بلخ ادبي خوځښت په بېلا بېلو برخو كې پښتو ژبې ته د ۴۰كتابونو د ژباړلو په موخه د دغه ولايت د يو شمېر روزل شويو پښتنو ځوانانو ملاوې وتړلې.
په لومړي ځل د دغه خوځښت لخوا په مزارشريف كې د ((پښتو ليكل- د ليكلو د ارونو ښوونيزه لړۍ)) په پاى غونډه كې د دغې لړۍ څلويښتو ګډونكونكو ته د سندونو له وركړې وروسته د پښتو ادب د نامتو شخصيتونو په لاس څلويښت بېلا بېل كتابونه د ژباړې لپاره وسپارل شول.
څلور مياشتې وړاندې بلخ ادبي خوځښت په هېواد كې د المان د فرهنګي مركز (ګويته انسټيټوټ) په مالي ملاتړ په مزارشريف كې د پښتو ليكلو د دودولو او د پښتو ادب د پياوړيتا په موخه د پښتو ليكلو د ارونو ښوونيزه لړۍ پيل كړې وه، چې اوړمه ورځ پاى ته ورسېده.
د دغې لړۍ په پاى غونډه كې د بلخ ولايت د مخورو مشرانو او فرهنګيانو سربېره د پښتو ادب د نامتو شخصيت استاد محمد اصف صميم او د علومو اكاډمۍ د ځينو غړو په ګډون د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه يو شمېر فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او د يادې لړۍ مسوول بريالي جلالزي خدمتګار ته وويل، چې دوى هڅه كوي، چې په بلخ ولايت كې د پښتو ادب د لاپياوړتيا په موخه يو شمېر ځوانان په خپله مورنۍ ژبه ليكلو ته وهڅوي.
نوموړي زياته كړه، چې په بلخ ولايت كې پښتانه په خپله ژبه د ليك لوست هېڅ ډول اسانيتاوې نه لري، نه په مورنۍ ژبه زده كړې شته او نه هم په دولتي او غير دولتي كتابتونونو كې پښتو كتابونه په هغه پيمانه ترستر ګو كېږي، چې پام دې ورواوړي او ګټه دې ورځنې واخيستل شي
نوموړي زياته كړه، چې د پښتو ادب د ودې په موخه يې د ګويته انسټيټوټ په مالي ملاتړ د پښتو ليكل- د ليكلو د ارونو ښوونيزه لړۍ تر سرليك لاندې د پښتو ليكلو د ارونو د زده كړې څلور مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل كړې وه، چې اوړمه ورځ پاى ته ورسېده.
د هغه په وينا په دغه ښوونيزه لړۍ كې د بلخ ولايت څلويښتو ځوانانو برخه اخستې وه، چې لس يې پكې نجونې وي.
بريالي جلالزي وويل: ((د لړۍ ډېرى ګډونكونكو له سره په پښتو ليكل نه و كړي، خو خوښ يوو، چې د لړۍ په پاى كې اوس په پښتو ژبه ليكل شوې ۲۵لنډې كيسې لرو.))
نوموړي زياته كړه، چې د ښوونيزۍ لړۍ د لوست پيل د علومو اكاډمۍ غړي ليكوال سيد نظيم سيدي وكړ او بيا تر څلورومياشتو پورې ليكوال ذبيح الله احساس دغه مسووليت تر سره كړ.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او د پښتو ليكل- د ليكلو د ارونو ښوونيزې لړۍ پر مخ وړونكي ليكوال ذبيح الله احساس وويل: ((زه به دې خبرې ډېر زورولم، چې اورېدل به مې شمال ميشتې پښتانه په خپله ژبه سمې خبرې نه شي كړاى، خو نن په ډاګه وايم، چې په خپله ژبه سمې خبرې خو څه چې سم ليكل هم كولى شي.))
نوموړي د لړۍ د لوست د پر مخ وړلو په اړه وويل، چې په دغه برخه كې ورسره د پښتو ادب د ځينو استادانو مشورې او مرستې ملې وې، چې په ځانګړې توګه يې د پښتو ادب د نامتو كره كتونكي او ليكوال استاد اسدالله غضنفر، د علومو اكاډمۍ غړي څيړنيار سيد نظيم سيدي او كيسه ليكوال محب الله زغم يادونه وكړه.
د هغه په خبره لوست د تيوريك ډول نه عملي بڼه ډېره درلوده، چې له امله يې هر ګډونكونكى ليكلو ته مجبورېده.
احساس وويل، چې د څلورومياشتو په ترڅ كې د لړۍ هر ګډونكونكي د پښتو ادب نږدې ۳۰كتابونه ولوستل، له همدې لارې د خپلې ژبې له نثر سره اشنا شول او د ليكلو لپاره يې قلم پورته كړ.
نوموړي زياته كړه، چې دغه هڅې لا هم په لومړي حالت كې دي، خو يقين لري، چې كه چېرې دغه ګډونكونكي د ليكلو تر څنګ د لوست لړۍ هم روانه وساتي، نو په لنډه موده كې به د ياد وړ ځوانان ولرو، چې نسبتا ښه ليكل به كولى شي.
احساس وويل، چې د لړۍ د پر مخ بېولو پر مهال ورته جوتېده، چې ځوانان د ياد وړ وړتياوې لري، يوازې په ډاګه كول يې پاتې دي، نوموړي زياته كړه، چې له همدې امله يې د لړۍ وروستۍ درې اونۍ ژباړې ته ځانګړې كړې، چې موخه يې د كتابونو ژباړلو ته يوه ډله برابرول وو.
د هغه په خبره د لړۍ ګډونكونكو په ورستيو اونيو كې په ډاګه كړه، چې دوى پښتو ژبې ته د كتاب د ژباړلو وړتيا لري او هماغه و، چې بلخ ادبي خوځښت د څلويښتو كتابونو د ژباړولو تابيا ونيوه.
د بلخ ادبي خوځښت غړي احساس وويل، چې لوست څلور (د ليكلو ارونه، لنډه كيسه، ژباړه، د پښتو كتابونو لوست) برخې درلودې، چې د پښتو كتابونو لوست به يې د كورنې دندې په توګه او پاتې د لوست په توګه تر سره كېدې.
نوموړي زياته كړه، چې د ښوونيزې لړۍ پيل د ليكلو له ارونو څخه وشو، چې دغه برخه د پښتو ادب ځوان ليكوال سيد نظيم سيدي پر مخ يوړه، چې له دې وروسته ورسره د لنډې كيسې او ژباړې په اړه مالومات شريك شول.
د علومو اكاډمۍ غړي سيد نظيم سيدي چې د يادې ښوونيزې لړۍ په پاى غونډه كې يې برخه اخيستې وه، خدمتګار ته وويل: ((زه خو بلخيانو حيران كړم، د لړۍ لومړۍ ورځ مې يادېږي، چې ځينو يې په پښتو ژبه سمې خبرې هم نشوى كولى¸خو نن مې ورته څلورمياشتې وروسته لنډې كيسې واورېدې، ډېر مثبت بدلون پكې راغلى.))
نوموړي زياته كړه، چې هرې موخې ته رسېدل، زيار او خوارۍ ته اړتيا لري او بلخ ادبي خوځښت دغه كار كړى و.
سيدي پاى غونډې ته د خبرو په ترڅ كې د لړۍ ګډونكونكو ته وويل: ((اوس تاسو څلور مياشتې مخكېنې ځوانان نه ياست، په تاسو كې خورا بدلون راغلى، د خپلې ژبې د ليكلو په اړه مو يو څه زده كړي، كه لا پرمختګ غواړى، نو تېر مه هېروي او د لا زده كړې په تكل كې اوسئ.))
د غوڼدې په اوږدو كې د ښوونيزې لړۍ څلور ګډونكونكو خپلې لنډې كيسې واورولې، سيدي د همدې كيسو د ارزيبايي په موخه زياته كړه، چې په يقين سره وايي، چې پښتو ادب ته څلور ښې كيسې وزياتې شوې.
د هغه په خبره د نورو ښېګڼو تر څنګ يې په كيسه كې د پيغام راخيستو هنر د ډېر ستاينې وړ دى، چې په ښه توګه يې راخيستى و.
د پښتو ادب نامتو استاد محمد اصف صميم هم د پښتو ليكل – د ليكلو ښوونيزې لړۍ په پاى غونډه كې برخه اخيستې وه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: ((ژبې ته د كار كولو همدا ښه لاره ده، پر كومه چې بلخ ادبي خوځښت دغه ځوانان روان كړي دي.))
د هغه په خبره دغه لړۍ به هغه وخت ډېره بريالۍ وي، چې ونه درېږي. استاد صميم وويل، چې اوس بايد د زده كړې برخه ځنيځيري شي، دغه ځوانان بايد نور ځوانان وروزي، چې دا لړۍ همداسې روانه پاتې شي.
نوموړي له ځوانانو څخه هيله وكړه، چې پورته كړاى شوي قلمونه دې د هېواد د ابادۍ په موخه وكاروي.
د يادې لړۍ ګډونكونكې او د بلخ ادبي خوځښت د مېرمن بهير غړې ليلا ساپۍ خدمتګار ته وويل: ((يوه له هغو كسانو وم، چې پښتو مې هېڅ نه شوه ليكلى، خو نن مې په پاى غونډه كې خپله ليكل شوې كيسه ولوسته. ډېره خوشاله يم.))
نوموړې زياته كړه، چې زده كړې يې په دري ژبه كړي او له لړۍ مخكې يې په ټول عمر كې د يو كتاب په اندازه هم پښتو لوستل نه و كړي.
د هغې په وينا پر پښتو ليكل ورته ستونزمن برېښدل، خو نن خوښه ده، چې ستونزمن ورته نه ښكاري خو بايد لا خواري وكړي.
ليلا ساپۍ وويل، چې د دې په څېر ډېر ځوانان شته، چې لا ښې كيسې او نثر ليكلى شي.
د غونډې په وروستيو برخو كې استاد محمد اصف صميم، د علومو اكاډمۍ غړي عبدالقيوم مشواڼي، سيد نظيم سيدي، او نورو فرهنګپالو په لاس بلخي ځوانانو ته ۴۰كتابونه د ژباړې لپاره وركړل شول.
د بلخ ادبي خوځښت غړيو وويل، چې دوى په پام كې لري، چې د لړۍ ګډونوالو ته د ژباړې په موخه سپارل شوي كتابونه په راتلونكو شپږ مياشتو كې بشپړ او چاپ كړي.
د دغه خوځښت غړي او د يادې ښوونيزې لړۍ مرستيال مسوول غلام رسول ملكزي خدمتګار ته وويل: ((له ژباړې مو موخه په بلخ ولايت كې د پښتو ادب د پراختيا په برخه كې يو شور جوړول دي.))
نوموړي زياته كړه، چې ممكن ژباړې ته ټاكل شوي كتابونه د منځپانګې له مخې خورا اغېزمن نه وي، خو دوى ګټه په دې كې ګوري، چې څلويښت ځوانان روزي او په شمال كې د پښتو ژبې د پرمختګ لړۍ ته يو نوى رنګ وركوي.
نوموړي زياته كړه، چې هغه ځوانانو ته چې د ژباړې لپاره كتابونه وركړل شوي، تر بشپړېدو پورې به ورسره بلخ ادبي خوځښت كار كوي او هيله لري، چې تر خپلې وسې ښه ژباړل شوي كتابونه چمتو او چاپ كړي.
د هغه په خبره بلخ ادبي خوځښت له تېرو نهو كلونو په دغه ولايت كې د پښتو ژبې د ودې او پراخيتا لپاره كار كوي. د خپلو ۹ كلونو هڅو په ترڅ كې يې د بېلا بېلو بهيرونو د ادبي ناستو تر څنګ مشاعرې، علمي سمينارونه، شعري سيالۍ او د ادب د بډاينې په برخه كې يې د دې ورته هڅې كړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د شمال د لومړيو پښتو مجلو (پرخه او پسرلي) د چاپولو وياړ هم له همدې خوځښت سره دى.
د هغه په خبره د هېواد په شمال كې د بلخ تر څنګ كندوز او بغلان دوه هغه نور ولايتونه دي، چې پكې د پښتو ادب د بډاينې لپاره د ياد وړ هڅې روانې دي.