پاکستان په يوه مبهم دوه لاري کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 993

 يوسړک دګــــــــل پشان

بلـــــــــــه لاره دزنــــــــدان
اوس ولاړيمـــــه حيــــران
چې په دې ځم که په دې؟

وروسته له هغې چې دروان لمريزکال  دثورياغويي دمياشتې په ١٢مه نېټه چې د٢٠١١م کال د مى له ٢مې سره برابره وه ، دپاکستان په اېبټ آبادکې دالقاعده شبکې مشر اسامه بن لادن له يو ځوى او يوې مېرمنې  سره دامريکاد ځانګړيو عملياتوپه ترڅ کې ووژل شو،دغه هېواد ترسختو نيوکو او سياسي ګوذارونولاندې راغى، اسامه بن لادن په داسې حال کې ووژل شو چې پوره شپږ کاله يې په يوه استوګنځاى کې تېرکړي دي او دکور په ٥٠٠مترۍ کې يې دپاکستان دپوځي روزنې مرکز هم موقعيت لري، خوله دومره خبرو او کره شواهدو سره سره بياهم پاکستان داسامه له استوګنې څخه په پاکستان کې په بې خبرۍ اعتراف کوي،دپاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وويل: چې دوى کله هم دالقاعده شبکې اوياهم کوم بل مشکوکې شبکې غړي ته پناه نده ورکړې،اونه به يې ورکړي،خوددې خبروترڅنګ داسې هم وايي چې داسمه ده چې دسامه دوژلو په عملياتوکې له امريکا سره کومه مستقيمه مرسته دپاکستان له خوا نده شوي ،خو داچې دامريکا اوپاکستان ترمنځ ديوې لسيزې راهيسې همکاري اوشراکت دوام لري نو اوس  دهمدې همکارۍ په نتيجه کې بن لادن محوه شو.
کله چې به افغانستان ياکوم بل هېواد په پاکستان کې دالقاعده شبکې  په اړه څه خبرې کولې نو ددې هېواد له خوابه په کلکه ردکېدلې او دابه  دهغوى لخواپه پاکستان باندې يو تور   بلل کېده،کله چې دفبرورۍ په شپږويشتمه دافغانستان دملي امنيت وياند ښاغلي لطف الله مشعل وويل چې په سلوکې نوي بريدکوونکي له پاکستان څخه افغانستان ته رااوړي،دپاکستان دبهرنيوچارو وزارت  وياندې تهمينه جنجوعه داچې دښاغلي خبرې يې رد تائيد نه کړې خو رد يې هم نکړې ،هغې وويل چې زه پدې اړه ځکه څه نه وايم چې ډېرمعلومات نه لرم ،خودومره ويلاى شم چې اوس تربل هروخت دافغانستان اوپاکستان اړيکې ډېر ښې شوي دي او موږ بايد هڅه وکړو چې تر دې نورې هم دبهبود په لور روانې شي. خوبل ترډېره حده يې نه مني چې ګواکې  داهېواد دالقاعده شبکې ډېرې لوړپوړي غړي په خپله لمن کې ساتي،هغوى تل افغانستان پړ باله چې ګنې په هغه هېواد بې ځايه نيوکې کوي،او اوس داسامه وژلوپه دې هېوادکې له هرڅه پرده پورته کړه اودايې ټولې نړۍ او سيمې ته  وښوده چې دمخالفينو  ټولې په پاکستان کې دي.اوس به په دې هېواد يخې اوبه تويې شوې وي، اوکه له دې سره بياهم پاکستاني چارواکي په خپل هېوادکې دځانمرګيوبر يدکوونکيو په چمتوکولو،  سترګې پټوي نو دابه دټولې نړۍ سترګوته دخاورو ورشيندل وي.
تېره ورځ دپاکستان پارلمان په خپله ورځنۍ غونډه کې په دې موافقه وکړه چې امريکابه په پاکستان کې ددې هېواد دپوځ له اجازې پرته دعملياتوپه ترسره کولو هرو مرو بخښنه غواړي،که څه هم په اېبټ آبادکې دالقاعده شبکې دمشر له وژلوڅخه دوه ورځې وروسته ددې هېواد لمړي وزيريوسف رضاګيلاني هم ورته څرګندونې کړې وي،او ويلي يې وو چې دادپاکستان دولت ته په سپکه سترګه کتل دي،او امريکا مکلفه ده چې له پاکستان څخه بخښنه غواړي،خوپه تېره غونډه کې چې دپاکستان دپارلمان لخوا يواځې دهمدې خبرې لپاره دايره شوې وه،وويل شول چې داحتمي ده چې امريکا بخښنه غواړي اوکه چېرې بخښنه ونه غواړي نو دوى ګواښ وکړ چې  په پاکستان کې به  دامريکا ټول ټرانزيټ وتړي،اوهغه لارۍ   چې ددې هېواد له لارې په افغانستان کې مېشتو امريکايانوته دهغوى دضرورت وړ مواد انتقالوي هغه به بندکړي.
خودسپينې ماڼۍ وياند( (Amaji karniاماجي کارني وايي چې ولسمشر بارک اوبامام ديوسف رضاګيلاني ټولې خبرې اورېدلي دي ،هغه وايي چې غوربه پرې وکړي اوله پاکستان څخه څه پوښتنې لري چې بايد ځواب يې ورکړي ،خودبخښنې غوښتلو په اړه ولسمشر بارک اوباما وايي چې   امريکا هېڅ داسې عمل ندى اجراکړى چې لپاره يې دوى دپاکستان څخه بخښنه وغواړي.هغوى همدا راز زياتوي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د القاعده شبکې ددوهم مشر ياداسامه بن لادن دمرستيال ايمن الظواهري پرضد عمليات پيل کړي اوکنه امريکابه په خپله په دې عمل لاس پورې کړي،داخبرې په پاکستان کې د امريکا دمتحده ايالاتو سفير(کميرون منټر) له يوه پاکستاني ټلوېزيوني شبکې سره ديوې مرکې په ترڅ کې وکړې،هغه زياتوي چې اسامه بن لادن يو ترورېست وو،چې لاسونه يې دزرګونو انسانانوپه وينو سره وو،په وينايې چې داپه پاکستان پورې تعلق لري چې داسامه بن لادن اوملامحمد عمر دمعاون پرضدپه پاکستان کې پخپله دغه هېواد عمليات او پلټنې کوي اوله منځه يې وړي اوکه امريکاته يې پرېږدي، پاکستان بايد پخپله پرېکړه وکړي.
په پاکستان کې دامريکا سفير وايي چې دا اوس ټولوته دلمرپشان روښانه ده چې دالقاعده ځالې او جرړې په پاکستان کې وموندل شوې سره له دې چې پاکستان هېڅکله هم دې حقيقت ته غاړه نده ايښي اونه يې ده منلې،اوس بايد دده په وينا، ددې شبکې دوهم ،دريم،څلورم،پنځم او نورلوړرتبه غړي دملامحمدعمر په ګډون چې دطالبانو رهبردى،له منځه يوړل شي،اودوى ټول په پاکستان  کې دى.
له بلې خواکله نه چې اسامه په پاکستان کې له منځه وړل شوى، ددې شبکې غړيو او افرادو په دې هېوادکې يوتور تم جوړ کړى دى ،چې هر ه ورځ پکې دوه اودرې ځانمرګي بريدونه اوډېردردونکې پېښې کېږي ،چې لسګونه بې ګناه مسلمانان پکې قرباني کېږي، چې لويه بېلګه يې دتېرې ورځې دوه پرلپسې بريدونه دي ،چې دپېښور دشبقدرولسوالۍ کې دپوليسوپه يوه روزنځاى کې ترسره شول،چې يو يې موټربم اوبل يې هم دموټرسايکل په واسطه ترسره شو،چې په نتيجه کې يې ٨٥تنه پاکستاني پوليس ووژل شول او١٠٠تنه نور ټپيان شول.
چې دپېښوپړه القاعده شبکې پرغاړه واخسته او په زغرده  يې اعلان وکړ چې دابريدونه ټول دخپل مشر اسامه بن لادن دغچ اخستوپه خاطر ترسره کوي، او پاکستان دې نور هم داسې پېښوته چمتو والى ونيسي.