دیوې لیکنې ځواب کې:د صفي الدين زاهد بې خبرې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • قاري سمیع الله شاهد
  • 1263

 په ویبپاڼه کې مې د صفي الدين زاهد په نامه د یوه ورور ډیره احساساتي لیکنه چې سرلیک یې دی((د امان الله پنجشيري اتلولي)) ولوسته، د سرلیک په لیدو خوښ شوم  خو چې مطلب مې ولوست حیران شوم. پیښه چې څنګه دغه ښاغلي بیان کړې هغسې نه ده، د خدای په لحاظ له بوسو غر مه جوړوﺉ.

دا اوس چې دغه کرښې لیکم یو ځای راسره یو بل پنجشیری ورور ناست دی هغه له پیښې ښه خبر دی او زما ورور هم پرون له پنجشیر څخه راغی کیسه لکه څنګه چې صفی الدین کړې دغسې نه ده ، اصلي خبره داده چې امان الله د بهرنیانو په لوري روان و، هغوی ورته د دریدو ویل خو دی دهغوی په ژبه نه پوهیده ور روان و، هغو د ځانمرګي فکر پرې کړی ډزونه یې پرې کړي او دغه پیښه رامنځته شوې، دلته نه دقهرماني خبره ده نه د زمري توب.
دا پرون یو ځای ناست وم.یو شمیر نور د خټکي په خوړلو بوخت و، زه پخپل کار بوخت وم کومه خبره راغلې وه یوه وویل(( پنجشیري اګه لافوک نباشد پنجشیري نیست، اوغان پشتون که لوده نباشه پشتون نیست)) هلته خو لفظي شخړه شوه خو زه چې دامان الله پنجشیري پیښه او د صفی الدین زاهد احساساتي او له واقعیته لیري لیکنه ګورم پرونۍ خبرې راته  رښتیا شکاره شي.
صفی الدین زاهد وایي په کومه امنیتي یا اخلاقي موضوع یې شخړه راغلي لکه دی چې هلته ورته ولاړ و، داسې په ډاډ سره وایي. ای وروره پنجشیریان ورورڼه دومره هم لوده نه دي، البته تر دې څو شپې دمخه همداسې یوه پیښه شوې وه او هغه اخلاقي موضوع و .ځکه پنجشیر ته یو بهرنی له خپلې میرمنې سره تللی و، هلته یوه کس دده پر میرمن د تیري خیال درلود او غوښتل یې دده میرمن و تښتوي، چې ترمنځ یې نښته وشوه او بهرنی ووژل شو.نو وروره صفی الدین زاهده هر څه ته مه بې ځایه مه خوشحاله کیږه. پنجشیریانو د جګړې او جهاد پر ځای د ژوند لاره غوره کړې ده په ډاډ سره درته وایم چې یو پنجشیری به هم پیدا نه کړې چې له چا سره یې وجنګوې.
صفی الدین زاهد لیکي((د شهيد امان الله پنجشيري ميړانه د ټولو افغانانو لپاره د فخر ځاى دى امان الله ثابته کړې چې په پنجشير کې اوس هم زمريان شته خو د امر او قوماندې په انتظار دى دا چې امان الله دغه کار په خپله کړى او يا ورته چا قومانده ورکړې په دواړه حالاتو کې ورته د الله جل جلاله نه د جزيل اجر غوښتونکي يو الله جل جلاله دې دده امثال زيات کړي او له پنجشير څخه دې يو ځل بيا د جهاد او مجاهدينو پخه مورچل جوړه کړي ځکه چې پنجشير هميشه د مجاهدينو ځاى او ټاټوبى وه...))
څومره تیروتی یې هغه وخت هم د جهاد ټاټوبی نه و، او بیا به هم نه شي، ډاډه اوسه که نه دا ګز او دا میدان ورشه او قومانده یې په لاس کې واخله. او د پخواني زمري خبره درسره منم ځکه احمد شاه مسعودرښتیا زمری و، همدا اوس هم پر تا حکومت کوي او په راتلونکي کې به یې هم وکړي او خپله دا خبره یې هم عملي کړه چې له دوستم سره یې کړې وه(( ما وشما در کابل حکومتي را میسازیم که اګر دروازه را تک تک کنید کسی نه ګوید که څوک یې؟))
په هر صورت د صفی الدین زاهد لیکنه سرترپایه اشتباه وه هیله ده چې په راتلونکي اول موضوع ځان ته معلومه کړي بیا پرې څه ولیکي.