دنکاح په شپه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالرحمان غضري
  • 1372

۱۹۹۹کال دنورو ډیروکلونو په څیر هرافغان ته یوبل بدمرغه کال وخو انورته ترنوروځکه ډیربدمرغه و
چې په هم دې کال یې دژوندخوږه ملګرې اوښائسته میرمن  له لاسه ورکړیې وه
انور که څهم دعمرترپنځوستم کال ګام وراړولی و خو په رنګ کې یې چندانې دزړښت نښې نه ښکاریدلې
هم دادلیل و چې کورنۍ اوخپلوانوټولودایوه خبره ورته کوله چې بل واده وکړه
اودمامازوی حسین خویې ښه په ټینګارټټرورته ټکولی و چې میرمن زه درته پیداکوم له دولس کلنونجونو یې راونیسه بیاترڅلویښت کلنومیرمنوپورې ښې ارزانه پیداکیږي په هم دې حال کې به یې کله کله په انورباندي یوه ټوکه هم وکړه یاردترورزویه چې یوځل دکابلۍ میرمنې خوندوګورې نو وبه وایې چې هغه تیرعمرمې هسي له یوې سپیرې کلیوالې سره تیره کو
حسین تردې له مخه هم نوروډیر کلیوال له ځان سره کابل ته بولي وو اومیرمنې یې ورته پیداکړیې وې
هغه دچاخبره اوس یې نو هم دغه روزګارو له دواړو لورویو یې  ښه درنه حجره اخیسته
نوموړی په خبرو کې هم ښه ماهراوچالاکه وه په هم دې دلیل یې هم کلیوال زرکعنې کولای شوای
هم یې دکابل هغه بدمرغه خلک چې هغه مهال یې خپلې لورانې اوخوندې دغربت له لاسه په ناشناخلکوودولې
ښه په اسانۍ  غولولای شوای ډیر ځلې خویې دې خلکوته داسي فریبونه هم ورکړي و چې نجلۍ اودنجلۍ کورنۍته به یې یوکس ورښکاره کړو او چې رابه یې وسته نوبیا به یې بل چاته ورپه نوم کړه
انوریې هم مجبوره کوچې کابل ته ورسره ولاړشي دوورځې ورسته یې انورته یوه ښکلې میرمن پیداکړیې وه اودرې واړه یوځای کلې ته راستانه شو
دناوې په موټر خلکوګلونه ورشیند ل که څه هم دوخت د حکومت له ویرې چاډنګ ډول ته زړه نه شو ښه کولای خودانورکورنۍ کلیوالوته ښه درنه میلمستیاوکړه دکلي ملاصاحب دماښام له ډودۍ ورسته دانوراودمیرمنې نکاح وروتړله هسي خوخلک  دنکاح په شپه ترډیره دمیرمنې ښکلا ته ګورې اوهڅه کوي چې دهغې له خواصوسره ځان بلدکړي خو انورښایې چې دمیرمنې په اوښکوشکمن شوی و ځکه یې له هغې څخه دماموخلاف یوڅه نورې پوښتنې وکړې اودهغه ورستۍ پوښتنې ته میرمنې څه داسي ځواب ورکو
هغه سړی چې زه یې په تاسو خرڅه کړم هغه زماخاوندو   ماتاسوته دروغ وویل چې خاوندمې مړدی
موږپنځه اولادونه لروپه تیرودریو کلونوکې مو کوراودکورټول سمان خرڅ کوپه هم دې موګوزاره کوله
وس چې نورهیڅ نه و راپاته نوخپل اولادونه خوموحلالولای نه شوای
له مجبورینه زه اوخاوندپه هم دې صلاشو چې ماخرڅه کړي اوپه هم دې روپو یوڅه وخت اولادونه وساتو

۲۰۰۷/۶/۲۱ساجرسعودي عرب