مجاهدینو د یوه کمونیست رهبر دشهادت ! ورځ ولمانځله


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمون
  • 1196

دپنجشنبې په ورځ  یو شمیر هغو کسانو چې ځانونه مجاهدین او دمجاهدینو دحقونو مدافعین بولي دافغانستان دیوه کمونیست رهبر طاهر بدخشی دزوکړې او شهادت ورځ ولمانځله. دغه مراسم د کابل په یوه ستر هوټل کې دمجاهدینو په پیسو جوړ شوي وو. په دغو مراسمو کې د مشهور مجاهدینو لکه د احمد شاه مسعود دورور احمد ضیآ مسعود ترڅنګ کمونیستانو لکه جنرال دوستم، لطیف پدرام ، رهنورد زریاب او ضیآ رفعت او نورو ډیرو مشهور مجاهدینو او کمونیستانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د احمد شاه مسعود دورور احمد ضیآ مسعود له شوره ډکه وینا وکړه او طاهر  بدخشی یې دهیواد له سترو شخصیتونو څخه وباله. په دې غونډه کې ځینو نورو قومپالو هم ویناوې وکړې.
د طاهر  بدخشی د سیاسي ژوند په اړه به لومړی د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دمرکزي کمیټې دسیاسي بیرو دغړي دستګیر پنجشیري دلیکنې یوه برخه را واخلو دستګیر پنجشیري لیکي:
((زنده یاد م.طاهر  بدخشی عضو فعال کمسیون کنگره ء موسس ( کنگرهء اول )
سخنگو  وگرداننده کنگره ء اول جمعیت دموکراتیک خلق ، یکی از بنیادگذاران مبتکر وجوان  جمعیت  یکی از هفت عضو اصلی کمیته مرکزی منتخب کنگره ء اول  مسوءول شعبه تشکیلات  جمعیت ، عضو کمسیون تدوین  مرامنامه  وعضو کمسیون اساسنامه  ء  جمعیت دموکراتیک خلق ، مسوءول  رهبری وگرداننده ء  تظاهر خیابانی سوم عقرب 1343 شهر کابل ،تظاهر خیابانی 1345 دفاع از فرکسیون پارلمانی جمعیت دموکراتیک خلق  و اعتصابات  دانشجویان  دانشگاه  کابل وسرانجام رهبر  با استعداد  سازا  بود.))
طاهر بدخشي په افغانستان کې له نورو کمونیستانو دمخه کمونیستي مبارزه پیل کړې وه ددې لپاره چې نور مجاهدین هم دهغه له مبارزو خبر شي په دې اړه دلیکنې یوه بله برخه رااخلو:
((در سال 1331 در تشکیل اولین سازمان سیاسی به نام " آبادی خواهان میهن " تحت رهبری عبدالروف خان شهردارفیض آباد باشماری از روشنفکران بدخشان اشتر اک ورزید.
درسال 1342 یکی از اعضای جوان وفعال اولین کمیتۀ 7 نفری سرپرست بودکه درکابل هستۀ جمیعت دموکراتیک خلق راگذاشت؛این کمیته از شادرو ان غلام محمد غبار،علی محمد زهما، محمد صدیق روهی، محمد صدیق فرهنگ،ببرک کا رمل،نورمحمد تره کی و بدخشی تشکیل یافته بود که سر انجام در 11 جدی سال بعد 3 تن اخیر الذ کر که درآن شادروان بد خشی نقش فعال داشت؛نخستین کنگرۀ جمیعت دموکراتیک خلق را جمعاٌ با 27 نمایندۀ انتخابی برگزار کردند.
در 1344مظاهرۀ باشکوه سوم عقرب را در کابل رهبری کرد که به جرم آن مدتی ز ندانی گردید.
پس از انشعاب جناحهای خلق و پرچم در سال 1346 با هواخوا هانش جناح خلق را برگزید و یکسال بعد در 15 اسد 1347 " محفل انتظار" را بوجود آورد که در مدت کوتاهی به " سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان " تکامل یافت.))
ویل کیږي ددغې غونډې لګښت د احمدشاه مسعود بنیاد ورکړی دی ، داچې مجاهدین او په تیره دمجاهدینو دیوه قوماندان احمدشاه مسعود وروڼه ولې دیوه کمونیست رهبر د زوکړې او شهادت ورځ لمانځي زما فکر خو روته نه رسیږي کیدای شي دطاهر بدخشي له خوا دجوړ شوي کمونیست قومي ګوند(محفل انتظار) پروګرام چې ۴۳ کاله دمخه جوړ شوی و، دوی دې ته هڅولي وي چې ددغه کمونیست رهبر ورځ ونمانځي د بدخشي د محفل انتظار دګوند اهداف په لاندې ډول و:
1-  فدرالیسم نظام سیاسی آینده ی ماست.
     2-  استقلال اندیشه و نا وابستگی سیاست ماست.
     3-  تمکین به دین اسلام بحیث دین مردم فرهنگ  ماست.
     4-  مبارزه علیه هرگونه ستم ملی و طبقاتی منشورویژه ی ماست.  
     5-  کوشش در راه ایجاد جبهه ی متحد ملی شعار ماست.
     6-  طرح و حل مساله ملی عمده ترین شعار ما  از مسایل مهم سیاسی جامعه است.
     7- آزادی بیان، حرمت انسان، دفاع از زنان و حمایت جوانان چهارگوهردراندیشه ما هستند.  
     8- تفاهم وانعطاف با نیروهای مستقل مردمی وملی ازاصول مهم مبارزاتی ماست.  
     9-  نام واقعی سرزمین ما ایران و خراسان است، آریانا و افغانستان مفاهیم انحرافی و تردید آمیزی هستند.  
     10-  زبان فارسی دری هویت ماست، مبارزه برای حفظ پاگیزگی آن از اهداف فرهنگی ماست.
دا دطاهر بدخشي د کمونیست ګوند کړنلاره ده چې ۴۳ کاله دمخه یې طرحه کړې وه او اوس مجاهدین او کمونیستان په ګډه غواړي دبدخشي ارمانونه عملي کړي. دا دومره مبارزې، جهاد او وژنې دهمدې لپاره وې؟