دټاکنو ځانګړې محکمه دپاڼ او پړانګ ترمنځ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1086

د ولسي جرګې داوسنۍ تقنيني دورې لپاره ټولټاکنې تېر کال د وږي په ٢٧مه، تر سره شوې  او  حامدکرزي  د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته، تېر کال د سلواغې په شپږمه ملي شورا پرانېستله.
 لکه څنګه چې اټکل کېده، دولسي جرګې  داټولټاکنې  له ګڼو ستونزو سره ملې وې ، پدې ټاکنو کې ډېرې درغلۍ وشوې  او که له لږ يې    بې پردې ووايو نو پدې ټاکنو کې هرچا ترخپله وسه ټګۍ او درغلۍ کړي او ښايي سپين بازان پکې کم وموندل شي . خو دځينو ددرغليو ګراف دومره لوړ وو چې دټاکنو مشروعيت يې هم له ګواښ سره مخ کړى دى.
 ددې پر ځاى چې دملت رايو  ته مراجعه وشي  او دبريا بنسټ وبلل شي دټاکنو دکميسيون  له چارواکيو او غړيوسره غوږ جنګول ، هغوى ته بډې او ډالۍ  ورکول   واسطې ورته  موندل دبريا بنسټ بلل کېده.
ددې کميسيون رياست يوه متعصب  شخص او داسې چاته سپارل چې   په يوه بدنومي  اوبدسابقې ګوند پورې لري  پخپله دټاکنو پر مشروعيت ګوزار وو .
معنوي دنظار شورى مخکښه غړى ، دافغانستان په ورانۍ ا وتباهۍ کې شريک کس اوپه امريکا يي اشغال کې نيغه ونډه لري .
حامدکرزى  ، معنوي ښه پېژنده او او ددې بدنامې ډلګۍ فطرت اوسياسي اخلاق ورته معلو م دي   خوبيا يې هم دکاذبې او نامشروعې تمې لپاره هغه ته  دافغانستان دبرخليک موضوع وسپارله .
او داخومتل چې (( عاقبت گرگ زاده گرگ شود __ گرچه باادمى بزرگ شود ))
معنوي هم  له تمې سره سم ، ترخپله وسه دخپلې خوښې او دخپل ګوند اړوند کسان که رايې يې اخستې وې او که نه  بريالي اعلان کړل چې ستونزه هم له همدې ځايه راوټوکېده .
دټاکنو پر مهال دکميسيون دمتعصبو چارواکيو په لاسوهنو ااو دنورو ګڼو کورنيو او نړيوالو دسيسو او توطيو په پايله کې  دپښتنو ډېره برخه په ټاکنو کې له رايو ورکولو پاتې شول او له هغو پښتون مېشتو سيمو څخه هم چې په عنعنوي توګه ترې پښتانه نماينده ګي کوي يا هزاره ګان او يانور دنورور فومونو اړوند نوماندان بريالي اعلان شول . همدالامل دى چې اوس په پارلمان کې دهغه قوم چې دهېواد دنفوسو پنځه شپېته سلنه جوړوي استازي دپارلمان دېرش سلنه هم ندي .
دهېواد دښمنانو هڅه وکړه  چې په هره بيه او خيانت وي   دپدرام، بهزاد  او منصور غوندې     نوموتي او بدنامه فاشستان او ستميان هم پارلمان ته راشي او په مقابل کې يې ويښ او شعوري پښتانه ناکامه اعلان شي .
د  کرزي  په شمول  دحکومت ټول قضايه او اجرايه ارګانونه ، مدني ټولنې ، رسنۍ او نړيواله ټولنه پر دې قانع ده چې دولسي جرګې په دې تاکنو کې پرېمانه درغلۍ شوې دي . دافغانستان لويې څارونوالۍ ددوسيو له څېړلو او دمعلوماتو له بشپړولو وروسته پرېکړه وکړه چې دټاکنو درغلۍ دومره ډېرې دي چې  دجبران امکان يې نشته او بايد لغوه اعلان شي .  کرزي هم  دهغې ستونزې  دقانوني حل لپاره چې  په حقيقت کې پخپله همده جوړه کړې وه    تېر کال د مرغومي په لومړيو کې د سترې محکمې په وړانديز او د دده    په منظورۍ   ځانګړې محکمه جوړه کړه .او اعلان يې وکړ چې ترهغې به پارلمان نه پرانيزي چې دې محکمې بيا   دټاکنودوسيې څېړلې او بې پلوه منصفانه پرېکړه اورولي نه وي .
خو ،مجبورشو چې د تېرکال  سلواغې په شپږمه ملي شورا  پرانيزي ځکه چې دکرزي په وينا، که ده نه واى پرانستى نو دده په خاوره او دده د واکمنۍ په ساحه کې نورو پاچايانو ( دامريکا کاناډا،برتانيې او...سفېرانو او يوناما) داپارلمان پرانسته .
کرزي له  هغو سلګونو معترضو کانديدانو سره  چې په ارګ کې يې نوموړى رامحاصره کړى  و ، ژمنه وکړه چې که پارلمان پرانستل هم شي نو دى به دځانګړې محکمې پرېکړه په هرحال عملي کوي او ددرغلۍ او ټګۍ په پايله کې راغلي وکيلان به له پارلمان څخه وباسي .
دادى  ددې محکمې له جوړېدو پنځه مياشتې تېرې شوې . که څه هم  دمحکمې مشرتابه وايي چې دوى دافغانستان له ٣٤ ولاياتو څخه په دوه دېرش ولاياتوکې  درايو صندوقونه له سره شمېرلي او څېړنې يې کړي دي  خوبيا هم لايې خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.
دټاکنو دخپلواک!! کميسيون لخواځينې  بريالي بلل شوي کانديدان چې دامهال ځانونه قانوني وکيلان او دولس استازي گڼي هره ورځ پر حکومت فشار راولي چې دامحکمه لغوه اعلان کړي ځکه چې ښايي ددوى درغلۍ يې رابرسېه کړي او دوى يې يې دبرياليو کانديدانو له لست څخه غورځولي وي .. دناتاييد شويو راپورونو له مخې، ددې ځانګړې محکمې  دپرېکړې او څېړنو له مخې ښايي داتيااو نوي ترمنځ وکيلان عزل ، په درغلۍ تورن او څارنواۍ ته وروپېژندل شي .
ددې محکمې چارواکي وايي چې اوس ددوى  دکار وروستۍ شېبې دي اوښايي دېر ژر خپله  پرېکړه ولس او ر سنيو ته واور وي .
هرومرو ده چې هم معترض کانديدان او  هم  ترشک لاندې تورن کانديدان  چې اوس يې دقانوني وکيلانو ماسک اغوستى دواړه دځانګړې محکمې  دکار جريان څاري  دواړه ددې محکمې له کار او جريان څخه خبرېږي او داهم اوري چې ښايي دامحکمه ډېر ژرخپله پرېکړه واوروي  نودواړه اړخونه تربل هروخت ډېر فعال شوي ، له سفارتونو ، سياسي نماينده ګيو او پخپله له ولسمشر سره ګوري ، هڅه کوي چې کوچنۍ موقع هم له لاسه ورنکړي ،   معترض کانديدان په دې باور دي، چې ځانګړې محکمه به د ولسي جرګې د ټاکنو په پايلو کې هرومرو بدلون راولي.
دوى دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې   د ولسي جرګې اوسنى دوهم مرستيال احمد بهزاد چې پخپله هم په درغليو او خيانت تورن دى  رسنيو ته وويل  چې  ولسمشر حامد کرزي ورته  ويلي، چې هغه (کرزى) هم دې پايلې ته رسېدلى، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په پايلو کې بايد بدلون رانه شي.خو معترض کانديدان ځانته پدې ډاډ ورکوي  چې ګويا کرزي   دغه خبره د جرګې د غړيو د خوشحالۍ لپاره کړې ده،  او دوى ته يې په وار وار ويلي، چې د ټاکنو په پايله کې به بدلون هرومرو راځي .
 دوى وايي چې موږ د خپلو خلکو استازي يو، هغوى راته رايه راکړې  او خلک بيا خپل حق هېچاته هم نه پرېږدي
   معترضين وايي چې ولسمشر  ددوى حق هېچا ته هم  بخښلى نه شي.
هغه څه چې ملت او نړيوالو ته روښانه دي دادي چې  دولسي جرګې په ټېرو ټاکنو کې درغلۍ  او ټګۍ شوي او ښايي کم کسان وي چې په دې اړه يې لمن سپينه وي  نو اوس که حکومت غواړي چې په   نسبي  توګه يوه مشروع او اعتبارلرونکى پارلمان ولري  ( يپه اوسنيو شرايطو کې دسوچه ملي پارلمان هيله لرل ځان تېروېستل دي )نو په کار ده چې نور له هېچا ونه وېرېږي دغه محکمه چې همدې حکومت چې په سر کې يې کرزى دى  جوړه کړې بايد معتبره وبولي ، پرېکړو ته يې درناوى وکړي . پنځه مياشتينۍ خواري او لګښتونه يې پر  اوبو لاهم نکړي . زورواکو، درغلي کوونکيو رشوت خوړونکيو او رشوت ورکوونکيو ته بايد سرټيټ نکړي . 
موجود حکومت پر ولس ډېرې ملنډې وهلي دي ، په لسګونو ځله يې ددوى ارادې  ا وغوښتنو ته پام نه دى کړى ، پدې هېواد کې ډېرې سياسي لوبې وشوې  ، دحکومت ا ودحکومت د(په اصطلاح)  اپوزيسيون  دسياسي انقباض ا و انبساط دايره حدود نلري .
دحکومت پخلا مخالفين  چې ځانونه سياسي اپوزيسيون بولي تل  دحکومت له کمزوريو  او بې نظميو ناوړه ګټه اخلي ، هروخت دفشار په پايله کې حکومت انعطاف او کمپرومايز  ته چمتو کوي  ولس اندېښمن دى چې هسې نه  حکومت دپخوا په څېرزور ته غاړه کېږدي  او دمحکمې پرېکړو ته اهميت  ورنکړي .
که حکومت  دپخوا په څېر  دلته هم عدالت له مصلحت قرباني کړي نو ښايي په دې سياسي اجتهاد کې تېرو تى وي ځکه چې دبرياليو وکيلانو له جنجال څخه خوبه ځان خلاص کړي خو له معترضو کانديدانو سره به څه کوي ؟ هغو ى خو هم دعوه کوي چې ملت يې ترشا ولاړ دى او ملت خپلې رايي غواړي .
 ولسمشر به په دې کار سره  د هېواد اساسي او نور قضايي قوانين هم  تر پښو لاندې کړي
، دا به په هېواد کې يو لوى سياسي ناورين را منځ ته  کړي سياسي اختلافات به ډېر زيات او خلک به پر اوسني نظام نور هم بې باوره شي  ، چې بيا به  ددې ناورين  مخنيوى  د حکومت او دلته دمېشتو بهرنيو له واکه بهر وي.
   دافغانستان دقوانينو له مخې، د هرې موضوع لپاره چې يوځل ځانګړې محکمه جوړه شي، نو تر هغه چې  د امحکمه خپله پرېکړه اعلان نه کړي او يا مدعي خپله دعوه بېرته وانه خلي، نو د ولسمشر او   ملي شورا  په شمول هېڅوک هم د  دې محکمې  د لغوه کېدو واک لري.
همداراز که  حکومت دمحکمې دې پرېکړې ته چې پخپله همدې حکومت جوړه کړې  اعتنا ونکړي نو ملته به نور هم نهيلى شي او په دې فکر چې ددوى رايو ته خو څوک هسې   هم اهميت نه ورکوي ښايي نور هېڅکله هم په ټاکنو کې ونډه  وانخلي ،  نه پر پالمان باور وکړي ا ونه پر حکومت .
د ولس او  دولت  اړيکې هسې  هم کمزورې دي په تېرو ټاکنو کې هم ددې اړيکو  څرنګوالى ښه جوت شو .