دګازودنل ليکې تېرېدل په هېوادکې يوه ستره اقتصادي لاسته راوړنه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1041

دادى له کلونو خبرو اترووروسته دترکمنستان هېوادڅخه افغانستان اودوه نورو ګاونډيو، هېوادونو پاکستان او هندوستاته دافغانستان په خاوره کې دګازو دنل ليکې دتېرولو تړون لاسليک شو.
داډېر له پخواڅخه په پام کې وه چې دغه نل ليکه تېره شي، که هغه وخت دغه کار شوى واى نو اوس به موپه هېوادکې ډېر پرمختګونه ترسترګوکېداى، خوله بده مرغه بايد ووايو چې ددې  لويې پروژې دټکني کېدو او وروسته پاتې کېدو يواځنى لامل په افغانستان کې جنګونه او بهرنۍ لاسوهنې  وې  ، چې دهر زور واکي لخوا ورسره مخا مخ وو،بل داچې زموږ په هېواد کې داسې کاري ، ډلې شتون نه لاره چې ددې هرڅه تنظيمولوته يې اوږه ورکړې واى او تر يوه حده يې رسولې واى، همدا اوس هم ايران دې کار ته ډېر لېواله او سترګې په لاره وه چې په دې ګاز ليکې خپله لمن وګنډي او دا خزانه په خپله ګېډه کې هزم کړي، خو داچې ولې داکار برعکس وشواو دافغانستا ن په خاوره کې يې تېرېدل منظور شول، ډېر علتونه لري ، چې يوعلت  او سبب يې دادى چې يوخوهغه لاره ډېره اوږده فاصله لري،ترڅو چې پاکستان او هندوستان ته رسېده نو دوه برابره مصارف پرې راتلل ، بل داچې له ايران سره د امريکا اړيکې، تر ډېره حده ترينګلې دي،نو دا خبره چې پاکستان او هندوستان ته به دغه نل ليکه دافغانستان له لارې تېرېږي پرځاى پاتې او ومنل شوه.
دسونګ توكيونه لرل چې همدااوس دخلکوترټولولويه ستونزه ده كېداى شي په لوېديځوسيموكې ددغې پروژې په عملي كولوسره حل شي او بې كاري چې اوسمهال يوه بله لويه ستونزه ده هم ددغې پروژي په پرلاره اچلوسره ښايي ياخوله منڅه ولاړه شي اويايې بېخي كچه راټيټه شي،دافغانستان له ليارې دغو دوه هېوادونوته د نل ليکې تېرول يوه ګټوره پروژه ده، چې ددې پروژې سره افغانستان ډېرې اقتصادي لاسته راوړنې لرلاى شي، يو خوداده چې په هغه سيموکې چې دغه پايپ لاين پرې تېرېږي، اوسېدونکيوته به يې ګاز په وړيا توګه ورکول کېږي ،بل داچې له دې ليارې به افغانستان ته  په کال کې څلور سوه ميليونه ډالره ګټه  ور رسېږي، بل داچې په افغانستان کې به داوس پر پرتله مايع ګازو بيې چې اوس ډېرې لوړې دي په کافي اندازه به راټيټې شي، اوهېوادوال به مو ترې تر زياتې اندازې برخمن شي، بله ګټه يې زموږ هېواد ته داده چې نژدې اويا زره کسانوته به پکې کاري موقع پيداشي، داسې ويل شوي چې ددې ترڅنګ يوه اوسپنيزه کرښه هم تېرېږي، نو دابه زمو ږدهېواد والو اقتصادي وضعې ته هم ډېره فايده ورسوي لکه څرنګه چې د عينکو د مسو په کان کې ډېرى هېوادوالوته دکار زمينې برابرې شوي دي ،اوخپل ورځنى ژوند پرې ښه تېروي، اوله بل احتياج څخه پرې خلاص دي، اوهغه مسلکي ،اشخاص موچې په کارونوپسې نورو هېوادونوته په خپل هېوادکې د کار د نه شتون په صورت کې مهاجرکېږي  ،له هغو ستړياوو څخه به خلاص شي ، او خپله کومه انرژي چې دبل هېواد په ابادولوکې له لاسه ورکوي هغه به پخپل هېواد کې د هېوادوالو او خپل ځان په خدمت کې مصرف کړي، اوهغه ميلياردونه ډالره چې له بهر نه دافغانانو د مرستې په نوم راځي هغه به بېرته دبهرنيو انجنيرانو اودګوتې په شمار کسانو جېبونوته نه لوېږي، بلکې ټول هېواد وال به مو ترې برخمن شي.
بله ضروري او دپام وړ موضوع چې بايد بحث پرې وشي، هغه داده چې دغه نل ليکه چې اوس به په خير دتېرېدو کارونه يې پيل شي، امنيت او حفاظت ته هم پوره اړتيالري، اوداهم بايد موږ پخپله وکړو اودامنيت ساتلوته يې بايد کلکه اوږه ورکړو ،ترڅو خپل اعتماد د ګاونډيانوپروړاندې له لاسه ورنکړو، نو په دې اړه له ټولو امنيتي ځواکونو څخه هيله کوو ترڅو خپلې دندې په خورا صداقت او امانتدارۍ سره تر سره کړي ، په څنګ کې يې د دولت پر مخالفينو هم غږ کوو چې ددې ساتل خپله ملي او انساني وظيفه وګرځوي، او په کلکه ترې دفاع وکړي ، لکه څرنګه چې اوس هم ددولت يوې مخالفې ډلې حزب اسلامي داکار په هېوادکې يوه لويه لاسته راوړنه بللې او په کلکه يې ترې حمايت کړيدى او ويلي يې دي چې هېچا ته به ددې اجازه ورنکړي چې ، ددې پروژې په مخ کې خنډ واقع شي،ولې چې دايوه عامه او ټولګټه پروژه ده، چې ټول افغانان ترې مستفيد کېداى شي، نو  او داسې څوک پرې نږدي چې خداى مکړه ددغې پروژې د له منځه وړولو هڅه وکړي، ولې چې داديوه شخص ،يوه قوم اويوه حزب پورې اړه اوتړاو نلري او داد هر افغان او حق دى ، ټول په دې ښه پوهېږو چې هغه که طالب دى ، که دحزب اسلامي غړى د ى هم ددې خاورې دى ، د بل کوم هېوادڅخه ندى راکډه شوى اونه د کوم بل هېواد طبعه راځي اوددې کار مانع او خنډ ورته جوړېږي، نو دابه زموږ ټولو يوبل ته او هم هېواد ته لوى خدمت وي چې په پوره پاملرنې،اودقت سره دغه کار پرمخ بوزو.