د روضې چهارشنبه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 1198

نن يې بيا زوى ته وينې اړخ په اړخ اوښتې .دشپې ناوخته راتګ يې د زوى خوى ګر ځېد لى و.
 ((خدايه له دې زوى سره څه چل وكړم .په خبره مې خام پياز هم نه خوري )) په همدې خبرې سره كوټې ته ننوتله له ننوتو سره سم يې مېړه ته پام شو چې نيمايي بوتل ورته په مېز ايښى او ګيلاس يې خولې ته كړى. په غوسه يې وويل : ((وخدايه  له دې كو ره وتښتم او كه څه وكړم ؟))
مېړه يې له ګيلاسه يو څوغړپه وكړل ګيلاس يې پر مېز كېښود او په بنده بنده ژبه يې وويل : (( ووولې د وووږمې مم مم مورې ؟))
_ ((اي خداى مې دې درنه خلاصه كړې . دا ((ووو)) دې له سره پاتې شه !))
_ ((بيا سه سه سنګه په په په قار يې ؟))
_ ((خداى به بيا درباندې طالبان  رانه ولي چې سم سړى درنه جوړ كړي .))
مېړه يې له ګيلاس نه يوبل غړپ وكړ او په غوسه يې وزياته كړه .
_ ((اى اى ښه ښه  ښځې طا طا طا لبان به به به نه يا يا دوې.))
_ (( هو ولې به يې يادوم هغوئ   خو دې شرابو ته نه پرېږدي ،ولې به درته طالبان يادوم !!))
_ ((غه غه غلې شه دددرته وايم !))
_ (( هو ته يې څه كوې ته خو د شرابو په نشه كې ډوب يې ستا يې په دې خبرو څه ))
_ ((ووولې نو نو نو سه خه خه خبره ده ؟))
_ ((څه خبره ده .دادى څه كم لس بجې دي ،جعفر تر اوسه نه دى راغلى .))
_ ((سه سه سه يې كوې ځوځو ځوان دى ګه ګه ګرځي به .))
_ ((ځه ! ته يې وايه زه درنه لاړم ))
له همدې سره له كوټې ووته چې وږمه له خوبه جګه كړي تر څو جعفر ته زنګ ووهي چې بيا چېرته ورك شوى دى خو لا بلې كوټې ته نه وه رسېدلې چې د موټر سايكل د هارن اواز يې واورېده او د دراوزې په لور روانه شو ه له ورسېدو سره سم يې غږ وكړ : ((جعفره ته يې ؟!))
اواز يې واورېد : ((هو زه يم ))
موريې په غوسه وويل: مرګې زه يم اوله همدې سره يې دروازه خلاصه كړه . جعفر راننوت او ترې وې پوښتل : (( دا تا هلك څه شروع كړي دي ؟.))
جعفر موټر سايكل خپل ځاى كې ودراوه او ورو يې وويل: ((مورې نن ملګرو مېله كړې وه هلته لږ ناوخته .......))
_((خداى مې  دې له تاسونه خلاصه كړي ،ستامېلې نه خلاصيږي او دپلار دې شراب.))
_((خير دې مورې بيا به .....))
_ (( بس بس دا دروغو وعدې مه كوه ،تاسو پوه شه او خداى مو، زه مو څه كوم خو اخر به تاسو زوى او پلار ما ليونۍ كړئ !))
له همدې سره يې مور ترې خپلې كوټې ته روانه شوه او هغه د خپلې كوټې په لور وخوځېد.
جعفر چې كوټې ته ورسېد ګوري چې وږمه ويده ده ،بالښت يې راوخست او يو څوګوزارونه يې پرې وكړل وږمه له خوبه راويښه شوه اوپه ژړغونې غږ يې وويل : ((پرې مې ږده چې سبا چهارشنبه ده روضې ته ځم بيا به ټوله ورځ خوب راځي .))
_ ((اى وږمې جګه شه چې د مېلې كيسه درته وكړم.))
_ (( ځه خير دى سبا به يې راته وكړې.))
وږمه بېرته وېده شو ه او جعفر يې خپله بيستره راواخسته تر څو بېرون  هوا ته څملي .
سهر لمر ختلى و جعفر لا هماغسې ويده و . وږمې روضې ته د تګ تيارى نيوه ، پلار يې دد فترد تګ لپاره درويشي اغوستې وه او مېرمن ته يې غږ وكړ : (( دوږمې مورې ! ته راشه دانېكټايي راته وتړه .))
د وږمې مور راغله د نېكتايي په تړلويې پيل وكړ او وې ويل : ((ګوره سړيه ! دا شراب مراب دې نور پرېږده .ځوان ځوى دې كور كې دى خداى مكړه چې هغه هم ستا په ....
مېړه يې په وارخطايي خبره ورغوڅه كړه وېويل : ((ته پرېږده داخبرې اوس به يې هغوئ واوري بده خبره ده .))
ښځې يې په داسې حال كې چې نېكټايي ،يې ورته تړلې وه وويل : ((څه څه !اولادونه دې درباندې وخته
پوه شوي دي .)). او همداسې ترې روانه شوه .
جعفر له خوبه راپاڅېدلى و او وږمې يو او بل لور ته ګامونه اخستل چې مور يې ترې وپوښتل :داتا جلۍ څه ستن خوړلې ده،ورشه هغه كوټه جارو كړه .))
وږمې په نرمه لهجه وويل : ((مورې نن مې پرېږده چهارشنبه ده كنه ،مامې ملګرو سره وعده كړې ده هغوئ به راپسې  همدا وس راشې موريې په غوسه وويل : ((ته شرمېږې نه كوزده شوې خو خپل جلۍ توب دې پرې نښود .))
_((مورې دې كې څه خبره ده زما ټولې ملګرې د روضۍ مېلې ته ځي ،هرڅوك ځي.))
_((خلك به هر څه كوي ،ته يې هم كوې ،تللى نه شې خسرګنۍ به دې څه وايي او بل مېړه دې څه اخوا دېخوا سړى نه دى . كه خبر شي ښه خبره نده .))
دوئ لا په همدې نانندريو   لګيا وو چې د وږمې ملګرې راغلې او وږمې ته يې د روضې د تللو وويل 
خو دوږمې مور ړومبۍ شوه په نرمه يې وويل : (( تاسولاړې شئ نن كوركې يوڅه كارونه دي وږمه به له ماسره مرسته وكړي .))
د وږمې له ملګرو څخه يوې كړه : ((مورې چې كله له روضې نه راغلو موږ ټول به درسره په ګډه مرسته وكړو خير دى وږمه ته پرېږده .))دوږمې مور وويل : ((نه لورې خبره يوازې دا هم نده .))
دوږمې بلې ملګرې راغږ كړ:((نو څه خبره ده هلته خوټول خلك ځي كنه .))
د وږمې مور وويل : (( ګورئ !وږمه اوس ستاسوپه  شان نه ده هغه اوس كوزده شوې ، له كوره يې بې ځايه وتل ښه نه دي .))
د وږمې ملګرې وويل : ((اوهو!! مورې ، دا ښار دى.
دلته څوك دې خبرو پسې نه ګرځي )). بلې ملګرې يې ورزياته كړه : ((او بل څه بې سواده سړي سره خو يې كوزده نه ده شوې چې بده به يې وګڼي ډاكټر دى ډاكټر په دې هر څه پوهيږي .))
دوږمې له نن څخه مياشت مخكې دخپلې سيمې له ځوان ډاكټر خالد سره چې د ښار په دولتي روغتون كې يې دنده تر سره كوله كوزده شوې وه .
مور يې چې هر څه وكړل خو وې نه شو كړاى تر څو دوږمې اوملګرودليلونو ته يې   ځواب ووايي . دوږمې مور مجبوره شوه او په دې شرط چې ډېر به نه ناوخته كوي اجازه وركړه .وږمه اوملګرې يې ډېرې په خوښۍ له كوره ووتې او د روضې په لور رهي شوې .روضه د مزارشريف ښار په مركز كې موقيعيت لري  چې هر كال پكې د سخي صيب د جنډې د ودرولو يه نوم ستره مېله ترسره كيږي او له همدې مېلې وروسته هره چهارشنبه د ښځو د مېلې ورځ وې چې له بېلابېلو سيمو څخه ورته ښځې راځي  اومېله پكې كوي .   
وږمې تراوسه پورې دغه مېله نه وه قضا كړې .هر چهارشنبه به يې له خپلو خورلڼو سره دروضې مېلې ته تلله .مېلې ته به درنګ رنګ كورنيو ښځې راتللې .څوك به په يوه فېشن كې ګرځېدلې او څوك به په بل .چا به د روضې له سپينو كوترو سره لوبې كولې او چا به دروضې د شنو ونو لاندې خپل بنډارونه كول .خو د وږمې اوخورلڼو ډله يې له دې ټولو بېله وه ،دوئ به زياتره د روضې په بېلابېلو خواوو كې په مستۍ او شوخۍ ګرځېدلې د ورځني فېشن برابرې جامې به يې پر تن وې .غوښتل يې چې په روضه كې هغه كار چې ددوئ ورته زړه كيږي او په كور كې يې نشي تر سره كولى دلته پرې زړه يخ كړي .ددوئ په ډله كې داسې نجونې هم وې چې له ځان سره به يې د څكولو لپار ه سګرټ هم راوړل او دروضې په پنا لوري كې به يې په پټه اومستۍ څكل .
نن چې هم يو لور ته ورسېدلې نو يوې غږ وكړ : (( نور مخكې نه ، دود بايد كش كړو . ))
بلې وزرياته كړه : ((زما د زړه خبره دې وكړه همدا ښه ځاى دى ))
دوئ چې هر ځل مېلې ته راتللې نو غوښتل يې چې يو نوى كار بايد تر سره كړي .
يو ځل يې همداسې سيګرټ سره څكل چې يوې غږ وكړ : ((والله چې يو نوى كار مو كړى واى .))
بلې وويل : (( يعنې څرنګه نوى كار .))
ړومبۍ بيا وويل: (( ولې زه هم نه پوهېږم خو چې يو نوى كار وي ))
په همدې كې وږمې وويل : (( بل ځل به زه  پر تاسو يو نوى كار كوم .))
ټولو په شور او مستۍ غږكړ : (( واه واه ))
يوې پوښتنه وكړه : ((  خو كه   وې وايې چې څه كار به وي .))
وږمې ځواب وركړ : ((بلې چهارشنبې ته به معلومه شي .))
بلې خورلڼې يې په زغرده وپوښتل : (( نه نه رامعلوموې به يې ))
وږمې وويل : (( بله چهارشنبه . ))
جعفر نن شپه بيا ناوخته كړې وه . مور يې هماغسې د كور يو لوري او بل لوري ته ګامونه اخستل ،ځمكې ورته ځاى نه وركاوه . سترګې يې د كلا دروازې ته پاتې وې نه پوهېده چې څه وكړي چې په همدې كې يي د موټر سايكل اواز تر غوږ شو د دروازې په لور روانه شوه.،تر څو چې تر دروازې پورې تلله د موټر سايكل د هارن اوازونه و شول .
د دراوزې له خلاصولو سره حيرانه شوه .دجعفر حالت نن بل ډول و سترګې يې يوڅه سرې وې اوتر يو ځايه بې حاله غوندې برېـښېد . جعفر په همدې يو څه بې حالۍ كې موټر سايكل را دننه كړ وې دروه او ترې روان شو .د مور يې پرې شك راغى . دخپل مېړه د شرابو د څكلو لومړي حالتونه يې ذهن كې راغلل چې د جعفر له حالت سره يې هېڅ ډول توپير نه درولود .مور يې جعفر ته هېڅ ونه وويل هر څه يې په چوپه خوله تېر كړل، جعفر يې پرېښود چې خپلې كوټې ته لاړ شي او دا يې د مېړه د كوټې په لور وخوځېده دمېړه كوټې ته له رسېدو سره سم يې خبرې تر غوږ شوې .
 (( ښه نو نور سړى څرنګه كوي ؟))
وږمې يې له پلار څخه وپوښتنل  پلاريې په داسې حال كې چې له بوتل نه يې درېيم ګيلاس ډكوه په بنده بنده ژبه   وويل : (( سه سه سړى به به بلې دنيا ته بوبوبو ځي پوښښ تنه يې يې يې مم مم مكوه .))
په همدې كې د وږمې مور بړچ  وهل : ((دغه ده اوس يې واخله ابله ورځ يې مات ويل چې وروغږيږه اولادونه مې خبر نه شي اونن يې ورته بې خاره په مخ كې څكي .))
وږمې وويل : ((مورې زه خو يې لور يمه دې كې څه خبره ده ))
موريې په تېزه وويل : (( بد دې كول ! زه خو يې لوريمه .... وركېږه له دې ځايه . ))
وږمې بيا د نيوكې په توګه وويل : (( اوهو مورې ټوله دنيا شراب څكي ،تا خو ترې دومره غټه كيسه جوړه كړه . ))
موريې په تېزه ځواب وركړ : (( دغه ده!! ورشه ته هم ورسره كېنه ، شرمېږې هم نه بلا دې په دې مردار مخ شه .))
وږمې نور هم څه وېل غوښتل خوموريې لا پسې غوسه شوه وې ويل : ((درته وايم وركېږه چې نوره دې دلته ونه ګورم .))
وږمه له كوټې ووته او په لاره لاره كې يې له ځان سره ويل : ((زه يې څه كوم ماخپل كار وكړ ځان ته مې بوتل په پټ ځاى كې كېښود دروضې راتلونكې چهارشنبه مې له خيره ښه مسته شوه ،بلې دنيا ته به پكې لاړ شوو.))
دوږمې مور ډېره وارخطا برېښېده په جعفر يې هم ګمان شوى و چې شراب به يې څكلي وي ، له بلې خوا به د وږمې روييې هم زوروله او مېړه خو يې لا پرېږده.
جعفر به په اوونۍ كې ضرور دوه درې شپې كورته ناوخته راته په بېلا بېلو ځايونو كې به يې له خپلو انډيوالانو سره بنډارونه او مېلې كولې چې شراب به پكې تر كافي اندازې ترلاسه كېدل .جعفر به د شرابوله څكلوڅخه وروسته زياتره وخت هڅه كوله تر څو كورته ناوخته لاړ شي چې څوك يې له څكلو خبر نه شي خو ځينې وخت به يې ملګرو مېله داسې وخت كې پاى ته ورسوله چې دى به د نشې په حالت كې هم كورته په تګ مجبوروه .
سبا چهارشنبه وه .شپې وږمې د پلارله شرابونه يو بوتل پټ كړي شراب تر خپل بيك پورې رسولي وو .په دې انتظار وه چې كله به سبا كيږي تر څو سبا په روضه كې له خپلو خورلڼو سره دشرابو مېله وكړي . روضه د مزار شريف ښار يواځنى د تفريح ځاى دى دخلكو ګڼه ګوڼه پكې زياته وي د حكومت له خوا ورته ساتندوى پوليس ګومارل شوي دي چې همدا پوليس د چهارشنبې په ورځ روضي ته د سړيو د نه پرېښودلو دنده هم ترسره كوي .
نن چې كله وږمه او خورلڼې يې دروضې د ښځو مېلې ته راغلې نو وږمې يې دخپل تصميم د سرته رسولو لپاره يوازې له پوليسو ډار كوه همدا و چې د خورلڼو په بار بار پوښتنو چې وويل به يې ((وږمې ژر كوه پروګرام دې وايه .))
وږمې په داسې حال كې چې اخوا دېخوا يې كتل وويل : (( لومړى يوګوښه ځاى پيدا كړئ!))
بلې خورلڼې يې پرې غږ وكړ : (( اوهو ته لا څومره نخرې كوې موږ دې سترګۍ سترګۍ كړو زركوه !))
يوې بلې ملګرې يې په زوره وويل : ((بس بس غلې شئ ځاى مې پيداكړ . ))
ټولو په يو اواز غږ وكړ چې كومه دى هغې په لاس دروضې جنوب لور ته ديوې غټې ونې لاندې چې يولورته يې د روضې د كلا دېوال و اشاره وكړه دنورو هم ورسره خوښه راغله او هملته روانې شوې. چې كله خپل ټاكلي ځاى ته ورسېدلې نو ټولو بيا وږمې ته سترګې واړولې خوتر څو چې دوئ څه  ويل وږمې له بيك څخه دشرابو بوتل راوكښه نورې جونې حيرانې شوې،خو وږمې په ورو   ويل : ((راځئ ! څوك نه پوهيږي ما ورسره د پيپسي بوتل هم راوړى دى په دې كې به يې اچوو او څكو به يې ))
خو د نورونجونو د شرابو څكلو ته زړه نه و يوې و ويل وږمې دا دې ښه كار نه دى كړى بلې به ويل : (( ګوره دا ډېره بده خبره ده تاته چا ويل چې ته شراب راوړه !.))
بلې وويل زه خو درنه دادى لاړم تاسو پوهېږئ او شراب مو ))
وږمې يو دم په غوسه   وويل : ((ځئ ! ټولې لاړې شئ ! كه په چا كې غيرت وي دا ګز اوداميدان او كنه نو مزاحمت دې نه كوي .))
په همدې وخت كې يوې غږ وكړ:(( زه درسره ملګرې يم راكوه يې!))
وږمې او همدې ملګرې يې د شرابو په څكلو پيل وكړ اونورې ملګرې يې يو په بل پسې راونېدلې .
په دواړو شرابو ښه اغېز كړى و او لايې څكل ، طبعيت يې خرابېده كله كله به يې يوه نيم لوړ اواز ووېست  چې ديو څه ښځو پام به يې هم دځان په لور كړ .
دواړو همداسې شراب څكل تر دې چې يو څه ښځې پرې شكمنې شوې. ورو ورويې څنګ ته راتللې خو تر څويې چې چار چاپېره لاپسې ښځې اوماشومان زياتېدل دواړه ملګرې بې حاله پر ځمكه پرتې وې په دې كې خبره دروضې پوليسو ته ورسېده پوليس راغلل او دواړه يې دولتي روغتو ن ته راونې كړلې .
روغتون ته درسېدو سره سم يې دعاجل كوټې ته ورننوېستې او نرسان ترې راتاوو شول.
يوې نرسې په زوره غږ وكړ: (( هلئ ډاكټر صيب خالد ته غږ كړئ.))
لږه شېبه وروسته ډاكټر خالدراوسېد ، ديوې پېغلې په كتنه يې پيل وكړ. له كتنې وروسته يې درمل ورته وليكل چې نرسې ترې وپوښتل : (( مريضي يې څه شى ده ؟))
ډاكټر خالد په داسې حال كې چې سر يې خوځوه وويل : ((عجيبه خلك دي له خپلو اولادونو نه دي خبر چې څه كوي .)) ورپسې يې په غوسه زياته كړه (( دا چاراوستي هغو واريثانو ته يې  غږ كړئ !))
بلې نرسې وويل : (( صيب داخو پوليسو راوستي دي هغوئ وايي چې په روضه كې بې حاله پرتې وې اوشا او خوا ترې راټولو ښځو او ماشومانو  ويل : (( چې دوئ شراب څكلي دي ))
ډاكټر په غوسه وويل : (( شراب يې خود څكلي دي ))
په همدې كې بلې نرسې غږ وكړ : (( ډاكټر صيب كه دا بله هم وګورئ!))
ډاكټر خالد : (( ښه دادى درغلم )) په ويلو سره ورروان شو كله چې يې دويمه پېغله وليدله هك پك پاتې شو ځمكې ځاى نه وركوه نه پوهېده چې څه وكړي .
چې كله يې وږمه په چپركټ كې په بد حال پرته وليدله او په روضه كې يې دشرابو دڅكلو حالت   را په زړه كړ نو لاره ترې وركه شوه.
ډاكټر خالد وږمه د يوڅوو ساعتونو لپاره په روغتون كې پرېښوده چې كله يې حالت يوڅه په ښه كېدو شو نو د كور په لور يې روانه كړه .
په لاره لاره يې وږمې ته هېڅ  ونه ويل خوكله يې چې كور ته ورسوله بيا يې هم پرته له دې چې څه ووايي د ټولو په مخكې د وږمې له ګوتې دكوزدې ګوتمۍ راوښكله په خپله ګوته   يې كړه ا و دهغوئ له خوايې دكوزدې په دودوركړل شوې ګوتمۍ بېرته د دوږمې مورته وروسپارله.
 خواښې يې په چيغو وويل : (( ولې زويه ! څه خبره ده ؟))
ډاكټر خالد همدومره وويل : ((له لور نه دې پوښتنه وكړه )) او په تېزه يې له كوره ووت .
له وتو سره سم يې يو دوه كسه مخې ته راغلل، ترې وې پوښتل : (( دجعفر كور همدا دى.))
 وې ويل : (( هو همدادى )).
مور يې لورته په چيغو چيغو لګيا وه : (( وه جلۍ ! څه شى دې كړي دي ؟))
موريې همداسې پوښتنې كولې خو وږمه لا هماغسې غلې  ولاړه وه چې د كور دروازه ټك ټك شوه.
 مور يې دروازې ته لاړه وې پوښتل : (( څوك يې ؟ ))
ځواب يې واورېد : (( دا دجعفر دوئ كور دى ؟ ))
دوږمې مور وويل : ((هو !.))
ځواب يې واورېد : ((جعفر د كفايت هوټل څخه لږ رادې خوا موټر وهلى دى .))
له همدې سره د وږمې د مور له خولې چيغه ووته او پرځمكه راپرېوته .