له زده کړو بې برخې کول = مادي او معنوي غميزه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1102

 ددولتي سرچينو په وينا ، سږ کال د لوړو زده کړو وزارت  دولتي پوهنيزو   موسسو ته د جذب په موخه،   له شاوخوا ١٢٠زره تنو څخه دکانکور ازموينه واخسته چې له  دې ډلې څخه  ٢٥٥٠٠ تنه د لوړو او څه باندې ١٨زره نور د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته بريالي   او نور يې ناکام اعلان  شوي دي.

 دالومړى ځل ندى چې په  افغانستان کې  لسګونه زره زده کوونکي بې پايلې پاتې کېږي . بلکې دحامد کرزي په مشرۍ   درامنځته شوي  حکومت  په تېره لس  کلنه دوره کې هرکال  لسګونه زره ځوانان دسواداو پوهې  له خواږه نعمته بې برخې پاتې  کېږي .
 سږ کال  دزده کړو دولتي  موسسو ته  دجذب  ظرفيت دپخوا په پرته ډېر دى پخوا  ايله   شل پنځه ويشت زره زده کوونکي  لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته جذبېدل   خو که په اوسنۍ شمېره يې هم  قيا س کړو وينو چې هرکال  يواځې  په سلو کې شل زده کوونکيو ته د لوړو زده کړو زمينه برابرېږي . او په سلو کې اتيا ځوانان مو بې برخليکه  پاتې کېږي . 
د افغانستان د ارواښاد او تېر هېر اساسي قانون د  دري څلوېښتمې مادې له مخې، زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى، چې تر ليسانس دورې وړيا د دولت له خوا تامينېږي.
دهمدې  نادقيق   او تقريبي قياس له  مخې اوس موږ يواځې دحامدکرزي ددورې  اته سوه  زره بې برخليکه زده کوونکي لرو چې له شک پرته دادردوونکې شمېره اوستره غميزه  ده .
 دې کار ټولنه د  علمي کادرونو له کموالي سره مخ کړې او يوې غميزې او پوهنيزې فاجعې ته لار هواره کړې ده . 
   د علمي کادرونو کموالى پر ټولنيزو، سياسي  کلتوري او اقتصادي فعاليتونوډېره  ناوړه اغېزه کوي.
 حقيقت دادى چې  د لوړو او نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته د جذب ياده کچه ډېره ټيټه    او په هېڅ ډول زموږ دهېواد او دفارغو ځوانانو  اړتيا وو ته ځواب نشي ويلى .
دولتي چارواکي کله پرافغان ولس اونړيوالو  داحسان بارولو لپاره  دمعارف اوسنۍ کچه دطالبانو له دورې سره پرتله کوي . پوښتنه داده چې  آيا دطالبانو په دوره کې دومره مرستې وې ؟  ايا اوسنۍ کلنۍ  دولتي بوديجه  دطالبانو له دورې لس چنده لوړه نه ده .
که تاسې له طالبانو سره ځانونه پرتله کوئ نو،بيا  هغوى ولې  له معارف سره په دښمنۍ تورنوئ . 
 افغانستان يو وروسته پاتې هېواد او دنړۍ تربل هرهېواد لوست او پوهې ته ډېره اړتيا لري  . ښايي دګوتو په شمېر داسې هېوادونه وموندل شي  چې د نالوستۍ کچه او سلنه  پکې له افغانستان څخه ټيټه وي .
وړاندې هم افغانان چندان دلوست په قدر او ارزښت نه پوهېدل  اونه ورته چارواکيو دازمينه برابره کړې وه  خوتېرو دري دېرش کلنو جګړو هم  دافغانانو په نالوسته اوبېرته پاتې کېدلو کې مهم رول ولوباوه . 
افغانستان ړنګ او کنډواله هېواد دى او  ترهرڅه ډېر بيارغونې ته اړتيالري . اوبيارغونه له  پوهې او زده کړې پرته ناشونې ده .
 ښايي  بهرني لاسونه هم  دافغانانو په نالوسته پاتې کېدلو کې   نيغ اويا دپردې ترشالاسونه ولري ځکه چې دافغانانو نالوستي ددوى په ګټه ده .، هغه کسان چې په بهرنيو هېوادونو کې سړکونه جارو کوي  او يا په هوټل کې د لوښو وينځلو ظرقيت هم نلري  دلته   دمشاورينو په نوم راوستل کېږي او لسګونه زره ډالره معاش اخلي . نو که په افغانستان کې متخصصين او کارپوهان ډېر او يوواقعي ملي حکومت رامنځته شي .  نو ښکاره ده چې ددوى کډې به له افغانستان څخه بار او هلته به بيا دپيازو اوکچالو په کرونده کې کار کوي .
 دبهرنۍ لاسوهنې ترڅنګ دافغان حکومت   بې کفايتي ، کم ظرفيتي  او د ولس دښمنه پاليسۍ فکتور   هم  دافغانانو د نالوسته پاتې کېدلو يو لامل دى .
  داچې هرکال  يواځې دکانکور  يا په دولتي موسسو کې دجذب دظرقيت دنشتون له امله  زموږ  اتيا زره ځوانان نالوستي او کوڅه ډبي پاتې کېږي  حکومت ددې بحران دتوجيه لپاره  هېڅ معقول دليل نلري .
 ددولتي چارواکيو زامنو ته په بهرنيو  هېوادونو کې په ډېر پرمختللو پوهنتونونو کې دزده کړې زمينه برابريږي. افغانستان ته چې کوم زده کړيزبورسونه راځي هغه هم په  ناانډوله  توګه وېشل کېږي .  دلوړوزده کړو فاشيست مشران يې  پښتنو زده کوونکيو ته  نه ورکوي ځکه پوهېږي چې د  پوښتنې  يې څوک نشته اوټولې په خپلو کليوالو او قوميانو وېشي .  
 ديو کار دنه ترسره کېدلو په  وړاندې لوى  خنډمالي ستونزې وي او له بده مرغه موږ په  متواتره توګه اورو چې هرکال دافغانستان  پراختيايي بوديجه بېرته مستردېږي چې  دپوهنې او دلوړو زده کړو  د وزارتونو بوديجه هم په همدې جمله کې ده . دابوديجه ددې لپاره وي چې  پوهنتونونه او ښوونځي پرې جوړ اوډېر زده  کوونکي جذب کړل شي ، داددې څرګندويه ده چې موږبوديجه لرو خو زموږ په چارواکيو کې يا دکار استعداد او ظرفيت او يا هم  د خدمت  مينه او جذبه    نشته. 
     ځوانان د ټولنې اصلي جوړوونکې  او دملاتير ګڼل کېږي  ،ځوانان دهېواد او ټولنې  معماران  ، حال او راتلونکى دى  . دځوانانو په رول او اهميت سترګې پټول   په حقيقتونو سترګې پټول دي که چېرې هرکال په لسګونه زره زده کوونکي بې پايلې  اعلان او بې برخليکه  پاتې  شي، نو ډېرې جبران نه منونکې پايلې  او  ناوړې اغېزې به ولري ، ددې ځوانانو دبوختيا لپاره  کار او روزګار هم نشته ، افغان حکومت   دبې دريغه بهرنيو مرستو برسېره بيا  هم افغانانو ته کاري  زمينې نه دي برابرې کړې  نو هرومرو به دوى   ناامني رامنځته کوي  ، د نشه يي توکيو قاچاق او استعمال ته به  مخه کوي. او يا هم مجبور دي چې  په قاچاقي لارو بهرته دوتلو تکل وکړي چې په پايله کې يې ددوى  سر او مال دواړو ته خطر دى .
 له لوړو زده کړو دځوانانو بې برخې کول  دهغوى دنهيلۍ او دروحياتو دماتولو په معنى دى 
نو حکومت ته په کار  دي چې نور دسوۍ  (خرګوش ) له خوبه راپاڅيږي  ، دي جدي ستونزې ته جدي حل ولټوي او په دې اړه دې له واقعي کارپوهانو اومتخصصينو سره مشوره وکړي  له ځان جوړو او  دپرديو لخوا دتپل شويوتش په نوم  کارپوهانو سره نه او پدې اړه  دې معقوله او شفافه  
  اوږد مهاله ستراتيژي جوړه کړي. يواځې کميت (څومره والي ) ته توجه هم درد نه دوا کوي بلکې ترڅنګ يې کيفيت ( څرنګوالي ) ته هم پام ډېر اړين دى. 
يواځې دزده کړو زمينه نه، بلکې دولت بايد اوزګارو نالوستو ځوانانو ته  حرفوي کورسونه هم جوړ کړي.
     د ولايتونو په دولتي پوهنتونونو کې دې   پوهنځي ډېر او  ځينې داسې انستيتيوتونه دې جوړ شي چې لږ لګښت ته اړتيا لري.
    په مرکز او ولايتونو کې دې  د شپې پوهنځي جوړ او د لوړو زده کړو په برخه کې دې ځوانانو ته داسې لارې چارې برابرې کړ ل شي، چې له لرې هم  د مخابراتي وسايلو (انټرنټ) له لارې زده کړې وکړل شي.
   ډېر کسان په خصوصي پوهنتونونو کې د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې نه شي کولاى، 
  پدې  نادولتي موسسو کې له ٣زرو تر ١٧زرو افغانيو مياشتنى فيس اخيستل کېږي.
 حکومت هم  دخصوصي پوهنتونونو دکنترول لپاره هم هېڅ پلان  نلري او په دې اړه رشوت ، روابط او شخصي اړيکې هم بې اغيزې ندي.