د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله ستانکزی
  • 942

د لوګر ولايت ډېر ښکلی ولايت دی او ډېر ښکلي خلک لري، همدغو خلکو د ټول هېواد په ودانولو کې ډېرې هلې ځلې کړې دي، د هېواد او نړۍ په کچه يې عالمان، پوهان او تکړه انسانان روزلي او وړاندې کړي دي. نوموړی ولايت يو وخت د ښوونې او روزنې ځای و، چې بیا ورپسې باب الجهاد ونومول شو، خو اوس د تراوسه په واک کې پاتې شويو مشرانو لامله  ورنه هغه نومونه بېرته اخيستل شوي دي او بېخي د هلمند پخوانۍ موسی کلا ولسوالۍ ته ورته يو ولايت ورنه جوړ دی. پخوا مې ځکه وويل، چې اوس خو موسی کلا ولسوالۍ د لوګر له ولایته زر ځله خوندي ځای دی.په داسې وخت کې چې زموږ ښکلي ولايت د هلمند د پخوانۍ موسی کلا بڼه غوره کړېده خو زموږ محترم والي صاحب جنرال عتيق الله لودين بيا داسې ښکرور دروغ وايي چې د سړي خندا او غوسه دواړه ورته راشي، تېره ورځ مې د معمول په څېر خبرونه د ټلويزون په پرده ننداره کول، چې د لوګر په اړه هم په کې يو خبر و، ښه مې په ځيرتيا وليد او واورېد، چې محترم و الي صاحب په کې داسې وفرمايل: ((که تاسې زما د ولايت په لار کې چېرې طالبان يا د دولت مخالفين وليدل؛ نو زه دا اوس دا ولايت پرېږدم....) محترم والي صاحب په دې ډول خبرو کې خورا ښه تجربه لري، يو وخت چې دې ولایت ته نوی راغلی و او همداسې پرلپسې ویناوو یې پر ما ډېر اغېز کړی و د (والي صاحب خدای دې راوله) تر سرلیک لاندې مې یوه لیکنه ورته کړې وه، هغه لیکنه د ده د یوه اعلان په اړه شوې وه، چې ویلي یې ول، زه په لوګر کې ژمني کورسونه جوړوم او دا کوم هغه کوم، خو له بده مرغه چې دا هم د والي صاحب یو خوب و، چې اوبو ته یې ویلې و او تر اوسه پورې نه دا چې کورسونه ډېر شوي؛ بلکې هغه شته هم لمنځه تللي. رابه شو خپلې اصلي خبرې ته، چې د والي صاحب تازه مرکې دي او ټول خلک ننګوي (چېلنج ورکوي)، چې که کوم ځای طالب ولیدل شي زه به دا ولایت پرېږدم خو له بده مرغه والي صاحب له دې خبر نه دی، چې اوس اوس څومره لوګريان له خپلې آرې مېنې کډې کوي او د ډېرې مجبورۍ لامله خپل جوړ او ډک کورونه همداسې پرېږدي او کابل يا نورو خوندي ځايونو ته لېږدېږي، چې زما نور ګران افغانان يې دا ستونزې درکولای شي، ځکه چې له تېرو لسيزو راهيسې زموږ ډېريو افغانانو دا ستونزې ګاللې دي. د والي صاحب د خبرتيا او پوهاوي په پار به ځينې معلومات دلته وړاندې کړم، قدرمن والي صاحب که تاسې ځان په رښتیا هم د لوګر والي ګڼئ، نو مهرباني وکړئ لږ راويښ شئ او د همدغه کوچني خو ښکلي ولايت په اړه معلومات ترلاسه کړئ، پروا نه کوي ستا به زور نه رسي او يا به دې همدومره په واک او وړتیا کې وي، خو له دروغو ويلو ډډه وکړه، ځکه چې يوازې زه نه؛ بلکې ټول ولس په دې پوهېږي، چې په لوګر کې اوس څه روان دي. د لوګر ټولې ولسوالۍ له ناامنيو سره لاس او ګرېوان دي، د کابل – لوګر لويه لار هم د همدغو ناامنيو ښکار ده او هره ورځ يا هم لږ تر لږه هره اونۍ داسې زړه بوږنوړې پېښه په کې رامنځ ته کېږي، چې يادول يې سړی غمجنوي، تېرې ورځې د پورک په سيمه کې د کابل – لوګر په لويې لارې له لسو ډېر بېچاره لوګريان د نامعلومو کسانو لخوا حلال کړل شول او دېته ورته ډېرې داسې پېښې په همدې لويې لارې پېښېږي او د نورو لرې پرتو سيمو به يې درته څه ووایم، دا خو یې د لويې لارې حال دی، د نورو کلیو او لرې پرتو خو یادول هم سړی ژړوي او یوه ښکاره بېلګه یې د تېرې ورځې برید دی، چې په ازرې ولسوالۍ کې وشو او تر سلو ډېر بې ګناه لوګریان یې د مرک تر کومي ورسول. د محمدآغې ولسوالۍ چې کابل ته ډېره نږدې ولسوالۍ ده، څه ناڅه خوندي ولسوالۍ وه، خو اوس دا ولسوالۍ هم ډېره ناامنه شوې ده او ډېری اوسېدونکي يې اوس کابل ته کډه کوي، په تېره دولتي يا نادولتي مامورين خو اوس په هغو سيمو کې بېخي ژوند نه شي کولای يا به يې خپل خپلوان وژل کېږي، تښتول کېږي او يا که دی خپله هلته ولاړ شي، نو بېخي به په ژوند بیا بېرته خپلې دندې ته رانشي. د محمدآغې ولسوالۍ زرغون ښار کلی او څو نور کلي  خو اوس شپه او ورځ د وسله والو مخالفينو ځای دی او هلته حکومت کوي. د نورو ولسواليو خو يې د ناامنۍ ګراف دومره لوړ دی، چې په  ټوليز ډول يې بېخي ناامنه ښوولی شو، يوازې د مرکز ډېرې لږې برخې يې د خپلو ځانونو لپاره څه ناڅه خوندي کړي دي او یا خوندي پاتې دي. تېره ورځ مې د بګراميو ولسوالۍ په نويو رغول شويو کورونو کې له يوه نوي رالېږدېدل شوي لوګري سره روغبړ وشو او له هغه مې د هغه د راتګ په اړه وپوښتل، هغه ويل، چې نور نو لوګر د اوسېدو ځای نه دی، که هلته اوسېږې، بايد ټول کارونه پرېږدي او هلته په ډار ژوند وکړې خو لکه څنګه چې نوموړي په سرحدي پوليسو کې دنده لرله حالاتو دېته اړ کړی و، چې خپله کډه يې يوې خرابې ته راوړه او د مجبورۍ له کبله په همدغه خرابه ځای کې اوسېده، د والي صاحب د خبرو اورېدو پر مهال مې هماغه د سرحدي پولیسو لوګری عسکر سترګو ته ودرېد او ما ویل چې لوګريانو ته ګوره چې کومې ستونزې تېروي او والي صاحب بيا په څه وياړ دا خبرې کوي. لږ د خدای په پار نور راويښ شئ او د خپلو مظلومو خلکو ازار مه اخلۍ اخر به یې ښېرا ځای ونیسي، له یوې خوا د والي صاحب خبرو او له بلې خوا د خپل ولس دې ستونزو ډېر خواشینی کړم او له زړه درته وایم، چې دا لیکنه مې له درده کړې کنه زه په سیاسي لیکنو کې دومره تجربه نه لرم خو د نیمګړتیاوو بښنه یې مخکې له مخکې غواړم، خدای دې وکړي، چې زموږ مشران نور نو په دې ولس زړه وخوږوي او دوی ته د ژوند کولو زمینه برابره کړي.
د ټولو د سوکالۍ په هیله