- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- رفيع الله روشن
- 1157
هروختـــې مې په زړه يــــې خوپه ستـــرګودې نه وينـــم
کاروانه! پرښته که مې احساس يې لږ مې پوه کـــــــړه
دکائناتوستر پنځوونکي او بشر ته ښکلا ورکوونکي څښتن خپل هر عاجز بنده په يونه يوه صفت باندې وياړلى دى،ځينې يې ښه صفات او ځينې يې بدبختانه چې بد اوصاف لري.
هرچاته يې ددې استعداداو وړتيا ورکړې چې که ښه کارونه کوي ا وکه بداو نور هم پرې مجبورولى شي ، ښه هم ډېر دي خو داسې خلک هم ډېر دي چې پام يې په بدو وي او دښه کارتمه ورنه نه شي کېداى.
هغه چې په نېکويې نازولي دي څوک ډاکټر،څوک معلم،څوک انجنير،څوک شاعر اوليکوال،څوک څېړونکى،څوک بزګر،څوک ترکاڼ اوڅوک يې معمارجوړکړي دي ،مطلب دا چې د ځانته ترڅنګ يې نوروته هم فايده رسېږي .
راځو اصلي موضوع ته، هغه داچې شعر، شاعري ، ليکوالي ،ادب اوهنراوددې استعداد اووړتيا يوه الهي لورېينه ده، چې کله دهغه لايزال رب خوښه چاته وشوه نو ددې زحمتونو خو له خوندونوډک کړاو امېل ورپه غاړه کړي.
يوله هغو بختورو او دبرخې له دې خاوندانوڅخه چې الله ج ورته داخواري ورپه برخه کړې ده اوده هم داخواري يوحتمي کار بللى دى اوهېڅکله يې هم ورڅخه شکايت نه دى کړى ،هغه هم زموږ دکړېدلې او ځورېدلې مور(هېواد)يوبچى ليکوال،شاعراو اديب ښاغلى پيرمحمدکاروان دى،چې تل غواړي خپل رنځېدلي او داسارت په ځنځيرونوتړلي هېوادوال په خپل ګرد چاپېرکې خوښ او خوشحاله وګوري،کاروان هغه زرشوى ته ورته دى چې ددريابونو دغاړو شګې وينځي اوله هغې څخه دزرو وړې ذرې راټولوي اوورته خوښېږي؛ همداشان دى دخپل هېواد کنډوالې،ړنګ شوي جوماتونه،ملاماتي نښترلټوي اوپه هغوکې خپل بند وروڼه اوخويندې ميندې لټوي ترڅودهغوى په سپېروشونډويوه موسکاخوره کړي.
ښاغلى پيرمحمدکاروان هغه شاعر دى چې هېڅلکه هم نه غواړي دده دهېواد دکوم بچي په خوله دې دخوږې موسکا پرځاى ترخه ژړا حکومت وکړي ،هغه تل غواړي خلک خوښ وګوري،هغه له چانه خوښي نه اخلي خوتل خلکوته خوښي ورکوي،هغه دبدحالت په ليدو سره ژړېږي اوښکې يې روانې شي،په ځان نه پوهېږي، ددې هرڅه په ليدويې دزړه مراندې سستېږي،وينه يې په جوش راځي،سترګې يې په قلم پسې جېب ته ګوري،لاسونه يې په خوځښت راځي، کله چې داهرڅه وشي نو خپل درد اوسوخت دقلم په خوله دسپين کاغدپرمخ پرېږدي،اوبيايې خپلو دردځپلواو دغم کوربنوهېوادوالوته يې په خپله خوږه ژبه بيانوي ،چې په ويلويې ددله له سترګو اوښکې او داورېدونکيو په شونډو دخوښۍ موسکاخوره شي.
کاروان دغرونوشاعر دى،هغه په داسې يوه سيمه کې نړۍ ته راغلى دى چې څلورطرفه يې غرونه اوغونډۍ دي؛ خودا غرونه اولوړې په شنو او دنګو نښتروپوښلي دي،هغه په داسې ځاى کې زوکړى دى،چې دغره په هره لمنه کې،په هر ناوکې،شاعرانه نغمې انګازې کوي،دهرچنار اونښتر په اوږده تنه په نښتو څانګو او په دې څانګوکې په هرې نښتې پاڼه کې ديوه شعر او غزل سوژه ټال خوري ( زانګي) ،مګرداددې معنى نه ورکوي چې ،هرڅوک اوهروخت کې دې ددې سوژو په سپړلو او بېرته دمرغلروپشان په پېيلووتوانېږي،داهرڅه ځانته استعداد اوعالي ذهن غواړي
سل او زرګلونه واشي په چمن کې
پکې يو نيم دليلاپيکې ته ورشـي
اودا ددې په معنى هم ندى چې کاروان به تل په غرونوکې وي ،که وګورو اوپه لټه کې يې شو،نو کاروان به په غرونو،دښتو،ښاريو،کليو، اسمانونو،ستورواوسپوږمۍ کې ووينو، دى له ښاريانوسره پخپله ژبه،له کليوالوسره په خپله ژبه اوله کوچيانوسره پخپله ژبه غږېږي کاروان په پسرلي کې دسهار دخوږنسيم پشان دى چې هرڅوک يې له لګېدوڅخه خوند اخلي.
په هغه هرڅوک ډېرګران دي،خوپه خپل کلي ډېر مئين دى لکه پخپله چې وايي:
درې واړه پرماګران دي اول يار زما دکلي
چنار زما دکلـــي او کوکنار زما دکـــــــــلي
داچې په خپل کلي ډېر مئين دى،زه اوته (پښتانه) يې هم نه يو هېرکړي،اوتل غواړي چې له خپلو هېوادوالوسره ،خبرې اترې ولري ،له هغوى سره ادبي بنډارونه ولري،له هغوى څخه څه ياد کړي اوڅه وريادکړي.
حجرې مو له جرګواومرکونه تشې مه شه
ګورته نجونې درومې په کتار زما دکلي
وګورئ! ښاغلى کاروان پخپله ژبه هم څه ښه اعتراف کوي چې هغه دغره سړى دى خو داددې په معنى ندى چې هغه يواځې په غره کې لوى شوى بلکې لکه دمخه چې مو وويل کاروان په هرځاى کې دشعري اوهنري ژبې پر مټ موندلاى شو.
بياهم وايي:
ښار دهوښيارانو دى او زه دغره سړى يمه
تورې زولنې راپســـــې ګرځي لېونى يمــــــه
ددې هرڅه ترڅنګ کاروان داهم خوښوي چې شوخي وکړي ، د ممبراومحراب ترڅنګ غواړي دميخانې اوميکدې څخه هم ديدن وکړي،خو يواځې ديدن يې کوي،او دايې هم خوښ دي چې له نازولوښاپېريوسره ،دخيال په ګلبڼ کې وګرځي،له هغې سره خيالي اوتصوري خبرې وکړې ،هغې ته دهواپه څپوکې خپل دزړه پيغامونه و استوي، هغه وخندوي، نازونه پرې وکړي،داسې ټوکې ټکالي ورسره وکړي چې هغه دخجالت فضاته ورولي،اوله ده څخه په يوه خاص انداز اوشرمګينه ادا سره مخ واړوي خو په مينه ورته بېرته څنګزن ګوري.
له غرونو اخواله سيندونو اخوا
يه دڅپې غوندې اوترې ليلو
دلېوني زړګي سلام درلېږم
نارې مې واوره مساپرې ليلو
اوياداچې:
ليلوزمالاس به درونه رسي
چې درته غردسپېلنولوګى کړم
چې ستاله ښکلي مخ يې وتمبوم
چې نظرونه دسپېرولوګى کړم
کاروان صاحب ډېره ښکلې ژبه لري خداى دې يې تل دشعر اوادب ژبه ګويانه اوګړنۍ لري،له بد نظرڅخه دې تل په امان کې وي.
تاسوخوبه ډېرځله دکاروان صاحب شاعري اوليکوالي لوستې وي،دهغه هره ليکنه چې لولئ نو داسې فکربه ونکړئ چې ګنې دکاغذ له مخې لوستل کوئ ، داسې تصور به وکړئ چې پخپله کاروان مو مخې ته ناست دى ، او په خوږه اوفصيحه ژبه درته خوږې خبرې کوي،دهغه ليکوالي اوشاعري زه ډېرځله دالفت صاحب له شاعرۍ او ليکوالۍ سره پرتله کوم چې ډېرفرق نه پکې وينم،الفت صاحب هم داسې پنځونې کړي دي چې ابتدايې شته خو انتهايې تر ډېره وخته نده معلومه،ددې خبرې دثبوت لپاره دکاروان صاحب ځينې خپرې شوې ويناوې دمثال په ډول را اخلوچې وګورو په رښتياهم دکاروان ليکوالي او شاعري ټول په ژوندۍ بڼه برېښي اوکه نه.او آيا داسې نه ښکاري لکه کاروان چې همدااوس ناست دى او غږيږي .
(کاروان خبرې کوي)دادښاغلي پيرمحمدکاروان په ګوتو ليکل شوې هغه مقالې او سريزې دي چې دبېلابېلو شاعرانواو ليکوالونوپه کتابونويې ليکلې دي.اودهېواد ځوان او(( همزولي)) شاعر بازمحمد عابد په زيار راټولې شوي او دچاپ په ګاڼه سمبال شوې دي.
کاروان په يوځاى کې دعابدصاحب دلانديني شعر په اړه وايي:
هـــــوده دمينــــې پر اثــــــر نه کوي
دسينې دښـــــته کې مې ماره ګرځي
لږمې دمينې په هوده کـــــــې واخله
روح مې په بين دې لکه ماره ګرځي
کاروان: باز ته ددې غزل په سر کې سوګند ورکوو چې د سرو سترګو داډول لوبې به پرېږدي؛ عابد دې دتورو او کلماتوسرکش ښامار ته دغزل شپېلۍ وغږوي او دښايست لعل دې ترې راولجه کړي.
په همدې شکل فکر کوم چې (ښاغلى سيدشاه سعود) به وي ولې چې په ليکنه کې يې مکمل نوم ندى اخستل شوى،يواځې سعود راغلى دى ،دسعود صاحب پرکتاب ليکنه چې کاروان صاحب ورته عنوان (نن دجانان ددرځنځيرشرنګوم)غوره کړى دى، په يوه ځاى کې يې دکاروان لهجه په لايف بڼه راغلې
ظالمه ته خوپه فطرت مئين يې
دابې فطرته ژوندون څله کوې؟
کاروان: وګورئ دشعر په سرکې دظالم ټکى څومره له نازه ډک دى.
چې ددې او دېته ورته ليکنو په ليدوسره په هرځاى کې دکاروان دموندلوچانس پيداکولاى شو.
اوياهم په دې ځاى کې چې وايي:
اى ! ګرانو لوستونکيو تاسې به هم داتجربه کړې وي چې له هنر،ښکلا،له شعر او نغمو خوند اخستل ډېر اسان او زړه غوړوونکي دي ،دخوښۍ هنري بيان باذوقه انسان ته دخوښۍ دخونداو درد بيان لېږدوي،خو پردې کيف باندې خبرې کول په (والله چې لږې مشکلې شي).
په همدې ډول داهم وګورئ کله چې دى په ١٣٥٦کال کې دخوست ميخانيکي لېسې نه فارغېږي او بيا ديوه فني مامور په صفت په کندهار کې دنساجۍ په فابريکه کې کار کوي اوبيا بل ځاى ته ځي اوهلته ورته دشوروي ته دتحصيل برسونه راځي اود دشوروي له تحصيلي برس څخه بې برخې پاتې کېږي په اړه يې څه ښه وايي:
زموږديوولسو کسانو نومو نه يې وليکل له دې يوولسو نومونوڅخه يې يو نوم رابېل کړ،او ويې ويل چې دانوم دهرچاوي هغه به له دې برس څخه محرومېږي ،خداى شته چې په دې وخت کې مې زړه نه رپېده،اولامې په زړه کې ويل چې دابه خامخا زما نوم وي ،کله چې يې هغه يوولسم نوم پرانيست ، په رښتيا هم چې دکاروان نوم وو.
ډېر وارخطانه وم خو بياهم پټ په زړه کې مې يو خفګان لاره.
اى! تاسو مامه ملامتوئ داناکامي چې هرڅنګه وي يو درد لري.
ما(ليکوال )خوپخپله ،ددې خبرې په لوستلو داسې فکر ندى کړى چې دابه مې دکاغذ يا کمپيوټر پرمخ لوستي وي بلکې داسې مې وانګېرله چې پخپله کاروان صاحب به راته ويلي وي.
لنډه داچې دکاروان صاحب شعرونه او غزلې هم ډېرخوند کوي،خوپه ماباندې ترټولو ډېرې دده نثري ليکنې اغېز کوي.
له لسوکالوراپه دېخوا هغه وخت چې زه په اتم ټولګي کې وم،دکاروان صاحب له نوم اوليکوالۍ سره اشنايي لرم،مابه تل دهغه شاعري لوسته خو يوڅه چې ما ډېر لوستي او دکاروان صاحب په لاس ليکل شوى هغه دلنډوکيسو يوه ټولګه ده چې نوم يې دى (غره ته روان سړى)داکتاب مې شپږ کاله وړاندې په ننګرهارکې ديوه دوست له کور نه را غلا کړ،خوله بده مرغه بايد ووايم چې کله يې راسره وليده نو بېرته يې رانه واخست،هغه لکه چې لمانه هم پرې ډېر مين وو.
خوترڅوچې يې رانه بېرته وړه ماهم داسې لوستى وه چې هغه دچاخبره سم مې حفظ کړى وه ،ددې کتاب ټولې کيسې په زړه پورې دي،خوزمالپاره همداکيسه چې دکتاب نوم يې هم دى غره ته روان سړى ډېره جالبه ده.
خير په هرحال له هماغه وخت چې مې داکتاب ولوست نو مې په زړه کې يوه تلوسه پيداشوه چې داسې وخت دې خداى راولي چې يوه ورځ کاروان صاحب له نږدې څخه وګورم،اوښې ډېرې خبرې ورسره وکړم، له لېسې څخه تر فارغېدو وروسته ماپه کابل کې دنده واخسته ،نو خبرشوم چې ښاغلى کاروان صاحب هم په کابل کې دى،اوکله کله افغان ادبي بهير ته راځي، بهيرته خو زه هسې هم تلم خوڅوځله خاص دده دليدوپه خاطر هم ولاړم خو نه پوهېږم ولې زما قسمت داسې دى،ماهېڅکله هم کاروان صاحب هلته ونه ليد،اودهغه دمخامخ ليدو تنده مې ماته نشوه،
يوه ورځ په خپله خونه کې ناست وم مطالعه مې کوله چې څنګ ته په پروت ريموټ مې سترګې ولګېدې راپورته مې کړ او ټلوېزيون ته مې مخامخ کړ ټلوېزيون هم دنه روښانه کېدو لپاره کومه بهانه نه لرله، نوبې له ځنډه روښانه شو، فکر کوم چې په لمرټلوېزيون کې د(لمرڅرک) سهارنۍ خپرونه وه،يوڅوک ناست و،اودشعر اوشاعر په اړه يې خبرې کولې،مطالعه رانه پاتې شوه،دهغه خبروته مې غوږ ونيوه،خداى شته خبرې يې ډېرې راته اشنا وې،ددله څو خبرو وروسته دخپرونې کوربه وويل ښاغلى کاروان !! يوه جټکه مې خوړه او ټول غوږ غوږ شوم دټي وي اواز مې پورته کړ، دخوشحالۍ ساړه مې په زړه راننوتل ژر مې موبايل راواخست دمېلمه څو عکسونه مې واخستل سره لدې چې له ټلوېزيون څخه سم عکس هم نه وو اخستل شوى خوبيامې هم له ځانسره وساتل، په دې ورځ له ډېرې خوښۍ نه په جاموکې نه ځايېدم، له ډېروخت وروسته مې نسبي ارمان پوره شو، او دهغه دليدوتنده مې چې له ډېروخت راهيسې مې لرله ماته شوه خوډېره په زړه پورې داده چې اوس چې په کابل ښارکې داڅلور کاله له يوبل سره په دري کيلومترۍ کې ژوند او دواړه له رسنيو سره کار کوو بيا مې هم کاروان صاحب مخامخ ونه ليده.
زه دخپلو خبرو لمن همدلته رانغاړم خوتاسوته دکاروان صاحب يو شعر ډالۍ کوم.
غزل
په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه ي
پيرمحمدکاروان