همدرد به سبا پرې خبر شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • فطرت پكتياوال
  • 1441

د پكتيا والي جمعه خان همدرد په شمال كې د پښتنو د مشر په حيث ښكلى نوم او شخصيت لري او ډېر وخت يې په شمال كې د پښتنو نه په لويه كچه په لويو مسايلو كې په كلكه دفاع كړې او كوي يې او لا هم د شمال پښتانه دۀ ته دا تمه لري چې همدرد به د ژوند تر اخېر سلګۍ پورې دوئ ته كار كوي.
اوس چې همدرد صاحب په پكتيا كې د والي په حيث دنده اجرا كوي او د قومونو په چارو كې د جمهوري رياست مشاوير وزير هم دى د شمال پښتانه ورته ډېره تمه كوي چې په شته واكمني كې به يې دوئ ته خير ورسيږي، خو په هر صورت پكتياوال چې له همدرد څخه څه غواړي هغه د هغه په ادراي سيستم كې تغير دى ځكه چې پكتياوال تر ستوني پورې راورسېدل.
مخكې له دې چې  والي ته پكتياوال پيشنهاد وكړي موږ هغه نقطې چې د دۀ له پاره مهم دي اوس يادوو.
كله چې والي دومره كلك محبوبيت په شمال او پكتيا كې پيدا كړى او غواړي هم چې دا محبوبيت وساتي نو ورته په كار دي چې دې خبرو ته پام وكړي كه چېرې دا كارونه ونه كړي نو كېداى شي چې په ټول هيواد كې شته محبوبيت له منځه لاړ شي.
په ويكيليكس كې چې كومې خبرې راغلې وې لومړى د هغو خبرو يو لنډ جاج اخلو.
د پكتيا والي په پيسو اخيستلو تورن شوى چې دا رښتيا هم داسې ده كه دى په خپله پيسې نه اخلي نو د دۀ د د فتر ريس حشمت يوسفي د ساختماني شركتونو څخه پيسې اخيستې. دا د هغه وخت مالومات نه وو كله چې والي په كور د كېناستو نيت وكړ نو حشمت يوسفي يې په په شمال كې په خلكو زيري كول چې همدرد د جمهوري رياست له خوا كور ته ولېږل شو چې ښكاره ثبوت يې په هغو شپو ورځو كې په پكتيا كې د شمال د استازي ضياالدين په كور كې مېلمستاوې وې.
د دې نه وروسته دا خبره دا هم ده چې كله دولتي تعميرونه تسلميږي نو والي يې د پكتياوالو د خوشالي په نيت چې كار سم نه وي اجرا شوى كار نه تسلموي خو د والي صاحب د دفتر ريس حشمت يې په مقابل كې پيسې اخلي او بيا يې په هغو څو ورځو كې په يو طريقه د والي صاحب په پټه امضا تسليموي كه چېرې څوك پيسې ورنه كړي نو كار يې په مياشتو مياشتو معطل كيږي.
او بله خبره دا ده كه والي د حشمت سره په پيسو كې نه وي شريك نو ولې هغه سړكونه او دولتي ودانۍ چې د كار كيفيت يې خراب وي او نه غواړي چې دولت يې له شخصي شركتونو څخه تسليم كړي، يو مياشت وروسته بيا همغه كار چې والي يې مخالفت كوي بيا اجرا كوي چې دا ښكاره خبره ده چې دلته پيسې اخيستل شوې دي، كه نه وي اخيستل شوې نو ولې هغه سړك او وداني چې والي يې نه غواړي په هغه شكل تسليميږي؟؟
او بله خبره دا كه والي د شمال پښتنو ته كار نه كوي او يا يې نه شي كولى له دې ځاى څخه نو د پكتيا له پاره به څه وكړي؟ په پكتيا كې له دۀ نه راتاوو اداري سيستم د مزار د والي عطا محمد نور له پاره كار كوي، كه دى وايي چې نه يې كوي لوى ثبوت يې دا دى چې حشمت يوسفي د والي ټول پلان چې د سبا ورځې له پاره يې لري په پكتيا كې د شمال استازيو ته په يو او بل نوم سپاري.چې دا كار د والي كارونه له ځنډ سره مخ كوي، كه د والي صاحب په دې خبره باور نه كيږي او خپل كاري ټيم ښه بولي نو ورسره وي دې او هغه كيسه دې په ذهن كې ولري چې يو كور ته غلۀ ورغلي وو او دېوال يې سورى كاوۀ د كور مالك چې راوتلى وو نو ورته ويلي چې څه كوئ؟ هغو ورته ويلي وو چې ډول وهو هغو ويلي وو چې دا څنګه ډول دى غږ نه كوي؟ هغو ويلي وو چې د دې ډول غږ به سبا واورې، نو اوس كه والي اقدام ونه كړي او په خپل اداري سيستم كې تغير رانه ولي نو خبر دې وي چې ((همدرد به سبا پرې خبر شي)).