خوست كې د استاد ازمون او محمد یار په ویاړ غونډه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نورا جان بهیر
  • 1173

  په خوست كې (د كار سړي)  تر سر ليك لاندې  په  پراخه غونډه كې د هيواد دوه تنه وتلي فرهنګيان استاد لال پاچا ازمون او محمد يار_  يار ونمانځل شول . ياد يو  ورځنى سمينار پيوستون کلتوري او خپرندويه  ټولنې د خوست ښار د جرګو په تالار کې  جوړ  كړى وو.
 په سمينار كې د خوست پر  سلګونو فرهنګيانو او فرهنګپالو  سربيره د پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، کندهار،  كابل، كونړ، بلخ  او د هيواد د يو شمير نورو ولايتونو  او د خيبر  پښتونخوا او بلوچستان څخه  ليکوالانو ژورناليستانو او  شاعرانو برخه اخېستې وه . غونډې  ته د پيوستون د کلتوري  او خپرندويه ټولنې په استازيتوب  وحدت په خپله پرانستونکې وينا كې وويل چي د كار سړي تر سرليك لاندې به له دوى وروسته هر كال په خوست كې نمانځغونډه جوړيږي .
ده وويل چې د دې لړۍ له پيل كولو نه يې موخه داده چې په بېلا بېلو برخو كې د كار سړي له مايوسۍ څخه وژغورل شي او خپلو كارونو ته لا وهڅيږي .
ده زياته كړه : ( زموږ يو شمېر  د كار سړي او د ستاينې وړ خلك له دې امله مايوسه كيږي  چې د دوى په اند يې كړنې ناديده نيول كيږي او درناوى يې نه كيږي، نو دوى له خپلو ولسونو شكايتونه كوي او د خوشال بابا دا بيت تكراروي چې : زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده: په اور وسيزه دا تورې  قلمونه. ).


د پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې غړي وايي:  پدې باور دي چې دا ډول نمانځغونډې به له يوې خوا د كار  سړيو د مايوسۍ مخه ونيسي او بل لورې ته به ځوانان دې ته وهڅوي چې د دا ډول مشرانو پر پلونو، پلونه كيږدي.
د دوى په خبره د کار سړي د سيمينار لپاره يې  ليکوال او ژورناليست  او په ختيڅو ولايتونو كې د ليكوالو او ژورناليستانو د خپلواكې ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون او په كندهار كې د بينوا فرهنګي ټولنې مشر ليکوال او شاعر محمديار، يار يې ځكه غوره کړل، چې دوى په دې وروستيو كلونو كې په فرهنګي ډګر كې د ستاينې وړ داسې كارونه كړي،  چې بايد ونازول شي .
غونډې ته د خوست ، پكتيا او پكتيكا ولايتونو واليانو، عبدالجبارنعيمي ، جمعه خان همدرد او محب الله صميم  او د يو شمېر فرهنګي او كلتوري ټولنو پيغامونه هم ولوستل شول .


په پيغامونو كې هم دا كار پر ځاى او اړين بلل شوى او درناوى يې شوى وو.
دې نمانځغونډې ته د هيواد له لر اوبر او خيبر پښتونخوا څخه راغلو ليكوالانو  خپلې ليكلې مقالې او ويناوې واورولې .
استاد  ضياالرحمن حسرت، هميم جلالزي ، احسان الله درمل، پيرمحمدكاروان او يو شمېر نورو ليكوالانو د لال پاچا ازمون او  محمديار يار د ژوند او فن په اړه مقالې ليكلې وې او يو شمېر نورو ويناوالو، استاد محمد اصف صميم ، د دانش د خپروندويه ټولنې مشر  اسدالله  دانش، ليكوال او ژورناليست ذبيح الله احساس  بيا ازمون او محمديار د ستاينې وړ وبلل او د پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې دغه نوښت يې وستايلو.
دوى  وويل چې دا ډول سيمينارونه به د كار سړيو حوصلې زياتې كړي او ځوانان به خپل خدمتګاران وپيژني او درناوى به يې وكړي .
دوى ټينګار كاوه چې بايد لر او بر پښتانه او هيوادوال په دې ډول غونډو كې په پراخه كچه ګډون وكړي او پدې كار سره به د پښتنو ترمنځ  لا زياتې اړيكې ټينګې شي او ترمنځ به يې کلتوري  او ټولنيز توپيرونه  له منځه  ولاړ شي .
د غونډې په پاى كې د پښتني دود له مخې ازمون  او محمديار ته لنګۍ ور په سر شوې، ستاينليكونه  او ډالۍ وركړل شوې .
استاد ازمون او محمد يار هم په خپل وار سره غونډې ته خبرې وكړې ، دوى له خوست مېشتو فرهنګيانو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې دې غونډې دوى ته حوصله او انرژي وركړه او په راتلونكي كې به د لا زياتو خدمتونو هڅې وكړي .  
د يادولو ده چې د دغه سيمنار په وياړ پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې، د دانش خپرندويه ټولنې په مرسته  ۲۷ سرليكه بېلا علمي، سياسي، ادبي او ټولنيز کتابونه هم چاپ شوي وو. چې د پيوستون او دانش ټولنې له لورې د هيواد په بېلا بېلو برخو كې علمي مركزونو او شخصيتونو ته د ډالۍ په توګه وركړل شول.


پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې له دې وړاندې هم علمي غونډې جوړې كړي دي او كتابونه يې چاپ كړي دي، خو دا د خوست په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د كار سړيو نمانځنه كيږي او ترڅنګ يې په يو وار ۲۷ ارزښتمن كتابونه چاپ كيږي.
پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې پتېيلې، چې كم تر كمه هر كال، (د كار سړي) تر نوم لاندې ورته نمانځغونډې جوړې كړي او په بېلابېلو برخو كې د كار سړي پكې ونمانځي.


نوموړې ټولنه له تېرو څلورو كلونو راهيسې د ادب او فرهنګ په ډګر كې په خدمت بوخته ده.
لكه چې وويل شول، له دې وړاندې يې هم ورته غونډې او سيمينارونه جوړ كړي، كتابونه يې چاپ كړي، د (پيوستون) په نوم يوه مجله هم لري، خو د كار سړي په نوم دغه لړۍ يې نوې پيل كړې، چې په لومړۍ كړۍ كې يې د استاد لعل پاچا ازمون او محمد يار يار نمانځنه وشوه.
ډېرى فرهنګيان، فرهنګپالان او د ادب او فرهنګ مينه وال په دې باور دي، چې دغه لړۍ به نه يوازې نمانځونكو كارسړيو ته د نور كار حوصله وركړي، بلكې ځوان نسل به هم لا ډېر كار او د كار سړيو پر پلونو تګ ته وهڅوي.