- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محموده تقوا
- 1369
د شنبې په ورځ د غبرګولي په شلمه نېټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د میرمن ادبي بهير غونډه جوړه شوه
د غونډې ویندويي اغلې هيلۍ احدي او د غونډې مشري اغلې عزیزې افغاني کوله او همدا رنکه اغلې استاد زبیده فضل د ننۍ غونډې میلمه وه
د غونډې په لومړۍ برخه کې د اغلې فرحناز الکوزۍ په شعر کره کتنه وشوه او په شعر کې يي له تخنيکي پلوه په لاندې ډول سمون راغی:
ماته شپېلۍ د مينې غږوه جانانه
د سوي زړه نغمې را یادوه جانانه
سمه شوې بڼه يي
شپېلۍ د مینې غږوه جانانه
د زړه نغمې را یادوه جانانه
دشعر په نورو برخو هم ټکي په ټکي کره کتنه وشوه په ټوله کې شعر ښه وارزول شو.
ددې تر څنګ د ماشومانو لپاره دګلالۍ عمرخیلې په لیکل شوې ترانه هم کره کتنه وشوه.
د غونډې په دوهمه برخه کې پر کاري مسایلو خبرې وشوې او اغلې طوبی ندا ساپۍ په دې خبرې وکړې چې که په هلمند ولایت کې د میرمن ادبي بهير یوه څانګه پرانیزو نو دا به زموږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي البته دا غوښتنه د هلمند ولایت کوم اوسیدونکي د میرمن ادبي بهیر په ادرس مطرح کړې وه ،په همدې برخه کې د بهیر مشرې اغلې ساهرې شریف بهیروالو ته یو زېری وړاندې کړ، چې هغه څوک چې په میډیا کې دنده ولري کولای شي د انټرنټ د زده کړې په پنځلس ورځني ورکشاپ کې په وړیا توګه زده کړه وکړي همدا رنګه د غونډې په وروستۍ برخه کې یوه په زړه پورې مشاعره وشوه چې ۲۱ خویندو خپل شعرونه په کې وویل او همدا رنګه د تلیفون په لیکه له بیلا بیلو ولایتونو څخه ګڼو شاعرانو خویندو خپل شعرونه وویل .
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د حوریې په شعر کره کتنه وشي.
یاده غونډه له غرمې وروسته په ۲ پیل او په ۳:۴۵ دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده