ښه شوه چي ویښ شوو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدرفيق عزت
  • 1010

تېره دوشنبه چي له ۲۵.۴.۲۰۱۱   نیټي سره برابره وه د لندن په هیواد کي یو شمیر غیرتي او پر هیواد مینو افغانانو د ډیورن منحوسي کرښي پر خلاف یوه غونډه  او ورپسي لاریون وکړ او تر اینګلیس پارلمان پوري یي ځان ورساوو او خپل  د عتراض غږ یي جګ . په رښتیا هم چې دغه غونډه او لاریون زموږ د حقه غوښتني او افغانانو د یوالي  یوه ښه پیلامه ګڼلای شو . داچي ددې کرښي  په تیریدو سره افغانانو څومره تکلیفونه او تاوانونه وزغمل تر دي تیریږو خو پر دي باید بحث وشي چي د له منځه وړلو لپاره یی موږ باید څه وکړو . زما په نظر دغه یون چی په لندن کي پیل شوي دی نه یوازي ملاتړ یي وشي بلکي له لر اوبر افغانستان نه ورته قومي مشران او ګوندي رهبران ورشي او په خپل ګډون دغه یون لا قوي او د ټول افغان د یوالي ښه بیلګه وګرځوي  بل داچي د دغو غونډو کول باید په  هره میاشت کی وشي او پر یوه مکمله پریکړه جوړولو هم باید کار پیل شي  چي  ورسته نوموړي پریګړه د ملګروملتونو اداري ته وسپارل شي او دغه مهمه موضوع د نړیوالي اداري له لار حل او حق حقدار ته ورسیږي .
 بله مهمه خبره دا ده چی د هر کارتر شا رسمی  ملاتړ ډیر اړین دی نو زموږ حکومت باید د دغه یون ملاتړ له مالي او معنوي اړخه وکړي ځکه چي اوس خو زموږ دولت د نړۍ له ډيرو هیوادونو سره دوستانه اړیکي لري  او دهغو ټولو هیوادونوملاتړ هم باید تر لاسه کړي چي موږ ورسره ښه اړیکی لرو تر څو هغوي په ملګرو ملتونو کي زموږله دې حقه غوښتنی ملاتړ وکړي .
یوه بله خبره چي زما له نظره ډیره اړینه ده  هغو ویښو افغانان چي دغه یون یي په ډیره میړانه پیل کړی دې  کي ته باید متوجه شي  چي دغه موضوع  د مقابل لوري لپاره وړه او بي ارزښته خبره نه ده  نو مقابل لوری هم تر خپله وسه کار کوي تر څو دغه ډول حرکتونه په نطفه کي خنثا او له ماتي سره مخامخ کړي. نو اوس زما له نظره مقابل لوري مخکي تر مخکي خپلي هڅي پیل کړي تر څو دغه حرکت وځپي . لمړی خو غواړي چي په دغه یون کي د خپل ځان لپاره لاسپوڅي داخل کړي تر څو هغه غیرتي افغانان چي حوصلې یی له اسمان سره خبري کوي نا هیلي او یو شمیر نور یي  په امتیازاتو وغولوي او هغه هیوادونه چي په راتلونکي کي به په نړیواله ټولنه کي له موږ نه ملاتړ کوي  دهغوئ نظرونه هم د ځان په ګټه واړوي .نو په دغه برخو کي زموږ ویاړلي مشران باید ویښ او ګړندي اوسي تر څو تر دوښمن وړاندي هدف ته ځان ورسوي .
بل داچي زموږ لیکوالان .مطبوعاتیان . روڼ اندی په ځانګړي ډول رسنۍ هم باید په دي برخه کی مسولیت خپل فرض وګڼي او ورته کار وکړي. زه په دي برخه کي یو څه ګیلمن پر دي یم که دغه  د مرګ ژوبلي خبر وایي اوس به یی دټولو رسنیو په سره ټکو کي ځای درلود یا هم کوم انځور په فیس بوک کي چا خپور
کړي واي نو ضرور به هر لیدونکي لاندي خپل نظر ورباندي لیکلی وو خو دغي موضوع  ته بیا د رسنیو له لوري هيڅ ارزښت ورنه کړل شو. زه وایم رسنیو باید دغه مهمه موضوع د خبرونو سرټکو ته راوړي او ورباندي مرکي او سیاسي نظرونه هم غوښتي واي. تر څو ټول هیوادوال له دي میړڼی عمل نه خبر او په
اړه یي نوي فکرونه هم وکړي .خوپه راتلونکي کي زه هلمند چي افغاني رسنۍ دغه ټکي درک وکړي او د دي حرکت ملاتړ  وکړي