دحرمينو هنداره


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1023

  (دحج يونليک)

لمړۍ برخه
منزل د ټولويودى خو سفر جداجدا

ژوندټول سفر سفر دى،دځمکې پر سر ټول ساه لرونکي تل په حرکت کې دي،ټولو خپل سفر له يوه ټاکلي ټکي پيل کړى او په يوه ټاکلي ټکي يې پاى ته رسوي، مخلوق مجبور دى، اکثره سفرونه دده په واک کې ندي ،نه يې پيل دده په واک کې دى اونه يې پاى ،نه خپل مزل ټاکلى شي اونه منزل.
ځينې سفرونه لنډ او ځينې اوږده دي، په ځينوکې دانسان مجازي يا تشريعي خوښه شامله  وي خو ځينې بيا په تکويني ډول پر انسان دده له خوښې پرته او بې له دې چې د سفر توښه برابره کړي تپل کېږي ،  دسفر پيل، رباط او پړاوونه به بېل وي، خو منزل يو دى، هر کاروان په پاى کې اړ دى چې په همدې منزل کې يې د تل لپاره واړوي.
منزل د ټولويودى خو سفر جداجدا
د ژوند په دې اوږده سفر او اوږده لار کې انسان ته ډېره کمه ونډه او ډېر کم وخت ورکړل شوى دى، د نړۍ اوپينۍ(کايناتو) په سلګونه ميليونيزکاله ژوند کې د انسان لسګونه کاله عمر په منګي کې څاڅکى دى، دا دواړه عمرونه هېڅ د پرتلې وړ ندي خو بياهم انسان د اشرف المخلوق په توګه په پينۍ حکومت کوي او الله ج هغه سيارې چې عمر او حجم يې د انسان مېشتې کرې (ځمکې) په پرتله سلګونه ځله ډېر دى د يو نامرئي (نه ليدونکي) اونه حس کېدونکي ځواک (عقل) په واسطه دې کمزوري مخلوق ته تابع کړيدي.
له سير او سياحت سره مينه خو دانسان په فطرت کې نغښتې وي، هر انسان په طبعي توګه داتلوسه او لېوالتيا لري چې خپل چاپېرچل  اوپه طبيعت کې موجودې پديدې وپېژني، ويې ويني ،وچې او لمدې آن د شمسي نظام  دټولو سيارو په اسرارو او رموزو وپوهېږي ،په طبعي او ماوراء الطبعي محسوساتواو ملموساتو محيط واوسي په ژوند کې د اضراروپه فلسفه پوه شي.
خو د ځينو انسانانو په پرتله دا مينه او جذبه له ماسره ډېره وه ،زه چې کوچنى وم نو له هغه جېب خرڅ څخه به مې چې پلار به  مې د ښوونځي او پوهنتون  په وخت کې راکاوه،ذخېره کوله او بيابه د ښوونځي او پوهنتون په رخصتيوکې سياحت ته تللم د کراچۍ ،کوېټې ،لاهور،په شمول د پاکستان ټول ښارونه ،کشمېر،آن د ايران تر زاهدان پورې په هماغه وخت کې تللى يم، د سمندر ليدلوته مې تلوسه ډېره وه او دا هيله مې آن په هماغه کوچنيوالي کې  په کراچۍ ښه ترسره کړه.
د افغانستان له ازادۍ وروسته په افغانستان کې هم يا هوايي يا پر ځمکه ښه وګرځېدم ،له بدخشان پرته د هېواد ټول ولايات مې يا ټول يا په نسبي ډول وليدل ،دافغانستان شمالي ګاونډيان ا ودسيمې ځينې هېوادونه  مې هم ياله نږدې يالېرې وليدل.
خوزه چې اوس کوم يونليک  تاسو  درنو ته وړاندې کوم هغه د يو داسې مبارک او سپېڅلي سفر خاطرې او يادښتونه دي، چې   هر مسلمان يې  د زړه له کومي غواړي ،داسفر يې ارمان  او د ژوند ستره هيله ده ،د هر مسلمان په زړه کې دا هيله وي چې کم تر کمه يو ځل خو د اسلام د مبآرک دين د نشئت ،ځوانۍ او خپرېدو ځايونه د الله ج کور د افضل الخلايق او رحمت اللعالمين، پيغمبر(ص) د خاپوړو،کوچنيتوب ،ځوانۍ مېنه او دهغه د هجرت ،دعوت ، د اسلام  دبلوغ ،سياسي او ديني استحکام شاهده سيمه او داسلام د ستر پيغمر مبارکه روضه   وويني.
دبل هر مسلمان په څېر زما په زړه کې هم داهيله په څپو وه ،کله به چې د حج وخت راغى نو دې مينې به  بې تابه کړم زړه او روح به مې نا ارامه شو. ناستې او ولاړې به خوند نه راکاوه. خو خپل تش لاس مې دښمن  اوددې سپېڅلې هيلې د تر سره کېدو پر وړاندې ستر خنډ وو، خو جوينده يابنده وي او بيا  څوک چې داسې سپېڅلى غرض او له فيوضاتو ډکه الهي موخه ولري نو الله ج به ولې ورسره مرسته نه کوي، څوک چې الله ج غواړي نو له شک پرته الله ج هم ورسره ملګرى وي،  الله ج هم زما بې صبرۍ ته په کتلو زما ددې تندې د خړوبولو  لپاره عملي امکانات برابر او خپلې پېرزوينې يې راباندې ولورولې.
دعزم جزم  

پس له مرګه دى داعزم 
دخوشحال دخاطر جزم
يا و  کړى مخ مکې ته 
يا مغولو سره رزم 
دخوشحال بابا داشعر مې سم زده ندى ممکن غلط کړى مې وي خو زما له ليکنې سره يې ربط يا داصوليينو په وينا، ترجمة الباب دادى چې ما هم نور خپل عزم _(هوډ) جزم ( پريکنده )کړ.
که څه هم حج ته د نوم ليکلو او پچه اچولو وخت تېر او ډېره ناوخته وه ، لستونه پوره او ظاهراً د نويو مراجعينو پر وړاندې دروازې بندې وې، محترم مولوي عبدالسلام ضعيف  ته  مې وويل چې ښاغلي مولوي عبدالحکيم منيب ته چې دامهال د حج او اوقافو وزارت مرستيال وو سپارښتنه وکړي چې که امکانات ور سره وي د حج په لستونوکې ماته ځاى پيداکړي، ښاغلي منيب زما پنځلس کلن ملګرى هم دى او تر اوسه يې سره پالو، خوزما يو نه پوهېږم ښه اوکه بد خوى دادى چې ځانته د څه شي په غوښتلو کې ډېر کم جرئته يم ، خو ددوستانو لپاره دوستانوته په پوره ډاډ واسطه کېږم.
منيب صاحب يواځې زما نه، بلکې د ډېرو دوستانو په درد خوړلى او په هره ستونزه کې يې ورسره مرسته کړېده که څه هم د ملګرتيا او پېژندګلوۍ په دې پنځلس کلنه موده  کې ما د ځان په اړه د منيب صاحب منفي ځواب ندى اورېدلى خو ددې لپاره چې د حج د نوم ليکلو  او  پچه اچولو   وخت تېروو  نو و مې نه غوښتل چې   منيب صاحب په مخامخ ډول له  ازموينې سره مخ کړم     چې که امکانات ورسره نه وي  نو مابه هم خفه کولى ونشي او خفه به وي    ،ما وويل راځه ضعيف صاحب ته د زړه حال ښه ويلى شي ، له وزير صاحب سره دده له نزاکت څخه هم خبر وم،منيب صاحب  دټېليفون له لارې ضعيف صاحب ته وويل چې راويې لېږه زه خپل کوښښ کوم.
سبا دکابل پوهنتون پخوانى رئيس مولوي پير محمد (روحاني) هم زما خواته زموږ دفتر ته راغى د هغه هم له منيب صاحب سره کار وو دواړه د حج او اوقافو وزارت ته د منيب صاحب د فتر ته ولاړو،له روغبړ او سلام څخه وروسته يې ماته وويل چې ولې ما او تا نه پېژندل چې ضعيف صاحب ته دې زحمت ورکړ؟ کله چې ما خپله د زړه خبره ورته وکړه سړى مسکى شو ويې ويل زه به ډېر کوښښ وکړم چې تاته چانس برابر کړم ،هغه وويل د حکومت د ېرش زره سهميه پوره ده خو سعودي ،افغان حکومت ته د پنځو زرو نورو حاجيانو سهميه ورکړېده حکومت هم د قرعې له مخې دا حاجيان پر خصوصي سکتور يا شرکتونو وېشلي دلته که کوم چانس وي لومړى به تا ور معرفي کړو.منيب صاحب په خپل سکرتر سپين کاغذ راوغوښت ، کاغذ يې ماته راکړ چې وزارت په نوم يوه عريضه وليکم ماهم وزارت ته د حج عريضه وليکله او لاسليک مې کړه منيب صاحب اړوندې شعبې ته د اصولي اجرائاتو لپاره ولېږله د مربوطه څانګې مشر ته يې زما ډېره سپارښتنه وکړه ،په تاکيد يې ورته وويل چې ماته کوم اصولي لاره برابره کړي له شرکتونو سره د ارتباط مسؤول ډاډ راکړ چې دى به وګوري له کوم شرکت سره   امکانات شته چې ما ورمعرفي کړي،  درې ورځې وروسته يې په ټېليفون خبر راکړ چې  دسيروسفر  باميان په نوم  له  يوه شرکت سره يې خبرې کړي  هغوى ورته ويلي چې د يوتن امکانات لري هغه، همدا راز راته وويل چې ددې شرکت مسؤولين ورسره ناست دي، له مايې وغوښتل چې دفتر ته ورشم چې له دې مسؤولينو سره مې پېژندګلوي وکړي، کله چې دفتر ته ورغلم د شرکت يو تن مسؤول چې ږيره او برېت يې تازه خرېيلي وو له ما د ځاى پوښتنه وکړه کله يې چې له ما ننګرهار واورېدل نو د وزارت د شرکتونو د مديريت له مشر سره يې جنجال پيل کړ چې زموږ سهميه د هرات او بادغيس دى که موږ د ننګرهار حاجي ته هم سهم ورکړو نو له نيوکو سره مخ کېږو او د هرات خلک هم خفه کېږي  بل داچې دى پښتون دى او زموږ او زموږ د حاجيانو ژبه فارسي ده، دى به زموږ او موږ به دده په خبره نه پوهېږو له يوبل سره به  په ستونزو اخته يو ، دى ولې د ننګرهار په سهميه کې نه ته ….. دې ته ورته پلمې يې کتار کړې په داسې حال کې چې  وروسته  ماوليدل  له دوى سره دوه ويشت تنه  دکابل او آن دلوګر کسان تللي و .خو مدير چې خپله هم دري ژبى وو او ما ورسره مخامخ او په ټېليفون څو ځله خبرې کړې وې ورته وويل چې دده فارسي تر ما او تا قوي او ښه ده د شرکت مدير مسؤول سيد نصير د کابل د چهار دهي او بل يې د حاجي عبدالله د باميانو اوسېدونکى وو، حاجي عجب شاه ورته وويل چې حقيار ديني عالم هم دى کله کله يې په تلوېزيون وينم چې ديني مسائل هم بيانوي دى به نور هم  درته په درد وخوري ، ده چې زما په اړه د ديني عالم جمله  واورېده  
نو  نو  هم وارخطا شو ، جنجال او غالمغال يې ډېر کړ رنګ يې واوښت زه حيران شوم چې دوى ولې زما له تللو سره دومره جدي مخالفت کوي، ښايي عجب شاه به يې په لامل پوه وو خو زه وروسته او په تدريجي ډول ددوى د مخالفت پر عواملو پوه شوم چې پخپل ځاى کې به يې پر بحث وکړو.
ددوى غالمغال او په رسمي شعبه کې دومره بې نزاکتۍ زه هم بې حوصلې کړم عجب شاه ته مې وويل نور ټينګار پرې مه کوه، له دې بې نزاکتو سره زه هم نه ځم، دوى ته مې په غوسه وويل چې   تاسو فارسي په کلي کې زده کړې او ماپه کلي او ښارکې د ژوند ترڅنګ د فارسي د نظم ګڼ کتابونه هم لوستي دي ، دوه کاله په هرات کې عمومي رئيس وم، چې غور ،بادغيس ،هرات ،فراه او نيمروز ټول زما اړوند و ، هلته له ماسره ژباړن نه وو، لسګونه فارسي مقالې او شعرونه لرم،زما پټکو دوى لږ ارام کړل زه را پاڅېدم خو حاجي عجب شاه بېرته کېنولم،دوى ته يې وويل چې  په نيمه نه پوهېږئ د وزارت نيم چارواکي دده ملګري ،ټولګيوال او شناخته دي،احترام ورته لري،تاسې بله لار نلرئ.
ماته هم رسماً مشرانو را پېژندلى له بل چا سره ځاى نشته دنورو شرکتونو لستونه راغلي او مهرشوي هم دي ،يواځې له تاسو سره ځاى شته دى ، کله چې دوى له چارواکيو سره زما د بلدتيا او ملګرتيا خبر او د حاجي عجب شا سپينې خبرې واورېدې نو يخې اوبه پرې تويې شوې، په اتومات ډول حرکات او لهجه بدل شول : ((دازموږ دسر سترګې دى ان شاء الله موږبه يې هم و نازوو او درناوى به يې وکړو ماته يې مخ را واړاوه ((استاد جان موږ همدايوه ورځ لرو همدا نن بايد پنځلس قطعې عکسونه تذکره او پيسې موږ ته وسپارې تاته بانک ته د تللو زحمت نه درکوو، زموږ منشي به دې پيسې بانک کې تحويل کړي، او رسيد به درته واخلي)).
خپل ټېليفون او ددفتر ادرس يې راکړ، زما عکسونه او تذکره راسره په کمپيوټر کې وو خپل همکار رفيع الله روشن ته مې ټېليفون وکړ چې عکسونه او تذکره مې پرنټ کړي زه پيسوپسې لاړم په همدې ورځ ما سپښين مې تذکره عکسونه او پيسې ورکړې، د پيسو رسيد مې ترې واخست ، سيد نصير راته وويل چې زموږ ټېليفون ته په تمه اوسه ،له روانېدلو درې ورځې وړاندې درته ټېليفون کوم.