دمیلادیچ په څیرافغان جنګي جنایتکاران هم باید محاکمه شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اخترمحمد اسلام خیل
  • 1336

له عدالت او دمظلومانو له اسویلي څخه څوک نه شي تښتیدلی، آن که کلونه هم تیر شي ظالم به دخپل عمل سزا ویني له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ کلونو پورې د بوسنیا په جګړو کې دصربیانو پوځی قوماندان راتکو میلادیچ له ۱۶ کلونو فرار وروسته دلاهې دجنګي جرمونو محکمې ته وسپارل شو دغه خبر چې په دې اوونۍ کې دنړیوالو رسنیو سرلیک و،  افغانان هم هیله من کړل چې دلته به هم دبې ګناه خلکو قاتلان محاکمه او دخپلو اعمالوپه سزا ورسول شي، څرګنده ده چې په تیرو دریو لسیزو کې زموږ په خلکو په بیلابیلو نومونو بې شمیره ظلمونه وشول دخلکو کورونه بې موجبه بمبارد شول بې ګناه خلک په جاودنو کې شهیدان شول چې دا لړۍ لا دوام لري دغه راز دواک په سر په جګړو کې زموږ په خلکو هغه ظلمونه وشول چې دبشریت تاریخ یې په یاد نه لرل ، دخلکو په سرونو کې دهغوی دعمر په اندازه میخونه ټکوهل شول دمړي نڅا د بې رحمانه وژنې هغه نوې طریقه وه چې په کابل کې دتنظیمي جګړو پر مهال دپه اصطلاح ځینو جهادي تنظیمونو له خوا رواج شوه او د ظلمونو ډیر نور مختلف ډولونه چې په قلم نه لیکل کیږي.
زموږ خلک دې ته شیبې شمیرې چې څه وخت به له ظالمانو او قاتلانو سره حساب کیږي د همدې حساب او کتاب نه موجودیت دی چې زموږ په هیواد کې ظلمونه په بیلابیلو ډولو او بیلابیلو بهانو تکراریږي او ترننه دادی دوام لري.
موږ به دهغې ورځې راتلو ته دعا کوو او شیبې به شمارو چې دخلکو قاتلان او ظالمان د راتکو میلادیچ په څیر محکمې ته راکش او دخپلو عملونو په سزا ورسیږي.
خو زموږ دا هیله لکه چې لا اوس هم تر وخت مخکې ده، دلته د میلادیچ په څیر او آن تر هغه زیات ظلم کوونکي نه یوازې لا سرې سترګې ګرځي بلکې سیمه ایزو او قومي تعصباتو ته په لمن وهلو سره غواړي خپل عمر لا نور هم پسې زیات کړي تر همدغو نومونو لاندې ځان ته نور پلویان بیدا کړي چې هغوی دمیلادیچ دکورنۍ او خپلوانو په څیر له عدالت څخه ددوی د ژغورنې لپاره لارې چارې ولټوي.
دافغانستان په حکومت کې اوس هغه کسان چې جنایتونه یې له هیچا پټ نه دي زیات واک لري، او حکومت هم وخت ناوخته دهغوی ملاتړ کړی دی او دوی یې دخلکو له محاکمې ساتلي دي. خو پوښتنه داده چې هر حکومت خپلې ګټې او ورسره مصلحتونه لري ولې نړیوالې ادارې په افغانستان کې په بشري ضد جنایتونو سترګې پټوي د ځینو بهرنیو کړیو تر سیورې لاندې په افغانستان جنګي جنایتکاران مصون ګرځي دا خو لا څه چې پرون د لویې څارنوالي ویاند رسنیو ته وویل چې دوی په فساد دککړو دولتي چارواکو دوسیې تر کار لاندې نیولي خو بهرنۍ کړۍ دهغوی ملاتړ کوي او دوی نه شي کولی دغه زورواکي محکمې ته راکش کړي.
هم ځینو بهرنیو کړیو ، هم افغان حکومت او هم هغو ادارو چې ځانونه خپلواک او دبشري حقونو ملاتړي بولي په افغانستان کې له عدالت څخه دجنګي جنایتکارانو دژغورنې لپاره لاسونه سره ورکړي او ددوی په اعمالو پردي اچوي.
تر څو به په افغانستان کې په شویو جنایتونو پردې غوړول کیږي، په افغانستان کې د ثور له کودتا تر اوسه پورې چې دهرچا وس رسیدلی نو په نورو یې ظلم کړی دی خو هیچا یې پوښتنه نه ده کړې، هغوی چې ظلم او تیری یې کړی دی اوس هم آن په جګو سترګو ګرځي ځکه چې دوی یو تر بل زیات ظلمونه وکړل، که د واک نوی نیونکی په پخوانيو واکمنو ظالمانو نیوکه کوي خپل ځان ته چې پام وکړي خپل جنایتونه یې تر هغه زیات وي، نو ښه دا بولي چې پټه خوله پاته شي او تیر په هیر وبولي.
خو دا یو ه بې ګټې هڅه ده ، جنایتونه هیڅکله پټیدای نه شي که نن پټ شي سبا نه پټیږي، هغه څوک چې په دغو جنایتونو پرده اچوي باید پوه شي چې هیواد ته دسولې او عدالت د راتلو په لاره کې خنډونه جوړوي او دافغانستان دخلکو وخت ضایع کوي.
یوه ورځ به داسې راشي چې د میلادیچ په څیر عدالت ته وړاندې شي او هلته دخپلو جنایتونو ځواب ووایي.
دخلکو هیله داده چې په ټولو قانون تطبیق شي په دې اړه بې پلوه څیړنې وشي او دبشري حقونو دنړیوالو ادارو په مرسته هر هغه څوک چې اوس او په تیرو کلونو کې یې بشري حقونه ترپښو لاندې کړي خلک یې ځورولي دي باید ژر ترژره دقانون منګولو ته وسپارل شي.او زموږ په ټولنه کې قانون پلی شي.