بلخ ميشتي اديبان: ايران د كتاب په نوم د خپل فرهنګ د دودولو هڅه كوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مبارك خان
  • 1275

 له خدمتګار ورځپاڼې څخه په مننه


په مزارشريف كې د ايراني كتابونو د نندارتونو پرانيستل د افغاني فرهنګ د ودې لپاره نه بلكې، په افغانستان كې د ايراني فرهنګ د پراختيا لپاره يوه هڅه ده.
دغه څرګندونې د مزارشريف ښار بېلا بېلو فرهنګيانو په دغه ښار كې د ايران د ارشاد او فرهنګ وزارت له خوا د زرګونو ټوكو ايراني كتابونو د اوونيز نندارتون د كتنې پر مهال خدمتګار ته وكړې.

د حضرت علي كرم الله وجهه د مباركې روضې په انګړ كې د غبرګولي په ۱۷مه، د ايران د ارشاد او فرهنګ او د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت په ګډو هڅو د زرګونو ټوكو ايراني كتابونو نندارتون په افغانستان كې د ايران سفير حسين المالكي او د ولسي جرګې وكيل حاجي محمد محقق له خوا پرانيستل شو.

په كابل كې د ايران د سفارت فرهنګي مسوول ناصر جهان شاهي خبريالانو ته وويل، چې په دغه نندراتون كې د  ۵زره عنوانه كتابونو، ۱۸۰زره ټوكه په نندارتون كې ايښودل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دغو كتابونو كې ۱۷۰زره ټوكه ايراني او ۱۰زره ټوكه افغاني كتابونه دي، چې ننداره به يې يوه اوونۍ دوام وكړي.

كه څه هم د ولسي جرګې وكيل حاجي محمد محقق د نندراتون د پرانيستې پر مهال ايران او افغانستان دوه دوست او ګډفرهنګه هېوادونه ياد كړل او د نندراتون له پرانيستې يې مننه وكړه؛ خو د مزارشريف يو شمېر فرهنګيان د ايران دغه ډول هڅو ته د شك په سترګه ګوري.  دوى وايي، چې ايران د افغاني فرهنګ د ودې لپاره نه بلكې په افغانستان كې د ايراني فرهنګ د لا پراختيا لپاره ورته نندارتونونه جوړوي. 

د مزارشريف ښار اوسېدونكي ليكوال ذبيح الله احساس خدمتګار ته وويل: ((كه چېرې په نورو برخو كې له افغانانو سره د ايران چلند ته ځير شو؛ نو د كتابتونونو د نندارتون پرانيستې ته يې د شك په سترګه كتل په كار دي.))
نوموړي زياته كړه، چې ايران د افغانانو اعدام، ځورونه، په اقتصادي برخه كې په مياشتو مياشتو په ايراني پوله باندې د تيلو د لسګونو ټانكرونو درول او همداراز په رسنيو كې هغه خبرونه، چې ښيي ايران د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره هم مرستې كوي، هغه څه دي، چې د دې هېواد اړيكو او هر ډول هڅو ته بايد د شك په سترګه وكتل شي.
احساس په مزارشريف كې پرانيستل شوى اوونيز نندارتون له نږدې كتلى، چې د افغاني فرهنګ د ودې لپاره يې په كې هېڅ نه دي ليدلي.
نوموړي وويل، چې په نندارتون كې د ايراني مشاهيرو د تصويرونو لګېدنه، د ډېرى داسې كتابونو نندارې ته ايښودل، چې د ايران په داخلي سياست او ايرانيزم باندې څرخي د دې معنا وركوي، چې دوى په افغانستان كې د ايران د فرهنګ د پراختيا لپاره كار كوي.
د هغه په خبره، كه رښتيا هم دغه نندارتون د افغاني فرهنګ د بډاينې لپاره واى؛ نو ولې په كې د ۱۸۰رزه كتابونو څخه يوازې ۱۰زره افغاني كتابونه دي.
احساس وويل، چې هره ورځ د دې هېواد په دوو رسمي ژبو (پښتو او دري) په سلګونو كتابونه ليكل كېږي او يا ورته ژباړل كېږي؛ چې د مالي ستونزو له امله په كلونو كلونو نه چاپيږي.
نوموړي زياته كړه، چې كه ايران په رښتيني توګه د افغاني فرهنګ د ودې لپاره كار كوي؛ نو له افغان ليكوالو سره دې په دې برخه كې مرسته وكړي، چې خپلې ژبې يې په هر اړخيزه توګه د ياد وړ شي.
د هغه په خبره، ايران هڅه كوي، چې د هېواد خويندي ژبې (پښتو او دري) له منځه يوسي او پر ځاى په دغه هېواد كې د فارسي د پراختيا لپاره لاره هواره كړي، چې افغانانو ته د زغملو نه ده.

د همدې ښار بل فرهنګيال ليكوال او شاعر محمد ضمير خدمتګار ته وويل: ((كله چې خبر شوم، په روضه كې د يو ستر نندارتون اوونيز نندارتون پيل كېږي؛نو خداى شته چې ډېر خوشال شوم، خو چې كله مې نندارتون له نږدې وكوت؛ نو بيا راته د هېواد په حال افسوس راته)).
نوموړي زياته كړه، چې په مزار شريف كې د ايران له خوا پرانيستل شوى د كتابونو دا نندارتون هسې تش په نوم نندارتون دى او په اصل كې د ايراني فرهنګ د دودولو ستره پروژه ده، چې په افغانستان كې پلې كېږي.
د هغه په خبره، د نندارتون كې يوه برخه كې د اسلامي شهيدانو په نوم نومول شوې ده، چې ۹۵سلنه پكې د ايران د مشاهيرو تصويرونه لګېدلي او خلكو ته ايښي، چې د نړۍ په كچه همدا د اسلام د لارې سپېڅلي شهيدان دي.
همداراز داسې غرفه هم پكې لګېدلې ده، چې پكې د ايران د هراړخيزې پېژندنې په اړه كتابونه، قاموسونه، سترې نقشې او انځورونه لګېدلي دي، په داسې حال كې د چې د افغانستان پېژندنې په اړه پكې داسې څه نه تر سترګو كېږي.
ضمير وويل: ((د افسوس ځاى خو لا دلته دى، چې د هېواد د اطلاعات او فرهنګ وزارت هم د ايران د دغه ډول هڅو ملاتړ كوي او دوى يې په ډاډ د ايران فرهنګ د پراختيا لپاره كار كيږي.))
نوموړي زياته كړه، چې ورته هڅې په هېواد كې د دوه خويندو ژبو د لرې والي سبب ګرځي او له افغان چارواكو څخه يې هيله وكړه، چې ورته نندارتونو نه بايد يوازې او يوازې علمي اړخ ولري، نه دا چې هغه هېواد له دې لارې د خپل فرهنګ د پراختيا لپاره په سپين سترګۍ هڅې وكړي.

خو د ايران سفير حسين المالكي  د دغه نندراتو د پرانيستې پر مهال په خپلو خبرو كې وويل، چې دوى افغانستان ته د يو دوست ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او د هراړخيزې مرستې ډاډ وركوي.
د يادونې وړ ده، چې درې مياشتې مخكې په كابل كې هم ورته نندارتون پرانيستل شوى و.