په شر کې د خیر څرک


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1247

 داسې ښکاري چې په افغانستان کې ټاکنو ته ښېرې شوې دي: که هر څومره خبره ساده هم وي زموږ د ټولنې غوره کسان (په تېره هغه چې ځان په خپله غوره ګڼي) کولای شي چې د اوبو په تش جام کې هم ځان غرق کړي اوهم جهانه په ځان پسې راکاږي.

د درغلیو سېلاوونو خو ډېر ودان کلي ونړول، د عدالات تله هم داسې ښکاري چې په توپاني بادونو کې خپل توازن نه شي موندلای خو تر دې لا پورته د خواشینۍ خبره دا ده چې د ولس په نامه، د ولس په کور کې ناست وګړي (دې پسې به نه ګرزو چې له کومو لارو یې دغه ځای ته ځان رسولی) اوس د ریاست پر څوکۍ سره نه شي جوړېدلای. درې دورې ټاکنې و شوې، اوخدای خبر چې څو دورې به بیا ټاکنې کېږي چې دغه بې خاونده کور یو مشر پیدا کړي.
که هغو ګڼو او بیړنیو تقنیني چارو ته وګورو چې د پارلمان مخې ته پرتې دي، د مشرۍ پر سر دا نوې پهلوانۍ نه د وطن په ګټه دي او نه زموږ د ولسې جرګې حیثیت په کې ساتل کېږي.
خو له بل لوري لازمه نه ده چې هر څه ته د تورو عینکو له شا وګورو. کله چې د انتخاباتوکمیسیون د ټاکنووروستۍ پایلې اعلان کړې نو ډېری شننونکو له څو اړخونو اندېښنې درلودې:
- ځینو دا انګېرله چې د درغلیو په تیاره کې دغه طراحي شوی پارلمان به قومي تفرقو ته لمن ووهي.
- یو شمېر نورو داسې ګومان کاوه چې د زرو په مرسته راغلي وکیلان به د خپلو تاوانونو د جبیرې له پاره ولسي جرګه د سود او سودا په یو بازار یا د کابل د شهزاده سرای د یوې الحاقیې په توګه وکاروي.
- یوه ډله داسې هم وو چې د زور د خاوندانو له لوري یې د جرګې یرغمل کېدل حتمي ګڼل.
- د نوې تقنینې دورې د وکیلانو اود تېرې دورې د وکیلانوتر منځ د فکري او علمي وړتیاوو توپیر ځینو ته دا وېره پیدا کړې وه چې پر هر څه به بحثونه کېږي خو د ملت پر ګټو به یوازې معاملې کېږي.
د دغو څو اندېښنوتر څنګ ګڼې نورې پوښتنې هم مطرح شوې خو اوس داسې ښکاري چې هغه شر چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایاتوکمیسیون په پاخه انجنیري تدبیر جوړ کړی و، ورو ورو لګیا دی د ملت په ګټه او خیر اوړي.
د مشرانوجرګې د مشرتابه پر سر ناندرۍ ښې وې چې لنډې شوې. د ولسي جرګې د مشرتابه له پاره درې ټاکنیزې هڅې ناکامې شوې او لا هم راتلونکې روښانه نه ده. خو هغه څه چې د تېرې تقنیني دورې د قانون جوړوونکو د بې تدبیره فیصلو په نتیجه کې د دې باعث شول چې د ولسي جرګې د مشرتابه لوبه تر انتظار پورته توده او اوږده شي. که په سرسري تحلیل بسنه وکړو ویلای شو چې د ټاکنو په لومړي دور کې د پیسو د لګولو مسابقه وه چې دوه مخکښ اتلان یې په ډېر لږ تفاوت وسوزېدل. په دوهم پېر کې بیا سمتي او قومي تمایلاتو ته مخه شوه، وغوښتل شول چې پر دې بنسټ یوه لار وایستل شي. په دریم وار بیا سیاسي جوړجاړي مطرح وو. نور نو داسې څه نه دي پاتې چې د غرض خاوندان یې په دې جوارۍ کې داوکړي. اوس په زغرده دا تمه درلودای شو چې په ولسي جرګه کې ملي، وطنپال او دیموکرات عناصر به وکړای شي چې پر یو مناسب کس چې نه زور لري، نه زر بادولای شي، نه یې قومي بنسټ دومره پراخه دی چې ستونزه پیدا کړي، نه په سیاسي سوداګریو کې ورته څوک د ګواښ په سترګه ګوري او نه د کمېشنکاریو پهلوان وي سره سلا شي او د ولسي جرګې مشرتابه ته یې مخکې کړي.
د افغانستان په تاریخ کې به دا لومړی ځل نه وي چې یوه ټاکنیزه لانجه د «نه...نه...» پر اصل فیصله کېږي. احمد شاه بابا همدغسې د «نه...نه...» لوبې په پایله کې د یومصلح، وطنپال روحاني شخصیت په وساطت وټاکل شو اود هغه شخصي کفایت اودرایت بیا د یوې سترې امپراتورۍ د منځ ته راتلو له پاره زمینه برابره کړه. په بن کې هم همدغسې د «نه...نه...» لوبه وشوه او اوس دادی لس کاله کېږي چې ولسمشر کرزی په توپاني سمندر کې پر ماته جاله ولاړ دی او، په ښه یا بده توګه، د هېواد د حیاتي منافعو ساتنه کوي. که په ولسي جرګې کې هم همدغسې د مخلصو اومصلحو وکیلانویوه ډله د همداسې یو شخصیت په نامه سره راټول شي نو د دې هيله کېدای شي چې په اوسني شر کې به د وطن خیر نِغښتی وي.