په بلخ کې د (راځئ، چې سبق ووایو!) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمیر ساپی
  • 1291

ضمیر ساپی- بلخ ادبي خوځښت

((راځئ، چې سبق ووایو)) د زده کړو د ارزښت په اړه د هغه یو ورځني علمي سیمینار نوم دی، چې نن د غويي په دویمه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سلګونه تنو په ګډون جوړ شو.
دغه سیمینار د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې په ملاتړ د بلخ ادبي خوځښت له خوا په لاره اچول شوی و، چې د سیمې مخورو مشرانو، ښوونکو، زده کونکو، د هېواد سترو لیکوالانو او یو شمېر چارواکو په کې برخه اخیستې وه.‎
د بلخ ادبي خوځښت غړي او ددغه سیمینار یو سمبالونکي غلام رسول ملکزي د سیمینار موخه د زده کړې عامول وبلل او زیاته یې کړه: ((مونږ د سیمې مشران، ښونکي او زده کونکي ددې لپاره راغونډ کړي، چې په دغه سیمینار کې د استادانو له مقالو څخه د زده کړې د ارزښت په اړه پیغامونه واخلي او سیمې ته یې انتقال کړي.))
د نوموړي په وینا هغه مشران، ښوونکي او زده کوونکي، چې په دغه سیمینار کې یې برخه اخیستې وه؛ د خپلو سیمو پاته کورنۍ، ځوانان او ماشومان به تعلیم ته وهڅوي.
هغه وویل: ((د بلخ په چاربولک، چمتال، بلخ او شولګره ولسوالیو کې چې پښتانه اکثریت دي، د ځینو لاملونو له امله تعلیم ټکنی دی.))
نوموړي لاملونه په ګوته نه کړل؛ خو یاده یې کړه، چې له زده کړو سره د پښتنو د مینې د زیاتولو لپاره یې سیمینار جوړ کړی دی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر استاد عبدالغفور لېوال په خپله مقاله کې وویل، چې کورنۍ د ماشوم د زده کړې لومړنۍ ټولنیز واحد دی.
نوموړي وویل، چې ماشوم لومړی له خپلې کورنۍ څخه د پوهې لاسته راوړل پیلوي او له دې کبله کورنۍ ښايي ډېرې حساسې وي.
نوموړي زیاته کړه، چې پښتانه لا تراوسه هم ټوپک او تورې په کورونو د ویاړ لپاره ساتي او دواړه یې د وژنې په خاطر کارېږي.
لېوال وویل: ((ښايي، چې د ټوپکو او یا هم تورو پر ځای په کور کې کتابتون جوړ کړو او ماشوم له وړوکوالي له کتاب سره روږدي کړو.))
په یاد سیمینار کې ډاکټر ابراهیم شینواري بیا د نجونو د زده کړې د ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: ((په څېړنو کې ښوول شوې، که چېرې یو نارینه لوستی شي؛ نو یو راتلونکی نسل به لوستی لوی شي او که یوه ښځینه لوستې شي؛ نو پنځه راتلونکي نسلونه به لوستي لوی شي.))
د نوموړي په وینا په ا فغانستان کې تر ټولو زیات ښځې له زده کړو څخه محرومې پاته شوي دي او ښايي چې دې موضوع ته کورنۍ کار وکړي.
د کابل پوهنتون استاد امیرجان وحید احمدزي هم د زده کړو د ارزښت په اړه مقاله ولوسته، چې په ترڅ کې پښتانه وهڅول، چې ماشومان ښونځیو ته پرېږدي.
همدارنګه د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې مسول ذبیح الله احساس، د بلخ پوهنتون استاد غلام نبي کریمي او د بلخ ا دبي خوځښت غړي جاوید خان واک په اړوندې موضوع مقالې ولوستې.
((راځئ، چې سبق ووایو)) د علمي سیمینار په مالي لګښتونو کې د پکتیکا د والي په ګډون د بلخ دوو فرهنګپال مشرانو حاجې عبدالله مندوزي او ګل رحمان همدرد لاسونه سره ورکړي وو.
د یادونې ده، چې د بلخ ادبي خوځښت د نږدې اته کلونو راهیسې په بلخ کې فرهنګي او کلتوري هڅې پيل کړي دي، چې په دې وروستیو کې یې د نوي کال په ویاړ پسرلنۍ مشاعره جوړه کړې وه.