میرمن کلتورې- ټولنیز بهیرد شپږ دیرشمې اونیزې غونډي راپور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مرضیه امین
  • 1200

دميرمن کلتوري بهير دسلواغي دمياشتي په 30نيِِِِټه  دپوهني وزارت په کلوپ کي جوړه شوه دغونډي مشري اغلي عزيزه افغاني کوله او دغونډي وياندويي ليمه نيازۍ پرمخ وړه .
غونډه په دريو برخوو ويشل شوي وه لومړی په کارې مسايلو بحث وشو دبهير دغونډي خويندي رابلل او ورپيښو ستونزوبحث وشو اغلي ساهره شريف دښځودنړيوالي ورځي دراتلو په باره کي دبهير غونډي دتياري اود مصرف په باره کي بيلا بيلو برخو کي معلومات ورکړل چي ددغي ورځي په مناسبت دمقالو شعرونو اونورو ليکنو مسوليت ګل مينه يوسفزي ته ورکړل شو . او دبهير د هري  غړي ته د پينځو ميلمنو د را تګ حق ورکړل شو،.
اغلۍ راحله نوري دښځود نړيوالي ورځي دمصرف په باره کي او دهغه دشرايطوپه باره کي پوښتنه مطرح کره چي اغلي شريف دهغي ځواب ورکړ دښځودنړيوالي ورځي په مناسبت دي د ميلمنو دليست جوړلووظيفه اغلي عزيزي افغاني ته ورکړل شوه .د ښځودنړيوالي ورځي دجوړولو او دهغي ورځي د لمانځني په باره کي دبهيرځانګړې
غونډه د دوشنبې په ورځ وبلل شوه.
دپروپیزشن دنده سوله نیازۍ ته ورکړل شو ،دښځونړیوالې ورځې په ویاړ اودښځو په وړاندې دمسایلو په هکله دډرامه لیکنه هم سولې نیازۍ په غاړه واخیسته .
دغونډې مشرې ددغې غونډې دجوړیدو طرحه دغونډې ګډون والوته وړاندې کړه ، دې وویل ددې غونډې منځپانګه طوبا ندا چمتوکوې
دشځودنړۍ والې ورځې په باره کې دډرامې لیکنه دبهیر پنځوغړوپه غاړه واخیسته پدې کې به ترټولوغوره ډرامه ټاکل کیږي .
دغونډې دویمه  برخه کې  دهوسۍ وفا لنډه کسیه دسګرټ ترعنوان لاندې کره کتنې ته وړاندې شوه .
آغلې هوسۍ وفا دغه کیسه له فرانسوي ژبې څخه پښتو ته راژباړلې وه وروسته د بهیر غړو خویندو دکیسې او دهغې دژباړې په اړه خبرې وکړې.
آغلې نظیفې نیازۍ دکیسې پیغام اوښایسته جمله بندي خوښه کړه .آغلې تورپیکۍ مومند ګرامري ستونزې په کیسه کې په ګوته کړې .پاکیزې نیمګړې دوفادکیسې دپیغام په اړه وویل : ددې کیسې پیغام منفي دﺉ ځکه دکیسې په پای کې دسګرټ داهمیت په اړه خبرې شویدي
د غونډي په دریمه برخه کې مشاعره وشوه او ټولو ګډونوالو خپل خوندورشعرونه دکلمه کړل او د ولایتونو له یوشمیر کلیو څخه دمیرمن بهیر غیابي غړو د ملفون په کرښه خپل شعرونه ولوستل.
او همدا راز په غونډه دا وپتییل شوه چی راتلونکې اونی کې به د اغلې سمین صدف په شغر کره کتنه کیږي غونډه د مازیګر د چای په څښلو سره په څلورو بجو پای ته ورسیده .هیره دی نه وی چی دمیرمن کلتورې ټولنیز بهیر اونیزه غونډه هر شنبه ماسپښین به یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په کلوب کې جوړیږی مینه وال دې خبر اوسی .
دمیرمن ادبي بهیرغونډه آغلې تورپیکۍ مومند وارزوله.