لیکوال :فرید ذکریا
ژباړن :ایمل یوسفزی
ټاکل شوې ده ، چې لیون پانیتا او دیود پیرایوس ، دواړه خپلو نویې دندې په پنتاګون او C.I.Aکې اشغال کړي،دوی باید له دغې موکې څخه داسې استفاده وکړي، چې د امریکا ، استخباراتو او د ملی امنیت پلانونو ته یو نوې، لوری ورکړي.
د استخباراتي ټولنې په اړه فکر وکړﺉ. موږ هر کال 80بیلونه ډالر په استخباراتو مصرفوو،چې دغه رقم د نړی د نورو هیوادونو د ټولټال له مصارفو څخه زیات دی،خو موږ لا اوس هم د تل په څیر ، نړیوالو پیښو ته چمتوالی نلرو، سی ای . آ د شوروي اتحاد د پرزیدو،د غربي اروپا اوښتون، د یوګوسلاویاد تجزیه کیدو،د سبتمبر ۱۱،د صدام حسین د عامه وژنې د غیرې موجود وسله خونو، د نړیوال اقتصادي، بحران، او په دې وروستیو کې د عربی هیوادونو ، بدلونونو په اړه فکر نه وه کړی. زه دا نه وایم چې ددغو پیښو وړاندوینه ، ممکنه وه. ډیرو کمو خلکو او ادارو، ددغو پیښو اټکل کړی وه، خود وخت سره یی سم نه وه کړی، او هغو چې پخپل وخت ددغو پیښواټکل کړی وه، دوی ډیر ښه قسمت درلود.نړیوال اقتصادي بحران رامنیځته کیږي، او د ډیرو پیچلواو ناڅګرندو لاملونو له وجې رامینځته کیږي. چې درک کول یې اسانه دي.اهداف باید چمتوالی وي، حکومت باید پالیسي جوړونکي، او بیروکراتان ، په نړیواله ، سیمیزه، او ملی کچه د تیزو بدلونونود پیښیدو لپاره چمتو کړي. دوی باید له وړاندې، د یو تصادفي بدلون او د نویو شرایطو د راتلو په هکله فکر وکړي، او پالیسي جوړونکي دې ته وهڅوي،چې دغسو پیښو سره په ښه توګه مبارزه وکړي. دا هغه څه دي، چې یو کامیابه خصوصی کمپنۍ د بحران په اداره کولو کې له نورو څخه بیلوي. په واشنګټن او په ټوله امریکا کې خپرې شوې میتلوژۍ برعکس، بانکونه، لکه JP Morgan او Goldman sachs, په دې نه پوهیدل چې د کورونو مارکیت به په ۲۰۰۷ کال کې داسې راولویږي. دوی کولاﺉ شو ، ددغه چار وړاندوینه په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې کړې وه، تکیه پردې باندې ددې لامل شو چې زیاتې پیسې له لاسه ورکړي، او ډیرو کمپنیو تاوان وکړو، هغه څه چې ، JP Morgan , Golman Sachs او نورو د مالي بحران د مخنیوي لپاره وکړو،هغه دا وه، چې په ډیره هوښیارۍ او احتیاط سره يې بحران اداره کړلو.دوی په مارکیت کې د تیز او نا څاپي بدلون لپاره چمتوالی درلود. دوی د ناڅاپي بدلون د احتمالي پیښیدو لپاره ځا ن چمتو کړی وه. نو ځکه زه هیله مند یم چې د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي، د سعودي عربستان د بحران لپاره ډول ډول طرحې په نظر کې نیولې وي. د منځني ختیځ د پيښو له تاثیراتو، نه تر ټولو نه پیچلې به په سعودي عربستان کې لاریونونه وي. دا احتمالي نده بلکې ممکنه ده. د سعودي عربستان شاهی نظام پخپله ټولنه کې ژورې ریښې لري. د مذهبي ډلو سره ټړونونه لري، او زیاتې پیسې چې خلکو ته یې د بډې توګه ورکوي.مګر سره ددې هم په ټولنه کې درزونه شته، د ټولو نه په څرګند ډول د شعیه او سوني ډلو تر مینځ.که چیرته دغه اختلافاتو یو ځل سر راپورته کړو، نو ډیرې لړزونکې پایلې به ولري. واشنګټن باید چې په ډیره هوښیارۍ او چټکۍ سره غبرګون ښکاره کړي.دا به تر ټولو سمه وي، چې موږ باید له وړاندې لومړني، پلانونه ولرو او له خپلو ټلوالو سره مو پرې بحث کړی وي. نه دا چې کله پیښه رامینځته شي او خپل اوج ته ورسیږي، په تلویزیونو کې نشر شي او له موږ نه د کړنو غوښتنه کوي.
بله لاره چې موږ چمتو ساتي، هغه داده چې ، ثابت مالي حالت او ژمنتیا ولرو. بیا نو تاسو کولاﺉ شﺉ چې له پيښو سره معامله وکړﺉ.د شخصي سکتور نه دلته قیاس کوو. د مالي بحران څخه د وتلو بنسټیز عنصر له حده زیات نفوذ لرل ندي، بلکې ، په کافي اندازه د نقدو پیسو ساتل دي، چې تاسوته دا وړتیا درکوي، چې سختو شرایطو سره مبارزه وکړﺉ. امریکا په هره مانا ډیره غزیدلې ده: د قرضو د ستونزو سره لاس او ګریوان ده، د نړې په بیلابیلو هیوادونو کې په جګړو پوښته ده، او اټکل کیږي چې په دیموګرافیک ټایم بمب به ولګیږي. موږ به ددې وړتیا ولرو، چې ددغو ټولو ستونزو نه ووځو، تر هغه وخته چې موږ له بل کوم لوی بحران سره مخ نشو.دا یو مطمیّن موقعیت ندی، په کوم کې چې حاضردمه ولاړ یو.
جاپان ته وګورﺉ، چې څنګه دوی د یوې لوې زلزلې لپاره چمتوالی درلوډ، سره ددې چې یوې ډیرې لوړې زلزلې سره د سونامي وځپلو ، خو بیایی هم ددې وړتیا درلوده ،چې د ځاني تاوانونو کچه ټیټه کړي. په تیرو دوو لسیزو کې یې ځان ، له ډیرو لویو کسرونو څخه خلاص کړو.ددوی پورونه ۲۰۰ سلنه د خالصو ملي عوایدو نه زیات دي ـ دغو ستونزوته د رسیدلو لپاره په کافي اندازه منابع هم نلري ، چې خپل اقتصاد بیا په پښو ودروي.
موږ به هیڅکله هم ددې وړتیا ونلرو، چې راتلونکي جیوپالیتکي،اقتصادي او د طبعي آفتونو د پیښیدو وړاندوینه وکړو.مګر موږ کولاﺉ شو چې ځان داسې وښایو چې چمتو یو، او اوس چې څومره نقدي پیسې په بانک کې لرو ، ددې نه لږې نورې هم زیاتې ولرو.