نه پوهیږم ښه مې نه په زړه کیږي ښایې چې د غوی ترخونړۍ کودتابه درې یا څه باندې درې کاله تیرشوي و
په شااوخواسیمه کې د جنګ بلاهرڅه په اورکې نِغښتي و په هغوڅوورځوکې چې به ماخوستن مهال ویده کیدم ،نوموربه مې دپښو څپلۍ راپه پښوکړې اوزما څادربه یې خواته راته کیښود ، ښه په ټینګاربه یې راته ویل : زویه که مې چیرې دشپې درباندی غږکاوه ، نو دستي جګیږه اوریدلې مې دي چې داځل سره قوه راه .روانه ده
که رښتیادرته ووایم زه چنداني د قوې په مانا نه پوهیدم له مورنه به مې پوښتنه وکړه چې:
سره قوه څه ته وایې؟
هغې به راته ویل زویه زه یې هم نه پیژنم خوخلک وایې چې په سره قوه کې ټول روسان وي نه دچاپه مال صرفه کړي اونه یې هم په سر اوریدلې مې دي چې ډ یر بې ناموسه خلک دي دخلکو عزتونه یې چورکړي .
هغه شپه مې ښه په یاد ده چې موږته په رانیزدي ولسوالۍ جنګ ونښت اودمرمویو سره سووکي یوې اوبلې خواته بادیدل نیمه شپه وه چې مورمې راباندی غوټه کړه په وارخطاغږیې راته وویل : هلک ژرکه جګ شه چې کلیوال ټول ووتل غره ته روان دي یواځي موږپاته شو .
چې راجګیدم نو مامااودتره زوی مې یوڅوبړستنې یودوه ټغرونه اویوڅه جامې اوڅه دخوراک شیان په خره اولنګه غواباندې بارکړي و.
شپه په مزله تیره شوه تنکی سحردغره ډډې ته ورسیدولو له موږ مخته د غره په ډډه کې دسیمیزو کوچیانو کیږدۍ پلنې وې . موږهم خپل سره ټغرونه دسرسیوری کړل او دخیمو په شان مو راباندي ودرول څوورځی لانه وې تیرې چې دکوچیانو له هلکانو سره مې ملګرې ټینګه شوه .کورونو ته به ورسره تللم ،هغلته به مې کورت ،مسکه ،کوچ ،اوپیروي ورسره خوړل .
یوه ورځ لوړمازدیګرو دیووکوچي له زوی سره دهغوی په کیږدۍ کې ناست وم .دماشوم مورلګیاوه په وریو باندي یې میږې رودلې .هم هغه ورځ باران شوی و، بوټي لامده و په انغري یې یوڅوبوټی یښي و . خو اور سم نه بلید، کله به یوڅه بل شو خو بیرته به مړشو.له انغري څخه شنه لوګي پورته کیدل
یوڅه څنډوروسته کوچي چې په اوښ یې دغلې بوجۍ رابارکړیې وه راورسیده . اوښ یې چوکړ په ښځې پسي یې نارې کړې .وه ښځې څه شوې ؟ راشه چې دا بوجۍ له اوښ څخه راښکته کړو. په زړه کې مې راتیره شوه چې څومره بې همته سړی دی .
په ښځې بوجۍ راښکته کوي خو هغوی کوچیان و او کوچیانې ښځې له سړو څخه ډیر اودرانه کارونه کوي کوچي اومیرمن یې دبوجۍ په راښکته کولوبوخت و .
نه پوهیږچې ترمنځ یې څه خبره راغله کوچي کته کاڼي ته لاس کو اوښځه یې په تندي وویشته .
دې ښځې په تندي اومخ دینو ویاله راروانه شوه یوڅودقیقې په هغه ځای کوړۍ ناسته وه . زما په وجودکې ساوچه شوه له حرکته ولویدم یوډاراو وحشت مې په زړه ننوت .
کوچي دوړوبوجۍ کیږدۍ ته کش کړه اومیر منې ته یې په یوکرغیړن او وحشي غږوویل ولې ناسته یې جګه شه چې ستړیم چای راپوخ کړه . ښځه له ځایه راجګه شوه ترانغري پوري چې رسیده څوواري په لارکې کاواکه شوه اووتمبیده .
دچایو چای جوش یې په انغري کیښود .
خودسون بوټي لامده و اور نه بلیده ښځې په پوکلو پوکلو ځان ورباندي ستړی کړ .
څوځلې چې به هغې دانغري انګارته سره ورټيت کړ او ور پوکلو به یې دتندي وینې به یې په لمدوترخو وڅڅیدې ماورته کتل وحشت اخستی وم .
هغه وینې چې په ترخه به وڅڅیدې له ترخې سره به یوځای لوګی شوې او د وینوهغه غوړلوګی به بیرته دکوچۍ په سترګواوسپږمو ( پوزو ) ورننوت .
نورمې زړه ورته ټینګ نه شو کورته ترې روان شوم دکوچۍ دوینو کیسه مې مورته وکړه مورمې لاځواب نه و راکړی چې انا مې وارونیو اورا ته وویل پرې شابس دې وي .
د پښتانه لورده خاوند خو به یې خود وهي ورباندي حق داردی .
۲۰۰۷/۴/۲۳ ساجرسعودي عرب