
کشر زوی شهيد((محمد رفيق ځيګر)) يو ناببره وير پر ويرنو راوستې او شاعره کړې وه.
ـ په کندهار کې د ګران عبدالاحمد محمديار د ارواښادې مور بي بي د وير له لامله چې د دی يې له ټولې پژنۍ کمتوانۍ سره سره د يوه زړه سواند او پر هرچا ګران فرهنګيال په توګه رالو کړی او روزلی وو.
او بيا په سوېډن کې د ټولمنلي ليکوال او څېړنوال محمد معصوم هوتک د ارواښادې نو ميالې او دوديالې مور بي بي پر وير، چې د نومهالي فرهنګي پېر لومړي پښتو ښوونکي، تکړه شاعر او د لوست کتابونو، په تېره د پښتو پښويې ليکوال مولوي صالح محمد هوتک مشره لور وه.
ويرژلو قلموالو او اړوندانوته د ستر زغم و پېڅ هيله کوم او ارواښادو بيبيانوته جنتونه غواړم!
ستاسې د ټولو خواخوږی
پوهاند زيار