- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سپینتمان افغان
- 1181
د پوه آندو خبره چې که غواړئ د یو هېواد-سیمې له ټولنیز اخلاقي سېسټم، کولتور، دود و دوستور، کړو وړو، لنډه دا چې له هرڅه ځان خبر کړئ، نو د شلمې او یوویشتمې پېړۍ نادره ډالۍ (ټولیزو رسنیو[انټرنېټ، راډیو، ټلویزیون، سینما، فلم او تمثیل) وڅارئ.
په ښه توګه به د نوموړې ټولنې له دیني، کولتوري، اخلاقي، او نورو هغو ټولنیزو کړو وړو چې په دې ټولنه کې شتون لري، په اسانه توګه خبر شئ.
له ښه شامته ووایم که له بده، چې د کوتک په زور د لودیځې سوټه-کراسۍ (ډیمو-کراسۍ) په پلي کولو کې زموږ افغاني ټولنې هم له ټولینزو زیانونو سره سره، تر یوه بریده څه ناڅه ګټه هم وکړه چې هغه د یو نیم نیمګړي شخصي ټلویزیوني چېنل او کوم یو سینمایي فېلم یا ډرامې خپرېدل دي، چې زموږ له ملي کولتور، دود و دوستور او خوي، بوي سره اړخ لګوي. که نه نو، نور خو ټول هغه مبتذل او پردي-پاله رسنیزې کړۍ دي چې د افغان اصیل کولتور، عنعناتو او ملي یووالي د له منځه وړلو لپاره شپه او ورځ د خپلو هندو او مجوسي پارسیانو د کولتور، مذهب، دود و دوستور او نورو ټولنیزو خوشایو خپرولو په تکل کې دي، چې ښه مثالونه یې د هندي سریالونه او د مبتذل سیاسي شیعه مذهب هغه په درواغو او تُقْیَهْ* ولاړ او جوړ سریالونه چې زیاتره د محرم الحرام په میاشت د طلوع، تمدن، اهل بیت، اریانا، نورین او داسې نورو مجوسي-پارس (ایران) او هندوپاله ټلویزیونونو کې لیدلو ته وړاندې کېږي. ګران لوستوال به په ښه توګه خبر وي، او ارو مرو به ډېری لوستوال د یوې نیمې هندي ډرامې (تولسي، ساس بهي کبهي بهو تي، بهو، او داسې نورو) لیدونکې وي، چې هغه بنسټیز ټکې به یې په همدې ټکي را څرخي چې څنګه د یوه ورور ښځه له بل ورور سره تار وځغلوي، د یوې کورنۍ ښځه له بلې کورنۍ سره، یا په بهر کې له کوم بل مین سره د جنسي اړیکو څړولو لپاره کونډه واچوي، چې زموږ د لوی افغانستان د [وزارت اطلاعات و فرهنګ] په سیند (قاموس) کې ورته (زنکه بازي) وایي.
زما په آند چې د ټولیزې رسنۍ د هرې ټولنې د مخ هېنداره وي. په هره ټولنه کې چې یو څه بنسټیز او ټولیز رول ولري، که هغه ښه وي او که بد، نو په ټولیزو رسنیو کې یې په ښه توګه ښکارندويي کېږي. د څاری به توګه که څوک په افغانستان کې کوم فېلم-ډرامه یا کومه نیمه لیکنه یا کتابګې ولیکي، نو ښکاره خبره ده چې د باروتو بوی به ترې ارو مرو راځي. د قلم-کتاب، ابادۍ، رغاونې او بیاجوړنې پر ځای به توپ، ټانک، ډرون، کروز، ډیزي کټر، ځانمرګې، سړک غاړې بم، موټربم، سایکل بم، موټرسېکل بم چاودنې په څېر شیان په کې له ورایه ځان ښایي. که د هند-پاکستان کوم فېلم یا ډرامه ګورو، نو ارو مرو به د طلاق، له کوره د لور-خور تښتېدل په کې منځی رول وي، د ښځې به له خپل لېور سره ناروا اړیکې وي، له ګاونډي سره به یې د معاشغی ګرم تارونه ځغلولي وي، پارسیانو (ایرانیانو)، تاجکانو (زما موخه تاجیکستان دی) ته که پام وکړو، نو د پورته سکالو سره سره به د قلمی ښاپېرۍ ډوله نجونو سوزوونکې نڅاګانې، د مُتْعه په نامه د پیسو په بدل کې د پینځو دقیقو نیولې، تر میاشتو او کلونو د لنډمهال تش په نامه نکاح تړل مهم او منځی رول اوسي. بچه بازي، دختر بازي، زنکه بازي، همجنس-بازي، شاهدبازي هغه مهم فکټورونه دي چې ددې هېوادو کولتوري او ټولنیز اخلاق په ښه توګه را په ګوته کوي.
اوس به راشو د لیکنې سرلیک ته، د وزیر اطلاعات و فرهنګ و جوانان و توریزم افغانستان در خدمت آقایان خود فرهنګ خر آسان و بزغاله جان، آقای سید مخدوم ... رهین یو بل پارسي-ایراني خدمت ته چې د هغوي په چوپړ کې افغانانو ته وړاندې کوي، هغه انقلابي خدمت یې د زنکه بازۍ پارسي (ایراني) فرهنګ خپرول په افغان اصیل کولتور کې دی.
نن شپه (درې-نۍ کابل) مې د افغانستان له تش په نامه ملي (چې په اصل کې د سرې مولۍ په کچه هم ملي نه دی) څخه د یوې داسې ډرامې ډوله شراری وروستۍ شېبه ولیده چې ددې مبتذله ډرامې پای (آلی مه می بینم که ای سکندر چطور زنکه بازي میکنه) باندې پای ته ورسېده... دا چې د وزیر اطلاعات و فرهنګ ایران-زمین آقای سید مخدوم رهین په دې کولتوري ډرامه کې به منځي رول څومره زنکه بازي کړې وي، او لا به څومره نوره زنکه بازیانې کوي، دا به راتلونکي ته پرېږدو، مګر له ما سره دا پوښتنه راولاړه شوه چې ایا زموږ په ټولنه کې زنکه بازي دې برید ته رسېدلې چې د سلنې ګراف یې مخ-پورته روان وي، او زموږ په کار پوه او افغان کولتور ته ګروهمن وزیر آقای سید مخدوم رهین دا ستونزه درک کړه او و یې غوښتل چې د یوې ډرامې له مخې یې نورو نړیوالو ته وړاندې کړي، دا د لودیځې سوټکراسۍ او زما (ریخن) د هغو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پایله ده چې نن سبا د افغان کولتور ټولنیزه ستونزه (دده په آند زنکه بازي) د یوې ډرامه یي سناریو په توګه د تاریخ پاڼو کې ثبت کړي.
د یو رښتيني افغان په توګه، په لنډو ټکو کې دې ایرانپاله زیارتپال رهین ته روښانوم چې دا ستا او ستا د اسلافو زنکه بازي نه د افغان کولتور کومه داسې د یادونې برخه ده چې موږ یې ویروس دومره خطرناک وګڼو چې په ډرامو کې دې ثبت او نړیوالو ته وښایي چې افغانان!!؟ په دومره کچه زنکه بازان لري چې خبره یې اوس سینما او تیاټر ته راووته، او نه هم دا کوم کولتوري او ټولنیز اخلاقي خدمت دی چې ستا په څېر خبیثه اروا لرونکي یې د یو څو ایراني ریالونو او تومنو یا هم په ایراني یورو ځیرې ترلاسه کولو یې افغان بډای او غښتلي کولتور ته ترسره کړي.
نو په ډېر افغاني غرور درڅخه غوښتنه کوم چې د شاتو موچۍ مه چېړه، که نه نو بیا دې په داسې داسې ځایونو وچیچي چې بیا به یې ګزک له شرمه ډاکټرانو ته هم نه شی ښودلې.
تل دې وي اسلام
تل افغانستان
ژوندې او بډای دې وي رښتینې افغان کولتور
پاک دې وي افغان کولتور له هر ډول ...بازۍ څخه
تُقیه: د شیعه ګانو د مذهب له هغو بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي چې درواغ ویل د ایمان او شیعه ګروهې یو نه بېلېدونکې اصل او بنسټ ګڼي، د مثال په توګه موږ سنیان خپل مسلمان وروڼه ګڼي، مګر په زړونو کې بیا دا مینه د هغه اور د لمبو په څېر وي، چې د یوه تناره له منځه راوځي.