د سولې شورا به ... شي.


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جاويد واك
  • 1088

 په افغانستان كې د اوږده كلن جګړه ييز بهير په موده كې بار بار دا هڅې شوي، چې دې هيواد ته سوله راشي او په دغه وطن كې شته مشكلاتو ته يوه ورځ نه يوه ورځ دحل لارې چارې ولټول شي.

دغه هڅې يا په نظامي برخه كې شوي او ياهم په سياسي برخه كې خو لكه څنګه چې مالومه ده نظامي اړخ يې دومره موثر نه دى تمام شوى.
خو په سياسي برخه كې بيا د نړيوالو او افغاني حكومتونو هڅې ريښتيني نه دي او يايې هم له زړه نه كار نه دى كړى.
څو لسيزې كېږي چې له دې هيواد څخه د اور لمبې پورته كېږي. د شوروي اتحاد له راپرځېدو وروسته، كله چې قدرت مجاهدينو ته ور ورسېد. په دې وخت كې نو د خلكو ډېرې هيلې پيدا شوې او ګمان يې كاوه چې ګوندې هيواد به يې نور د غمونو له ګودال څخه را ووځي، خو مسله د دې خبرې بر عكس شوه. د مجاهدينو په دوران كې دا سې كانې وشوې چې بيخي د چا په ذهن كې هم نه ګرځېدې.
له هغه نه وروسته بيا د طالبانو په دوره كې هم جګړې دوام وكړ. بار بار به د طالبانو او پخوانيو جنګسالارانو تر منځ د سولې د خبرو غږونه او چتېدل، خو بې پايلې به برته خاموشه شول. ان تر دې چې افغانستان د تاريخ يوې نوې پاڼې ته و ننوت.
دلته د ځينو كسانو په اصطلاح نړيواله ټولنه راغله او ژمنې يې وكړې، چې د افغانانو په ژوند كې به بدلون راولي. كه څه هم په پيل كې خپلو ژمنو ته يوڅه وفاداره پاتې شول، خو په را وروسته كې له دوى څخه هم و شړېده.
په پيل كې د نړيوالو ځواكونو ټوله تكيه په نظامي اړخ وه. دوى نه و خبر چې افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د بهرنيانو لپاره يوه مرګونې سيمه پاتې شوې.
ځكه يې خپل سري عمليات او هوايي بمبارۍ خپل اوج ته ورسولې. دا دى دا څو كاله كېږي چې د دولت مخالفين يا د ولسمشر كرزي په وينا طالبان ورونه د كابل تر زړه را رسيدلي. اوس زموږ دولت او نړيواله ټولنه پوى شول چې افغانستان يوه سياسي حل ته اړتيا لري.
دا چې په ښكاره توګه دوى د سولې او ثبات نارې وهي خو په حقيقت كې خداى خبر چې څه پلانونه لري نوځكه يې د سولې په خاطر يوه رڼه پاليسي نه ده جوړه كړې.
بله خبر چې ډيرى افغانان پرې فكر كوي، دولت او په سركې يې ولسمشر كرزى پړ بولي هغه د دغې شورا د مشرتابه ټاكل دي چې په افغانستان كې يې يو لړ جنجالونه را پورته كړي.
دا چې دغه شورا د څه ډول كس لخوا پر مخ وړل شوې واى په دې ممكن زموږ په دولت كې مشران ښه وپوهېږې خو دا چې دومره جدي ورته نه ده ښكاره شوې داهم امكان لري.
په موږ(افغانانو) كې يو ډېر وران عادت دى  او هغه دا چې تل د دې له وېرې چې څوك مو تخريب نكړي تل ورته د هغه كس له وړتيا پورته څوكۍ وركوو چې هم به موږ ته زيان رسوي او هم نوروته.ياني په اصطلاح په هر كار كې تش په نوم ملي مصلحت په نظر كې نيسو چې ډېرى وخت مو همدغه كار د لارې خنډ ګرځېدلى.
د افغانستان د سولې د شورا مشر برهان الدين رباني هغه څوك دى چې په افغانستان كې د وژنو او چورو چپاول په كليدي كسانو كې راځي دا چې نوموړي په ۱۹۸۰ كلونو كې څه كارونه كړي دا ټول د تاريخ په پاڼو كې ليكل شوي دي.
د افغانستان د اوسنيو مخالفينو سره يې كلونه كلونه جګړې كړي او اوس دې ته ټاكل شوى چې هماغه خپل پخواني رقيبان سولې ته را دعوت كړي او هغه هم په دې ډول چې هغوى به وسلې ږدي او په كورونو كې به كېنې. كه چېرې د رباني له وسې دا پوره واى نو ولې يې د هماغو جګړو پر وخت داسې يو تصميم نه نيوى چې له طالبانو سره يې سوله كړې واى.
دا دى ډېره موده وشوه، چې د سولې شورا په كار پيل كړى، خو تر اوسه يې يو مهم كار چې د افغانستان په سياست كې ځانګړى رول ولوبوي نه دى ترسره كړى او دليل يې هم دا دى چې كفايت او كيفيت په دغه شورا كې بيخي په صفر كې ضرب دى.
د سولې راوستو په نوم په ولايتونو كې شوراګانې جوړېږي، پېسې اخلي خو د كار يې درك نه لږېږي مشران يې بهرنيو هيوادونو ته سفرونه كوي او بېغمه خپل وخت تېرى كوي افغانان وېرېږي كه دا حالا ت همداسې دوام وكړي هسې نه چې د سولې شورا دجنګ په شورا بدله شي ځكه خو يې مشران د جنګ ښې ډېرې تجربې هم لري.
په پاى كې بايد يادونه وكړو كه كارونه همداسې روان وي، نو خداى مكړه يوځل بيا زموږ د كړېدلو هيوادوالو وينې د ارزن په بيه نه شي او دا ټوټه، ټوټه هيواد مو د بربادۍ كندې ته ونه لوېږي.