طالبان د شمال له لارې د منځنۍ اسیا پر لور


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سید سلیم شهزاد
  • 917

لیکوال: سید سلیم شهزاد/ ژباړن: ضمیر ساپی
یادونه: دغه لیکنه له شمال څخه د خپرېدونکي درې میاشتنۍ مجلې په ۲۲مه ګڼه کې خپره شوې ده.

په جنوبي اسیا کې د القعدې پرمختګ دوه اړخونه لري. القعدې خپل سیاسي اوږده (ایډیولوژیک او ستراتیژیک) کارونه د ابن البلاد له شبکې سره یو کړي دي او بل خپل جوړښت یې له سیمه ییزو دودونو سره برابر کړی دی.
القعده د افغانستان په شمال کې هم ورته څه ترسره کوي.
مرکزي اسیا د اسلامي تصوف کور:
په کلاسیکو فیلسوفي تعبیرونو کې صوفیان پر روحاني ابدیت ټینګار کوي؛ خو سلفيان بیا پر ظاهري حقیقتونو ولاړ دي. په تاریخ کې صوفیان او سلفیان ډېر لږ سره یو شوي دي. که کله هم داسې شوي؛ نو هغه به د بهرنیو تجاوزونو پر وړاندې د پاڅون پر وخت شوی وي. لکه په ۱۹۰۰ام کلونو کې د ایټالیا په وړاندې د عمر مختار په مشرۍ د سیمه ییز پاڅون پر وخت چې صوفیان او سلفیان سره یو شول . بله بېلګه یې اخوان المسلمین ده. ددې بنسټ اېښودونکي حسن البنا چې د تصوف هسفیا طریقې پورې تړاو لري، د تصوفي او سلفي حرکتونو ورورولي اعلان کړه.
خو هېڅ یو بهرنی لکه ناټو او نور په دې نه پوهېږي، چې دغه دواړه په ښکاره متضادې ډلې څنګه یو کېدای شي. 
ناټو په دې باور چې جګړه به د افغانستان په جنوب کې له پښتنو سره ترسره کېږي، په شمال کې یې په پراخه کچه خپل غیر جنګېدونکي قوتونه ځای په ځای کړي دي. د باراک اوباما په سروې کې هم پر شمال ټینګار نه دی شوی په داسې حال کې چې ډېر پلانونه د هلمند سرکشه ولایت او نورو جنوبي سیمو ته ځانګړي شوي دي. 
ناټو طالبان د سلفي القعدې تر نفوذ لاندې پښتني خوځښت بولي. اټکل شوې ده، چې په شمال کې، چې هزاره، تاجک او ازبکان په کې ډېر دي، د طالبانو د راوتو لږ چانس شته دی. همدارنګه په دغه سیمه کې شیعه او تصوف هم رنګ لري.
دوی سهي پوه شوي وو، چې که طالبانو په ۱۹۹۰یم کلونو کې شمال ته راغلل؛ نو هغه ددوی د نظامي قوت تر څنګ د سیمه ییزو پښتنو مرسته هم وه.
په شمال کې د طالبانو د دوامدارې ماتې ځینې نور لاملونه هم وو.
په ۲۰۰۱ کې د امریکا د تجاوز پر مهال په شمال کې طالبانو په ډېره اسانۍ سره ماتې وخوړه. هغوی مړه شول، ونیول شول او یا هم د افغانستان سوېل او یا له ډیورنډ کرښې ښکته قبایلي سیمو ته وتښتېدل. دوی په شمال کې کوم پټځی ونه موند، چې ددوی بیا راتګ سره یې مرسته کړې وای.
په شمال کې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه ځینې طرحې وړاندې شوې. د امریکايي کارپوهانو طرحه د افغانستان په بېلابېلو برخو وېشنه وه. همدرانګه د هېواد په دوو شمالي او سوېلي برخو تجزیې طرحه هم وړاندې شوه. په ۲۰۰۰ام کلونو کې بله طرحه دا وه، چې په جنوبي سیمو کې دې طالبان حکومت کولو ته پرېښودل شي؛ خو یوه بله طرحه، چې لاتراوسه هم پرې بحث روان دی، داده چې له ۲۰۱۴ وروسته به امریکايي ځواکونه یوازې په شمالي برخو کې ځای په ځای کېږي. دوی به ځان له فعالې جګړې لرې ساتي.
په شمال کې طالبانو هم له شکست وروسته د بیا راتګ هڅه ونه کړه. ددوی ډېری مشران او قوماندانان ونیول شول یا مړه شول او یا هم پاکستان ته وتښتېدل. همدارنګه دوی منظم ملاتړ هم نه درلود.
خو د طالبانو په رژیم کې (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) جوړ او یا ترمیم شویو جوماتونو او مدرسو ددوی بیا راتګ سره مرسته وکړه. له بلې خوا په همدې وخت کې په شمالي او سویلي وزیرستان قبایلي سیمو کې د افغانستان ازبکان او تاجکان تربیه کېدل. بل لامل هم دا کېدای شي، چې په شمال کې ګڼ پښتانه له ښارونو دباندې یوځايي مېشت دي.
په شمال کې د طالبانو له راپرزېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو په وړاندې کرکې رامنځته شوې. په دې ډول ګڼ شمېر پښتانه وهڅېدل، چې له تروریستانو سره یو شي. همدارنګه پخواني جنګسالاران هم په تروریستې جګړو کې له هغو سره ملګري شول.
مدرسو او جوماتونو هم د خلکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ خپګان ته زور ورکړ او له دې سره په شمال کې د طالبانو پخواني مشران بیا خلکو ته نږدې شول.
په همدې حال کې القعده په قبایلي سیمو کې ازبکان او تاجکان روزلي وو، چې په شمال کې د طالبانو د فعالیتونو د پر مخ وړلو لپاره پر تیاریو بوخت ول. دوی غوښتل، چې شورش د شمال ټولو قومونو په کچه پراخه کړي. همدارنګه دوی غواړي، چې د مرکزي اسیا ګاونډي هېوادونو کې فعاله واوسي.
نرم صوفي – سخت جنګیالی
قاري مصطفی د عادي طالب جنګیالي څېره درلوده. اږوده کوړکوړي وېښتان، اوږده ږيره او غښتلی وجود یې ددې حقیقت ښکارندويي کوله. عینکو یې د سترګو نظر پټ کړی وو.
له ۲۶ کلن مصطفی سره مې له بغلان ولایت څخه لرې د خټو په یو کور کې وکتل. ژمی و او معمولا په سړې هوا او واورو کې جګړې ځنډول کېږي؛ نو طالب قوماندان مصطفی هم په یوه خانقا کې اوسېده. خانقا د تصوف د مراسمو د ترسره کولو ځای دی.
مخامخ مې د مکې معظمې او مدینې منورې عکسونه تر سترګو شول. ها خوا بیا د زړه تصویر، چې په تصوف کې د تزکیې مانا لري، راځړېدلی و. له مصطفی مې وپوښتل:
تاسې صوفي یاست؟
هغه ځواب راکړ: هو، صوفي یم
د هغه ځواب په فکر کې ډوب کړم. مرکزي اسیا په دودیز ډول د تصوف ځاله پاته شوې په ځانګړي ډول د نقشبندیه لارې د پیروانو... دوی زیات ځله د پخواني شوروي اتحاد د یرغلونو پر وړاندې مقاومتونه کړي. دغو تصوفي کړیو په ازبکستان او تاجکستان کې پټ اسلامي خوځښتونه راجوړ کړل، چې ورو ورو د وخت حکومتونو په وړاندې د قوي اپوزېسیون په توګه رامنځته شو.
بیا مې ترې وپوښتل: ته ښایي نقشبندي یې؟
مصطفی د (هو) له ځواب سره زیاته کړه، چې روحاني لارښود یې د غزني پیر بهایی جان اغا دی. هغه وویل: یوازې زه نه بلکې په بغلان او کندز کې د طالبانو ټول لوړپوړي قوماندانان د نقشبنديې او قادریې طریقتونو پیروان دي.
مصطفی د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په دکه کلي کې زېږېدلی. مذهبي زده کړې یې په یادې ولسوالۍ کې پیل کړې، چې وروسته بیا د پېښور په هریپور سیمه کې له دینې مدرسې فارغ شو.
د طالبانو د رژیم پر مهال تنکی ځوان و. ده د ۲۰۰۱ زیږدیر کال د امریکا د تجاوز په وړاندې جګړه کې برخه وانخیسته.
مصطفی وویل: ما زده کړې پای ته ورسولې او د خپل کلي په جومات کې د امام او معلم په توګه دنده ترسره کوله. وروسته زما ځینو پخانیو ملګرو او یو شمېر استادانو مې قانع کړمه، چې اوس په جوماتونو کې د ناستې وخت نه دی. اوس د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو په وړاندې د پاڅون وخت دی. همدا وه، چې جومات مې پرېښود او د طالبانو غړی شوم.
له طالبانو سره د مصطفی سفر له همدې ځایه پیلېږي. د هغه په حساب په د ۲۰۰۵ کې پلی طالب جنګیالی و، چې یوازې یې په چیریکې حملو کې برخه اخیستله. په ۲۰۰۷ کې چې طالبانو په شمال کې د جګړې ګوریلایي ډګر جوړ کړ، زیات خلک په خپله ددوی ډلو ته راتلل. په همدې وخت کې د مصطفی په ګډون لسګونه طالبانو ته د جلب او جذب دنده وسپارل شوه.
مصطفی وویل: کندز، بغلان او سمنګان ته ولاړم. د مدرسې د وخت ټولو ملګرو او خپلوانو سره مې وکتل، په څو میاشتو کې مې ۳۰ باوري کسان راغونډ کړل او له همدې سره قوماندان شوم.
مصطفی زیاته کړه: دا یوازې مرکزي ډله ده. دوی منظم طالبان دي. اجازه راکړه، چې د کار طریقه توضیح کړم. مونږ په هرځای کې جاسوسان لرو. هغوی د هدف په اړه مالومات برابروي. ډېری وخت د ناټو اکمالاتي کاروانونه، کله کله د ملي اردو، پولیسو او ناټو ځواکونو کتارونه او یا په کومو نظامي قرارګا ګانو باندې حمله کوو. 
مصطفی زیاته کړه: په ځینو ځانګړو عملیاتو کې له هغو کسانو څخه چې زمونږ د ډلې له غړو سره تړاو لري (خپلوان او یا ملګري) مرسته غواړو او په دې ډول خپل شمېر زیاتوو. دا هغه خلک دي، چې د ورځې په بزګرۍ او یا مزدورۍ بوخت وي؛ خو د شپې له مونږ سره د طالب په څېر په عملیاتو کې برخه اخلي. له حملې وروسته سیمه ییز خلک تل پټځایونه برابروي.
مصطفی په ډاګه کړه، چې په بغلان کې د منظمو طالبانو شمېر به ۲۰۰۰ تنو ته رسېږي؛ خو غیر منظم به یې درې برابره زیات وي.
مصطفی وویل: د طالبانو تر شا د سیمه ییزو خلکو ملاتړ ریښیتنی قوت دی. پخوا به ددوی زکاتونه او مرستې مدرسو ته تللې؛ خو اوس طالبانو ته رسېږي. همدارنګه د کوم ستر عملیات د پلانولو پر وخت سیمه ییز سوداګر زمونږ مالي ملاتړ کوي. مونږ له دوی څخه د پیسو غوښتنه کوو او دوی په ډېره سخاوتمندۍ زمونږ غوښتنو ته لبیک وايي.
مصطفی په خپل ګرځنده ټلفون کې ددوی د یو برید ویډیو راوښودله، چې په کندوز کې یې پر نظامي اډې ترسره کړې وه.
مصطفی وویل: په اوس وخت کې ټول ښارونه د حکومت په لاس کې دي؛ خو اطراف د غرونو په ګډون د طالبانو د کنټرول لاندې دي. همدرانګه د ژمي په موسم کې ډېری سیمې د دوو لاملونو له کبله پرېږدو. یو، د واورې له امله، چې په غرونو کې زمونږ خوځښت ستونزمنوي. دویم، په ژمي کې د ټولو ونو پاڼې تویېږي او مونږ د بغلان په ګڼو ځنګلونو کې پټځایونه له لاسه ورکوو.
ما وپوښتل: ایا طالبان یوازې پښتانه دی؟
مصطفی ځواب راکړ: پښتانه اکثریت دی؛ خو اوس حالت ډېر بدلېدونکی دی. نږدې ۲۰ سلنه طالبان تاجکان او ازبکان دي. زمونږ اړیکه مدرسې دي. مونږ ټولو په ګډه درس ویلی دی او د امریکا له تجاوز وروسته مو وهڅول ، چې په مقاومت کې برخه واخلي.
مصطفی ومنله، چې له چیچنیا، ازبکستان، تاجکستان او روسیې څخه ګڼ شمېر جنګیالي راروان دي.
ما وپوښتل: روسیه؟ موخه له چچنیا ده که څنګه؟
مصطفی خپل مبیال خلاص کړ  او د یو چا تصویر، چې پر مخ يې ږیره وه، اوږده وېښته یې درلودل او پر سر یې خولۍ وه، راوښود او په دې توګه ډېره ستونزمنه وه، چې وپېژندل شي.
مصطفی وویل: دا زما ملګری خطاب دی، له روسیې څخه و. هغه اسلام قبول کړی و او له مونږ سره د جهاد لپاره یو ځای شوی و. یو کال وړاندې په جګړه کې شهید شو.
له مصطفی مې وپوښتل، چې له ازبکستان، چچنیا، تاجکستان او روسیې څخه یې همفکران څه ډول ورسره یوځای کېږي.
مصفی وویل: زه درته ویلی شم، چې په شمال کې د طالبانو او د مرکزي اسیا د خوځښت تر منځ فعاله اړیکې شته دي. هغوی تل له مونږ سره یو ځای کېږي؛ خو دا چې څنګه یو ځای کېږي، دا زما له سویې لوړه خبره ده. زمونږ مشران په مرکزي اسیا کې له خپلو همفکرانو سره په تماس کې دي. که څوک دلته راځي او یا هلته ځي، دا په لوړه کچه خبره ده او په لوړه کچه تنظمېږي.
ما هڅه کوله، چې اسلامي حرکتونو ته د نړیوال تمالیاتو په لور بحث بوځم؛ خو ښکارېده، چې د مصطفی له سویې لوړه خبره ده. د هغه لید او پوهه د افغانستان شمال پورې محدوده وه. هغه القاعده په ستراتیژیکه توګه نه بلکې د همجهادې ډلې په توګه یې پېژانده. هغه په دو څیزونو باندې خبر و. القاعده په کندوز کې خپلې اډې جوړې کړي او جګړه به ازبکستان ته ورننوځي.
مصفی په ډېرو تتو او ساده ټکو کې د افغانستان د راتلونکي جنګ په اړه وویل: ازبکستان د امریکا په وړاندې د ټولو فعالیتونو مرکز دی. د ناټو ټول تجهیزات د ازبکستان له لارې راځي او همدارنګه دغه هېواد د ناټو ملاتړ هم کړی دی. همدارنګه د ناټو د کمزوري کولو په موخه ښایي جګړه ازبکستان ته یوسو، چې د ناټړو له ملاتړ څخه لاس واخلي.