- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمدحسن حقيار
- 1213
په ډېرې خواشينۍ بايد عرض كړو چې بېګا ماښام بهرنيو ځواكونو دننګرهار دسره رود ولسوالۍ اړوند نظراباد كلي كې له خپل همېشني خوى سره سم دناسم را پور پربنسټ بې رحمه او وېروونكي عمليات ترسره كړي چې په پايله
كې يې ددې كلي دجامع مسجد خطيب مولوي مطيع الله او درې تنه مېلمانه
له ځان سره بنديان بېولي دي . بهرنيو ځواكونو په خپلو دې عملياتو كې چې په وينا يې مو خه يې دمخالفينو ديو تن قوماندان نيول وو دكوچنيانو په شمول دكلي ګڼ اوسېدونكي وهلي، او روحاٌ او جسماً كړولي، دافغانانو دعنعناتو او مسجد
سپكاوى يې كړى او بې له دې چې دولسوالۍ مسؤولين خبر كړي پر كلي يرغل
راوړى دى .
دادريم ځل دى چې بهرني ځواكونه دناسمو راپورونو له مخې دلته بريد كوي ، او بې ګناه خلك وژني او نيسي .
نظراباد علمي او كلتوري ټولنه مولوي مطيع الله د يوه درانه ديني عالم په توګه پيژني او هېڅ داسې نښه اوشواهد نه ويني چې له مخې يې له مخالفينو سره دهغه د اړيكو څرك ولګولى شي. نظراباد علمي او كلتوري ټولنه په داسې حال چې داتخريشوونكى كارغندي او تربل هرچا ډېر يې پخپله دبهرنيو ځواكونو او افغان دولت په زيان بولي له بهرنيوځواكونو غواړي چې ژرترژره مولوي مطيع الله او دهغه درې تنه مېلمانه راپرېږدي او په راتلونكې كې د ناسمو راپورونو
له مخې د خلكو له ځورولو او وېرولو ډډه وكړي .
نظراباد علمي او كلتوري ټولنه باور لري چې داډول لمسوونكې او احساس پاروونكې كړنې د ناامنۍ لامل ګرځي او دحكومت اوبهرنيوځواكونو لپاره ښې پايلې نلري او دتكرار په صورت كې يې ولسي پاڅون ته د لار ې
هوارولو او ستر وسوله ييزو لاريونو نو ژمنه كوي .
محمدحسن حقيار
دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې مشر