- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سمون زرمتی
- 1218
کله چې پاکستان جوړ شو او د انګریزانو له خوا په دې جغرافیا باندې تحمیل شودافغانستان او پاکستان ددولتونو ترمنځ ځینې سیاسی بنیادی اختلافات رامنځ ته شول اودادانګریزانو له خوایوه پلانیزه شوی دسیسه وه ، له هندوستان سره یی هم دغه مشکل ته زمینه برابر ه کړه هلته دکشمیر شخړه او په افغانستان کی دلروپښتنو اودیورند خبره وه .
دوخت په تیریدوسره داتاوتریخوالی او اختلافات زیات شول.پاکستان تل په کمین کې و چې په افغانستان کې د ننه اختلافات را منځ ته شي او بیا دوی له ناراضي ډلو او کسانو څخه دځان په ګټه کار واخلي ، د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په زمانه کې له حکومت سره د ببرک خان ځدراڼ له کورنۍ څخه د سید اکبر خان اختلاف د ډیرو خلکو په یاد دی چې څنګه دپاکستان دولت ورته پناه ورکړه هغه یې د یوه عزتمن او درانه میلمه په توګه وپاله او په دربار کې هغه ته په ډیر درنښت قایل و، پاکستان غوښتل سید اکبرخان د افغان پاچا پرضد استعمال کړي هغه ته یې ډیر امتیازات ومنل تر څو له هغه څخه د افغانستان پر ضد کار واخلي خو هغه ونه منل.
وایي د پاکستان حکومت مشرانو به کله کله د هغه په مخ کې د افغانستان او د افغانستان دپاچا پرضد خبرې کولې خو په سید اکبر خان دهغوی داخبرې ښې نه لګیدلې ، ده خپل افغان ساتونکي ته داخبره کړې وه چې که داځل پاکستاني مقامات د افغانانو او د افغان پاچا سپکاوي وکړي دی نوره حوصله نه لري هغه وژني خو دی باید د پاکستانیانو په لاس بې عزته او ونه وژل شي بلکې پخپله باید دده افغان ساتونکی لاس په کار شي.
هسې وایي چې یوه ورځ د پاکستان دهغه وخت صدراعظم لیاقت علي خان په دربار کې د محمد ظاهر شاه پرضد خبرې وکړې سیداکبر خان د خپل افغاني غرور له مخې د هغه لمسونکې خبرې ونه زغملې ځای پر ځای یې دپاکستان صدراعظم لیاقت علي وواژه ، خپله د سید اکبرخان ساتونکي پر ده ډزې وکړې،او دپاکستان دولت پخپله جوړه شوې دسیسه کې ناکام شو.
له هغه وروسته دواړو دولتونو دیوبل پرضد تبلیغات کول هریوه له موقع ګټه اخیستله چې داسې کسان او ډلې پیدا کړي چې دبل هیواد پرضد یې استعمال کړي پاکستان دلته هم تر افغانستان مخکې و، خپله جاسوسي اداره آی، ایس آی یې پیاوړې کړه او وخت ناوخته یې د افغان حکومت ناراضیان روزل او د تخریب او وژنو لپاره به یې افغانستان ته را استول.
د سردار محمد داودخان واکمني او دهغه احساساتي سیاستونو او په تیره په ۱۳۵۷ کال کې د ثور بدمرغې کودتا پاکستان ته ښه چانس په لاس ورکړ.په همدې وخت کې یو شمیر ناراضیان له هیواده ووتل او د پاکستان جاسوسي ادارې آی، ایس آی ورباندې کار پیل کړ اوس نو د سید اکبر خان په څیر په وطن مین کسان نه و، چې د پاکستان په چل او فریب پوه شي او په پټو سترګو ددوی اوامر ونه مني. آی، ایس آی ډیر داسې کسان ورزول چې تر خپل وطن پاکستان ورته مهم ګڼل کیده، دوی جګړه او جهاد په افغانستان فرض ګڼل ، پاکستان هم داسې کسان روزل او افغانستان ته یې را استول البته د روسانو پرضد سپیڅلی جهاد له دې مستثنی دی خو تر هغه دمخه او وروسته هم له پاکستان څخه ددوی د ګوډاګیانو په وسیله دې ډول بریدونو او ورانکاریو په افغانستان کې دوام درلود او دادی لا هم په بیلابیلو پلمو دوام لري.
پاکستان تر دې دمه دخپلو روزل شویو کسانو په وسیله افغانستان ته په ورځ کې تر اوسنیو ښکاره بریدونو په پټو بریدونو کې زیان اړولی دی، دوی زموږ ازمایل شوې اردو ړنګه کړه، دلته یې له ایران سره یو ځای اختلافونو ته لمن ووهله د خپلو روزل شویو کسانو په مرسته یې زموږ اداره ړنګه کړه او د جګړې اور یې دلته بل وساته.
اوس چې ځینې کسان او ځینې رسنۍ د پاکستان د بریدونو پر ضد د ورته اقدام غوښتنه کوي دا ښه خبره ده موږ باید تل دپردیو بریدونو ته چمتو والی ولرو خو ددې ترڅنګ باید هغه عوامل ، وسایل او بهانې هم له منځه یوسو چې پاکستان تل زموږ پرضد ترې کار اخلي، موږ باید پردې پوه یو چې دا د پاکستان لومړی برید نه دی او نه به هم وروستی و او پر دې هم فکر وکړو چې پاکستان او ایران ولې داسې په سپین سترګي زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي، موږ څومره امکانات لرو او څه کولی شو؟