اوباما د بې پیلوټه تروریزم لیکوال


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکتر عبدالروّف
  • 1129

لیکوال : ډاکتر عبدالروف
ژباړن: ایمل یوسفزی
منبع:ریولت اف د پلیبس


دا د  C.I.A پالیسي ده، چې ، د سولې خلاف، له غوغا ډک رهبران سپینې ماڼۍ ته ورسوي، چې په دې توګه نړی کنترول کړي،او د نړۍ زیرمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. ولسمشر اوبا هم له خپلو مخکینیو نه توپیر نلري. صهیونیسم ، هم دې ته ورته هغه لومړي وزیران واک ته رسوي، چې د مسلمانانو ، عربانو،اود سولې مخالف وي. د اسرایلو له غیرې قانوني جوړیدو نه لا تر اوسه پورې یې په فلسطین کې  د اسرایلو لخوا د نسل وژنې ملاتړ کړی دی. د موساد شبکه ددې لپاره کاروي چې ، خپلې ټولې غیر قانوني وسلي تقویه او زیاتې کړي او  د اسرایلو ځمکنۍ پراختیا چټکه کړي، چې دوی هیڅ کله هم د فلسطین د هیواد خپلواکي نه مني.
کله چې ډیموکراتانو، د سي ای ای د اجنټانو په وړاندیز دننه په پارتۍ کې ، بارک حسین اوباما ولسمشرۍ لپاره ونوماوه،  ډیریو په لویدیځ کې اوباما ته په عیسوي جامه کې د مسلمان خطاب  وکړ.ډیرې سترګي حک پک پاتي شوي، او غربي اسلام ضد میډیا ، لا  وار د وړاندې داسې  وړاندوینې کولې ، چې، اوباما به پخپل بهرني سیاست کې اسلامي اجندا تعقیب کړي. او د سي ای ای ، اجندا ته ، چې موخه یي په اسلامي نړی کې ، د تروریزم د پروژو پلي کول دي، د پای ټکی کیږدي. او دی به د امریکا اجیرې اوردو ته چې اوسمهال په اسلامي نړی کې په ډیره وحشیانه توګه ، د مسلمانانو وینې تویوي او ددوی شتمني لوټوي ، لاره اواره کړي ، چې بیرته خپل هیواد ته راوګرځي. او په شرابو ، او نورو عیاشیو سره ، چې ورته د سپینې ماڼۍ لخوا برابریږي ، استراحت وکړي.
د ولمشریزو ټاکنو د کمپاین په موده کې افریقاي الاصله امریکايي ، معصوم اوبا ما ،د بدلون نارې سورې وهلې، چې دی به د امریکا په بهرني سیاست کې  نړیوالي سولي ته لومړیتوب ورکوي. د بوش فاشیستې پالیسۍ ، چې نړۍ ډارولې، عقیده لري ، چې اوباما غواړي ، چې د امریکا امپریالیستي پالیسي په نړۍ کې خپلې هستې ته بیرته راوګرځوي.
تر ټولو خرابه لا دا، چې د نوبل کمیټه هم، احمقه شوه، چې دده په صداقت او د سولې په موخو باندې باور وکړي. او ده ته یې د   سولې جایزه ورکړه، او فکر یې کاوه ، چې د اوباما په راتګ سره به نړۍ  خوندي شي او سوله به  راشي. اګر چې اوبا دا ثابته کړه، چې دی  یو هوښیار خاین دی.په ښکاره ډول یې له سی ای ای او پنتا ګون نه، د خپلې  طرحه شوې پالیسۍ (بدلون) په اړه، هدایات اخیستل. بنآ اوباما د لیبیا په خپلواکۍ هم برید وکړ، او  په ښکاره ډول د لیبیا خلک وژني،  ده په دې کار سره ثابته کړه، چې دی هم د بوش د پلار ځوی دی.
اوباما  دریځ د مسایلو په وړاندې هر وخت بدلون کوي ، له یوې موضوع نه بلې ته ، او له یوه حالته بل ته ټوب وهي. اوباما داسې ځان ښوده ، چې دی یو معصوم افریقايي دی، او دی غواړي، چې امریکا ته بدلون راولي. مګر ده ثابته کړه، چې  په حقیقت کې دی د دیموکراسۍ په جامه کې ، یو خونخوار دی. اوباما د ټولو هغو خلکو په مخ د څپیړې ګزار وکړ ، چې فکر یې کاوه ، چې اوباما به له بوش څخه توپیر ولري. مګر اوباما ثابته کړه، چې دی هم هماغومر بد دی، لکه څنګه چې بوش او د ده پلار مشر پوش و. اوباما هم دغه درد په سر واخیست ، چې امریکا او اروپا ته وښايي ، چې  دی هم لکه خپلو مخکینیو ولسمشرانو ، چې په جعلي ، رایو سپیني ماڼۍ  ته راغلي وو، د اسلام دښمن دی. د ده به شخصیت کې لویه ستونزه داده ،  چې د پوش د کړنلارې  پربنسټ  ، د جعلي جکړې په تعقیبولو سره ،   ده حتی هغه ژوري هیّت ته هم توهین وکړ، چې د سولې د جایزې په ورکولو کې یې دده ملاتړ کړی و. ده په افغانستان کې د دولتي تروریستانو په زیاتولو او د مسلمانانو په وژلو سره ، جګړې ته نوره هم پراختیا ورکړه.
اوس اوباما او دده ټلواله د خپلې جګړې د مالي ملاتړ په خاطر، د لیبیا په خپلواکۍ هم تیری وکړ.
په پاکستان کې د بې پیلوته الوتکو د تروریزم په مشهورولو،  او ددغو ګواښونو په په کارولو سره ، اوباما غواړي ، چې د نړۍ  د تاریخ په کتاب ، ځان ته د افریقايي الاصله امریکايي فاشست ولسمر په توګه  پاڼه پرانيزي، چې هم يې په امریکا حکومت وکړ ،او هم يې اسلامي نړۍ ړنګه بنګه کړه. د سي ای ای د  پټو پلانونو یوه برخه داده چې -  عربانو ته د ازادۍ  او ډیموکراسۍ دراوستلو  په بدل کې  ، چې هره ورڅ د ناټو د تروریستانو لخوا وژل کیږي،  ، د اسلامي نړۍ زیرمي واشنګټن ته واستوي. اوباما اعلام کړه، چې لیبا ته اسرایلي ډوله بي پیلوته الوتکې ، چې په افغانستان ، عراق، او پاکستان کې کارول شوي دي، واستوي ، چې بې ګناه لیبايي عربان پرې ووژني. بي پیلوته الوتکو چې اوباما او نور اروپايي مشران يې مشهور کړي دي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او په ټوله کې نړۍ ته یو خیانت دی، په تیره بیا روس او چین ته ،چې  د الوتلو منعه سیمو په پلمه یې وغول، او په  په غیرې قانوني او شیطاني ډول يې  د لیبیا په خپلواکۍ تیری وکړ. دوی په غیرې قانوني ډول د امنیت د شورا بی شرمانه فرمان د لیبیا په خپلواکۍ  د تیري په توګه کاروي. اوباما سپیني ماڼۍ ته ، په افغانستان ، پاکستان، اولیبا  کې   د بی پیلوټه تروریزم ، په معرفي کولو سره،  بد نامي راوړه. چین او روس دواړه  وروسته له دې چې قصدآ یې  وغوښتل ، چې په لیبیا باندې بندیزونه ولګول شي.، د لیبیا په خپلواکۍ باندې ، د ناټو د فاشیزم ، مخالفت کوي. په همدې حال کې  سي اي اي ، او ددوی اروپايي داړه ماران به  کوشش کوي ، چې اوباما ته  په اسلامي نړی  کې د غیرې قانوني ، جګړې  د ترسره کولو په خاطر، د مرګوني بې  پیلوته تروریزم د کارولو په ویاړ یوه بله د نوبل جایزه تر لاسه کړي. په لیبیا کې د امریکا ، فرانسي او ایټالیا په مشرۍد ناټو روانه جګړه، غیرې قانوني ده، او  د نړیوالو قوانینو له مخې هیڅ ډول ارزښت نلري.مګر ډیر د خواشینۍ ځای دی، چې ناټو هیڅ ډول نړیوال قوانین نه مني، او ردوي یې .
دا په داسې حال کې  ده ، چې د سي ای ای او پنتاګون مشران د او باما او میرمن کلنتن سره په مشورې پریکړه کړې ، چې  د نړیوالو قوانینو لپاره ، اساسات طرحه کړي.
دغه لړزول شوي ، نړۍ ، یوه ډیره جدي پوښتنه لري:ایا اوباما ددې وړتیا لري، چې  له ځانه داسې یو رهبر  جوړ کړي ، چې د بشریت په وړاندې  روانه  جګړه ودروي؟