- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمدواصل وصال
- 1272
په دې وروستيوکې دلنډوکيسودژباړولواوليکلوبازاريوڅه تودشوی.ځنې ليکوالان دخپل ژوندتجربې اوهغه پيښې چې يا دوی ورسره پخپله مخ شوي وي اوياهم له نورويې اوريدلي وي دقلم په ژبه ترنورورسوي يوشمېرنورليکوال چې بيادنوروژبوسره بلدتيالري بيادنوروژبودليکوالوفکرپخپلوالفاظوکې کې ترنورو رسوي.چې دواړه چارې پخپل ځای ديوې ژبې دبډاينې لپاره دپام وړاواړين دي.
محبوب هم يوځوان ليکوال ،شاعراوددې ترڅنګ يوښه ژورنالېست دی چې ذهن اوقلم يې هيڅ کله هم ستړيانه مومي.محبوب سره له دې چې ډېرکم وخت کيږي چې دشعراوادب ډګرته يې مخه کړې خوپه ډيرکم وخت يې له خپل عمرنه يوڅه ډيرکارکړی.هغه که دراډيوپه برخه کې دخپرونوجوړول اووړاندې کول وي ،اوياهم دشعراونثردليکلوپه برخه کې وي.
اوس به راشم دمحبوب دلنډوکيسوټولګې ته چې نوم يې «چې داژاړي زه ژاړم»دی.په دغه ټولګه کې ښاغلي محبوب ۱۳ کيسې تربيلابيلوعنوانورااخستي چې دټولوکيسونومونه يې ډيرساده اواشنادي دکيسودوړاندې کولوژبه يې روانه اوعام فهمه ده.زياتره کيسې دده دخپل ژوند تجربې دي چې دی پخپله دژوندپه مختلفومرحلوکې ورسره مخ شوی اودده په ذهن کې يې ځای نيولی اودی يې دې ته مجبوره کړی چې ترڅودخپل زړه خبرې چې ترډيره وخته به يواځې له ده سره ول ديوې کيسې په شکل ترنوورورسوي اودخپل زړه دردله نوروسره شريک کړي.
انسان هيڅ کله هم په يوحال نه پاتې کيږي بلکه دوخت اوزمان په بدليدوسره په هرانسان کې دپام وړوتغيرات راځي اوبياپه ځانګړې توګه يوليکوال اوشاعرچې شعراونثريې ورځ تربلې پښيږي،رنګ اوخونديې زياتيږي .ددې خبرې نه مې موخه دمحبوب صيب ليکوالي اودده لنډوکيسولومړۍ ټولګه ده.
دادمحبوب صيب لومړۍ تجربه ده ممکن ځنې نيمګړتياوې به هم ولري.خوبياهم ترډيره محبوب صيب پخپله لومړۍ تجربه کې بريالی دی اوزه په دې هيله يم داکيسې به حتما ستاسې دپام وړوي اوپه ډيرمينه به يې تاسې لولی.
په پای کې محبوب صيب ته دده دکتاب مبارکي وايم اوپه راتلونکي کې ده ته لابرياليتوب غواړم ،قلم دې تاند اوپه عمردې برکت وي.
محمدواصل وصال
کابل وزيراکبرخان مېنه
داراکوزيا راډيو