ولسمشر اوباما آخر هم سپينه خبره وکړه، خو ثبوت يې وړاندې نه کړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1507

که دا رښتيا وي، نو حقايق روښانه نه، بلکې تر خاورو لاندې شول

ښاغليه!
ولسمشر کرزي خو چېغې ولې چې د دې جنګ ريښې د افغانستان په کلو او بانډو کې نه، بلکې بهر دي، خو چا يې خبره نه منله.
ښاغليه!
هر څوک په دې ښه پوهيږي چې ضرر رسول ښه شی نه دی. ولو که هرې يوې عقيدې ته منسوب وي او کنه او اسلام ترې په کلکه منعه کړې ده.
خو لکه څنګه تاسو ورته اشاره کړې ده چې :
چې له اسلام سره په جګړه کې نه دي، دا ټيک هغه خبره ده چې پر افغانستان د بريد پر مهال پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش هم کړې وه، خو روانه جګړه يې ((صليبي جګړه)) بللې وه.
د امريکا يو مشرتابه ته داسې خبره په ښکاره اسلامي نړۍ ته په سپين ټکي پيغام ورکول دي. دا چې تاسو يې په هر ډول تعبيروئ او يا په بله مانا اوس يې په خپلو خبرو کې د هغه د خطا ترميم کوئ. داسې خطرناکه خبره او سپين پيغام د ښاغلي بوش غوندې يو پرېکنده ولسمشرتابه څه عادي خبره نه ده، بلکې خورا ډېره خطرناکه خبره ده. احساسات يو شی دی او د مذهب سره عقده بل شی دی. دغه ټکی يې په ښکاره د مذهب سره عقده څرګندوي.
دا دې هم ويلي چې :
چې اسامه بن لادن د مسلمانانو رهبر نه وو ، بلکې په وينا يې د امريکايانو په ګډون يې زيات مسلمانان هم وژلي دي.
دا دې هم ويلي:
هر څوک چې له سولې او انسانيت سره مينه لري، هغه به د ده مړينه ولمانځي.
ولسمشر اوباما نړۍ ته په خپله وينا کې څرګنده کړه چې اوس عدالت تامين شو او په وينا يې هغه هدف يې تر لاسه کړ چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په لټه کې وو.
په ريپورټ کې دا هم روښانه شوې چې د اسامه د وژلو عمليات د امريکا ځانګړو ځواکونو ترسره کړل، چې په وينا يې په پاکستان کې يې د هغه د پټن ځای په اړه په تېره اګست مياشت کې مالومات ترلاسه کړي ول.
د عملياتو په کيسه کې بيا وايی چې :
له دغه مرکز سره د مالوماتو په برخه کې د پاکتسان استخباراتي ادارې ای اېس ای هم همکاري کړې ده.
مخکې هم د نوموړي د مرګ په اړه څو ضد ونقيض راپورونه خپاره شوي، خو دا ځل که رښتيا وي درست ده چې تاسو به يو څه نسبي لاسته راوړنه کړي وي، خو بحران او روانه وضعه له دې ډېره عميقه او پېچلې ښکاري څکه چې نورې ډېرې عُقدې، کرکې او نفرتونه يې ستاسو ترمينځ زېږولي. د يو تن پر وژنه به روان بحران ته د پای ټکی دومره په اسانه کېنښوول شي، لکه څومره چې ورته تاسو خوشباوره ياست.
ښاغليه!
وژنې کرکې، عقدې او نفرتونه زېږوي چې په ترخو حقايقو يې ټول سره پوهېږو.
دغه جګړه چې تاسو يې له يوې خوا د ترورېزم سره جګړه بولۍ او هغوی يې بيا د ولسمشر د خبرې په تاييد ((صليبي جګړه)) يوه مذهبي جګړه بولي او دې جګړې د ترورېزم او مذهبي جګړې سره سره په خوا کې زموږ د همسايه وو سياسي، اقتصادي او د نظامي پراختيا غوښتنې خيرنې موخې له ځان سره رانغاړي چې تاسو يې هم له ځان سره دا تېره يوه لسيزه زموږ په خاوره او سيمه کې بوخت ساتلي ياست.
د ده مقاومت خپلو پيروانو ته په ښکاره پيغام دی. د يو – يو تن په وژنه چې کلونه – کلونه اخلي آخر به تاسو هم له پښو وغورځوي. جنګ انسان ستړی کوي. په پښو يې نه ودروي، بلکې له پښو يې غورځوي.
ملکې بلقيس د حضرت سليمان عليه السلام مېرمنې د جنګ ټول اړخونه او فکټورونه ښه درک کړي وو، نوځکه خو يې د حضرت سليمان عليه السلام سره له جنګ نه ډډه وکړه او د سولې لاره يې خپله کړه. هغې د خپل رعيت د ساتنې مراعات وکړ، نو الله تعالی نوره هم د عزت څښتنه کړه. د نبوت په څنګ کې د داسې پادشاه مېرمن شوه چې سلطنت يې پر ټوله نړۍ پر وچه او لمده پر هوا، مځکه او سمندرونو هم چلېده.
ښايي چې دا به د تاسو لپاره يو څه نسبي لاسته راوړنه وي، خو ولې موږ ته به نور ډېر بد او وخيم عواقب ولري. ځکه چې زموږ مساله نورې عميقې ريښې لري، ترڅو چې د هغوی سم او درست تشخيص ونه شي او علاج ته مو يو سمه او صحيح نسخه ونه لټول شي. ځکه چې تاسو خپله پوهېږئ چې هسې بېځايه نسخې نورې وخيمې ناروغۍ او پړسوبونه زېږوي. زموږ لا د ۱۱۷ کالو تشخيص شوې ناروغي همداسې بېعلاجه پاتې ده. څه د پاسه يوه پېړۍ يې هسې بېځايه علاج کيږي. او د سمې دوا او تشخيص پرځای يې هسې بېځايه تشخيصونه او علاجونه کيږي، خو پړسوب او ناسور يې له يوې ورځې بلې ته بدترېږي او خرابيږي چې بالاخره دا دی اوس پکې تاسو هم راګېر شوئ. موږ خو پکې ګير يو او زخم مو د سرطان په دانه اوښتی او درد و خوږو يې نه يوازې موږ، بلکې ټوله سيمه، تاسو او هم يې ټوله نړۍ متأثره کړې چې اوس دا دی تاسو هم پکې راښکېل شوئ.
هيله ده چې زموږ مسالې ته د يو پوه، مجرب او مسلکي ډاکټر د تشخيص له مخې يوه سمه نسخه برابره کړئ. ولسمشر بوش به ويل چې :
((موږ يې غواړو چې ژوندی ونيسو او عدالت ته راکش کړو)).
خو وروسته يې بيا دا خبره ترميم کړه چې:
((نه، موږ يې ژوندي نيول او يا مرګ غواړو)).
خو دومره خبره ده چې مذهب د يو واقعي مجاهد لپاره دواړه ليارې يو شانته ګڼلي.
خو دومره خبره ده چې په دې کار سره حقايق روښانه نه، بلکې تر خاورو لاندې شول او دغه پر برجونو د اټک مساله او داسې نورې لکه د عراق وافغانستان، تانزانيا، کينيا، د هند د ممبي او داسې نورې ټولې همداسې ناسپړلې او مبهمې پاتې شوې او ډېرې ناځواب شوې پوښتنې يې شا ته له ځان سره نيمګړې پرېښووې.
خو دومره خبره ده چې :
والله يحق الحق ولو کره الکفرون
د هغې ورځې د نياو عدالت په هيله چې دا مرموز حقايق به پکې پخپله راڅرګند شي.