د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جاويد واك
  • 1239

 اخر هم فارسي ژبى تلويزيون په افغانستان كې د پخوا په پرتله په يو ډول اصولي لارو د ايران د لاسوهنو په موخه د همدې هيواد لخوا د تاجكستان له دريڅې خپرونو ته چمتو شو.

د فارسي ژبي ټولنې د غړيتوب په پرېكړليك لاسليك، د افغان ولسمشر كرزي يو داسې ناوړه كارو، چې د دغه هيواد وګړي به يې تر ډېره په ياد ولري او وبه يې نه زغملى شي.
د ولسمشر كرزي وروستۍ دوره لا روانه ده؛ خو ډېر زر به د تېرو دورو په څېر پاى ته ورسېږي؛ خو ايران ته يې په افغانستان كې د لاسوهنې داسې سند په لاس وركړ، چې مخنيوى به يې د روانو حالاتو په نظر كې نيولو سره افغان ملت ته تر ډېره ناشونى وي .
په دې وروستيو كې د ځينو ايراني رسنيو لخوا خبرونه خپاره شول، چې د ايران  تاجكستان او افغانستان ګډ ټلويزيوني چېنل (فارسي ژبى تلويزيون) نشر ته چمتو شوى او نږدې راتلونكي كې به په خپرونو پيل وكړي.
فارسي ژبى تلويزيون خپرونو ته چمتو شو
د ايران د فارس نيوز د انګليسي ويبپاڼې د راپور له مخې د تاجكستان د راډيو تلويزيون رييس د ۲۰۱۰ په جنورۍ كې اعلان وكړ، چې دا هيواد له دوو نورو فارسي ژبو هيوادونو، افغانستان او ايران، سره د ګډ فارسي تلويزيون خپرونو ته چمتو شوى دى.
د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې رييس اسدالله رحمانوف فارس نيوز خبري اژانس ته وويل((د فارسي ژبو لپاره د ايران، افغانستان او تاجكستان په شراكت د يوه ګډ تلويزيون د خپرونو د پيلولو چارې بشپړې شوې دي)).
د هغه په وينا دا تلويزيوني خپرونې به يوازې د دغو درېواړو هيوادونو لپاره د فارسي ژبې د ودې او د دريوو هيوادونو تر منځ د همكاريو د پراختيا لپاره خپرونې كوي.
ده همدا راز وويل چې دا ګډ تلويزيون به د ايران، افغانستان او تاجكستان خلك له هغو مهمو موافقو او تړونونو خبروي، چې د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همكاريو لپاره يې لاسليكوي.
د رحمانوف په وينا د دې تلويزيون د پيلولو لپاره ټول تخنيكي او قانوني اسناد برابر شوي او د پروګرامونو د خپرولو او د كاركوونكو لپاره يوه ودانۍ ځانګړې شوې ده.
د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې ريس د ايرانيانو، تاجكانو او افغانانو تر منځ كلتوري، تاريخي، سيمه ييزو، دوديزو اوو ديني ګډولو (اشتراكاتو) ته په اشارې وويل، چې د درېو خواوو تر منځ د اړيكو پراختيا د دغو هيوادونو لپاره ډېره مهمه او ضروري ده.
فارسي ژبى تلويزيون كه د ايران سياسي پروژه:
دغه تش په نامه د همژبو هيوادونو تلويزيون د خپرونو ځاى ځكه تاجكستان ټاكل شوى، چې ايران ته د كلتوري يرغل په برخه كې د افغانستان په پرتله مناسب ځاى دى.
د همژبو كليمه په لومړي ځل په ۱۳۸۵ لمريز كال كې و كارول شوه، چې بنسټ اېښودونكى يې د همدغو دريوو هيوادونو د كلتور وزيران وو، وروسته دى لړۍ دوام وكړ او د ۲۰۰۶ زيږديز كال په جولاى مياشت كې د ياد تلويزيوني چينل د جوړېدو طرحه په رسمي توګه د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، تاجك ولسمشر امام علي رحمانوف او افغان ولسمشر حامد كرزي لخوا لاسليك شوه.
كه په ژوره توګه د دغو دريوو هيوادونو مذهبي، كلتوري، تاريخي او ژبني جوړښت ته نظر وكړو نو په پوره باور ويلى شو، چې دا درې هيوادونه همژبې نه دي.
لكه څنګه، چې تاريخ په دې ګواهي وركوي، چې ايران تل هڅه كړې په سيمه كې خپل كلتوري او مذهبي ښكېلاك ته لاره پرانيزي؛ نو ښكاره خبره ده، چې دا لوبه هم ايران روانه كړې او په دې ډول غواړي په سيمه كې خپل نفوذ زيات كړي.
بله مهمه خبره داده، چې ايران غواړي د افغانستان په سياسي او ټولنيزو چارو كې د پښتنو رول كمزورى كړي، ځكه چې د پښتنو پايښت د متعصبو ايرانيانو په مغزو كې د فارس د امپراتورۍ د بيا راژوندي كېدو خيال پلو كمزورى كوي.
د ايران له اهدافو څخه يو دا هم دى، چى غواړي له افغانستان څخه د غرب پر ضد د يوې وسيلې په توګه كار واخلي او په دې ډول د جګړې سنګر په افغانستان كې ټينګ وي.
پر ۱۳۸۸ لمريز په لندن كې د افغانستان په اړه يو كنفرانس ترسره شو، چې نږدې د ۷۰  هيوادونواو موسيسو استازيو په كې گډون كړى وو.
د غونډې بنسټيزه موضوع په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او په سيمه كې د تلپاتې سولې د راوستو خبره وه، چې ايران په كې له گډون كولو څخه ډډه وكړه.
موږ د كنفرانس په اړه نه غږېږو خو دومره بايد ووايو، چې ايران ولې له گډون كولو څخه په شاشو؟
ايرانيو چارواكو د خپل نه ګډون په اړه ويلي، چې له امريكې سره د ښو اړيكو نه درلودو د دې كنفرانس له ګډون كولو څخه په شاكړل.
له دې څخه دا جوتېږي، چې ايران اوس په داسې موقف كې ولاړ دى، چې په سيمه كې هر ګام خپلو هدفونو ته د رسېدو په موخه پورته كوي، نو دهمدې تلويزيون په جوړېدو به په سيمه كې د خپلو غربي دښمنانو پر ضد د يو سنګر په توګه  كار واخلي.
د دې پروژې عملي كېدل به د پخوا په څېر يو ځل بيا د افغانانو په زړونو كې د نفاق تخم وشيندي او ايرانيان به په بيا بيا خوند ترې اخلي. ځكه چې د دې پړي سر به د ايران سره وي، چې د اقتصاد له پلوه په افغانستان او تاجكستان ډېر پياوړى دى.
ايران به د دې چينل په جوړېدو په اسانۍ سره خپل هغه پلان، چې له كلونو، كلونو څخه يې د عملي  كېدو خوبونه ليدل عملي كړي.
د شيعه مذهب پراختيا، د فارسي ژبې خپرول او د افغانستان په نوم د يو خپلواك هيواد د نوم نفي كول د ايرانيانو هغه پلانونه دي، چې له ډېر پخوا راهيسې يې د عملي كېدو په لټه كې دي.
د لوبې بل لوبغاړى تاجكستان دى، چې غواړي په سيمه كې په يو نوي بڼه ځان مطرح كړي. كه څه هم تاجكستان د روس تر اغېز لاندې هيواد دى او په كوم طرف چې روس ورته د تللو اشاره وكړي، نو دوى په هماغه لار ځي، نو داسې هيواد چې د نورو په خوښه كار كوي او له نورو امتيازات اخلي هغه بيا په اسانه خپل كلتور او فرهنګ د نورو لپاره كارولى شي.

كوم همژبي هيوادونه
كه لږ فكر وكړو كوم همژبي هيوادونه؟
ايا ايران، تاجكستان او افغانستان همژبي دي؟ ايا د دوى كلتوراو مذهب ګډ دى؟ نه، هېڅ منطقي دليل نشته، چې دا درې هيوادونه دې يو وښيوو او بله دا چې هيڅ ايرانى به دې ته حاضر نه وي، چې د افغان دري ژبه او د ايراني فارسي ژبه يوه وگڼي او يا هم د ايران او تاجكستان د وګړو ژبې توپير نه لري؟

يو بل څه هم ددې طرحې د بنسټ اېښودونكو كمزوري را په ګوته كوي، هغه دا چې دوى وايي دغه چينل به په دري ، تاجكي او فارسي ژبو خپرونې كوي. كه د درې واړو هيوادونو ژبه يوه واى بيا دې وېش ته څه اړتيا وه، چې د هرې ژبې لپاره يې معين وخت ټاكلى، د همژبو مانا خو داده، چې په يوه ژبه وغږېږي او پرې ليك لوست وكړي، خو كه وګورو په حقيقت كې داسې نه ده د افغانستان په اساسي قانون كې پښتو او دري ژبې رسمي دي د ايران په اساسي قانون كې فارسي او د تاجكستان رسمي ژبه تاجكي ده، چې هره يوه ځانته بېل ليك دود لري.
له بل پلوه افغانستان څنګه، چې له نوم څخه يې جوتېږي يو فارسي ژبى هيواد نه دى د دې هيواد نږدې ۸۰ سلنه  كسان په پښتو او نورو ژبو خبرې كوي، چې غوڅ اكثريت يې پښتانه دي.
د افغانستان په تېر اساسي قانون كې پښتو د ملي ژبې په نوم نومول شوې وه، چې په اوسني اساسي قانون كې بيا دا تورى نه تر سترګو كېږي، خو يو څه چې بيا هم د پښتو ژبې پر مليتوب دلالت كوي هغه دا دي، چې ملي سرود به په پښتو ژبه وي او همداسې تل به په بانكنوټونو كې په پښتو ژبه ليكل شوي وي، نو په داسې يو حالت كې د دغه هيواد ولس څرنګه د خپلې ملي ژبې سره دومره ستر خيانت وزغمي؛ خو بيا هم ښاغلي كرزي صيب ته ګوته نيسو، چې تر كومې به دا ولس د دې ښاغلي د ملي تېر وتنو ښكار وي، چې د هيواد په برخليك منفي اغېز كوي.
سربېره پر دې  د درېواړو هيوادونو بېل مذهبونه دي : ايران يو سخت دريزه شيعه هيواد دى، چې په سيمه كې د نورو هڅو تر څنګ غواړي شيعه ييزم هم خپور كړي دا چې د افغانستان ټولنه يوه سني مذهبه ټولنه ده؛ نو څنګه به دا ومني، چې ايرانيان دې د دوى د مذهب جرړې و باسي او دوى دې لاس تر زنې ورته ناست وي.
تاجكستان خو لا له پخوا په وړوكي مسكو مشهور دى او پكې د ښځو نڅا ته د عزت په سترګه كتل كېږي او حكومتي نظام يې سيكولر په مذهب نه ولاړ نظام دى، چې د ايران او افغانستان سره په مذهبي برخه كې ځمكه اسمان توپير لري. كه چېرې د فارسي ژبي تلويزيون پر پرده نيم لوڅه او سكسي تاجكۍ ښكاره شي، نو د ايران اخوندان او د افغانستان ملايان به يې ومني؟

له دې ټولو خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې يوازې او يوازې دا يوه سياسي لوبه ده، چې د ايران لخوا پر لاره اچول شوې ده او هسې يې كرزي صيب ته د خپلو لاس پوڅو په مرسته سياسي دوكه وركړې، چې لا به د دې ډول غږ سبا واوري ياني ايران يې د بوسو لاندې او به تېرې كړي دي.
نو د پورته يادو شويو زيانونو په نظر كې نيولو سره افغان ولسمشر په يوه داسې مسله كې د ټولو افغانانو په اړه فيصله كړې، چې واك يې له ده سره نه بلكې له لويې جرګې سره وو.
دا دى ايران په نره خپل ټاكلي هدف ته ورسېد او د فارسي ژبي تلويزيون د خپرونو د پيل اعلان يې وكړ چې زمونږ د كلتور وزير لا له پخوا ورته نغارې وهلې.
د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك
را به شو دې ته، چې ا افغانستان حكومت په دې اساس وخت كې دې پروژې ته څه اړتيا درلوده؟ د دې ځواب ممكن هغو كسانو مخكې له مخكې جوړ كړى وي، چې په ښكاره د افغانيت ادعا كوي، خو په اصل كې يې ځانونه د څو مادي ارزښتونو په بدل كې پر نورو پلورلي او د هغوى په اشارو روان دي، خو يو كس چې په هيڅ ډول ځان نه شي خلاصولاى هغه افغان ولسمشر حامد  كرزى دى، چې د دې پروژې په عملي كېدو به د افغانانو لاس وي او د ده ګريوان.
ايا ولسمشر ته د ګاونډيو شوم پلانونه نه و مالوم، چې بيا يې هم له هغوى نه د ملګرتيا تمه وكړه؟ 
ايا ولسمشر د خپل هيواد تاريخ نه دى لوستى، چې همدا اوسني ايران يې له خلكو او هيواد سره څه لوبې كړي؟ 
ولسمشر ته په كور دننه غمونه نه و بس، چې ده بيا د فارسي ژبي مثلث بې منطقه طرحه لاسليك كړه بل دا چې ښاغلي ولسمشر په كوم ډاډ دا ومنله، چې د تلويزيون په جوړېدو به د افغان په فرهنګ لوبې نه كېږي، په داسې حال كې چې ايران ورته په كور دننه رسنۍ هڅوي، چې د ده او ولس پر ضد يې تبليغات وكړي، چې ښې بېلګې يې طلوع، تمدن او نورين تلويزيونونه دي، چې د هيواد د ملي ترمينالوژۍ د وركولو هڅې كوي.
د دې پروژې يو تن فعال بنسټ اېښودونكى او د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين د ۱۳۸۸ د سلواغې په مياشت كې له رسنيو سره د مركې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې پر افغانستان له هر لوري كلتوري يرغلونه كېږي او ددې د مخنيوي لپاره افغانان څه وكړي، چې د خبريال اشاره د ايران لاسوهنو ته وه.
رهين په لنډو ټكو كې له مسلې تېر شو، يوازې دومره يې وويل، چې په دې وروستيو كلونو كې ځيني انګريزي كليمې افغاني فرهنګ ته راننوتي، چې بايد مخنيوى يې وشي.
كه له يو منطقي نظره د رهين ځواب ته ځير شو نو خپله به ووايو، چې په اوس مهال كې انګليسي دومره د افغانانو كلتور ته مضره نه ده، لكه ايرانۍ فارسي.
او له بله اړخه دا چې كله هم د يو هيواد كلتور ته زيان متوجه كېږي، هغه ډېر د ګاونډيو لخوا وي.
نوموړي ته پكار و، چې د ايران او تاجكستان د كلتوري يرغل د مخنيوي يادونه يې كړې واى، چې ورځ په ورځ زموږ ملي ترمينالوژي له منځه وړي، چې په اساسي قانون كې يې د ساتلو حكم شوى دى.
په داسې حال كې، چې زمونږ د اطلاعاتو او كلتور وزارت د هغو ايران پلوو تلويزيونونو، چې همدې وزارت ورته د كار كولو اسناد په لاس وركړي دي، د دې هيواد د كلتور او ژبې د وركاوي په برخه كې په ازاده توګه كار كوي او دوى يې مخه نشي نيولى، ملي ترمينالوژي هره ورځ زموږ په ډېرى تلويزيونونو كې يوه هېره شوې مسله ده، هره ورځ افغانان د همدې تلويزيوني چينلونو له لارې د افغاني ژبويوه كليمه هېروې او پر ځاى يې يوه ايرانۍ كليمه ذهن كې اچوي.
نو د فارسي ژبي تلويزيون له لارې خو به په نېغه توګه د دې هيواد په كلتور او ژبو باندې تېرى كېږي او مخه به يې هم نشي نيولى، ځكه چې د كار كولو اسناد ورسره دي.
د وروستۍ خبرې په توګه له ښاغلي ولسمشر كرزي څخه د افغان په توګه غوښتنه كوو، چې د دې پروژې د عملي كېدو مخه دې ونيسي، ګني خداى مكړه هيواد به مو له يو داسې فرهنګي ګذار سره مخ شي، چې خداى مكړه خپل هويت به له لاسه وركړي.

ولسمشر ته:
ښاغلى ولسمشر صيب هغه ورځ دې يادېږي، چې د هيواد د هر اړخيزې ساتنې لپاره دې لوړه (قسم) وكړ، نو افغان ولس د هماغې لوړې د پرځاى كولو هيله درڅخه كوي، فارسي ژبى تلويزيون زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو په موخه د ايران سياسي پروژه ده، مخه يې ونيسه لا هم وخت تېر نه دى. 

پاى 
ماخذونه
۱- پسرلى مجله(فارسي ژبي تلويزيون ته ځانګړې ګڼه)
۲- بېلابېلې ويبپاڼې