دا ټيټ فرياد لږ پورته شو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سونيتا مدبر
  • 1089

شنبه د ١٣٩٠ کال د زمري د مياشتې په لومړۍ نيټه د ګوېټه انستيتوت له خوا او د مېرمن بهير په همکارئ د کابل په تېمورشاهي بڼ کې يوه لويه غونډه جوړه کړه . غونډه چې د فرياد په نوم د يوې سي ډي د پرانيستنې په پلمه جوړه شوې وه د بهيروالو خويندو په ګډون په لسګونو نورو شاعرانو ، ژورنالستانو او نورو مېلمنو پکې ګډون کړی و.
فرياد د ٢٤ تنو پښتنو او دري ژبو  ؛ کلاسيکو او معاصرو ښځينه شاعرانو د شعرونو ګډه غږيزه ټولګه ده چې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په مرسته د ګويته انستيتوت له خوا ثبت او جوړه شوې ده.
د غونډې د پښتو برخې چلوونکې طوبا ندا ساپۍ او د دري برخې ويانده فرشته صادق پور وه. د غونډې په شروع کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داجراییه کمیټې او دارالانشآ غړې ندا ساپۍ وويل:
د يوې ليکنې ارزښت هغه وخت څرګندېږي کله چې له نورو سره شريکه شي ، نور يې ولولي ، وايې وري ،فکر ورباندې وکړي او  په پيغام يې ځان پوه کړي، خو له بده مرغه زموږ ښځينه شاعرانې او ليکوالانې د شته وو ټولنيزو  ستونزو له امله تر ډېره حده اول خو نه شي کولی په ازاده توګه خپل احساسات د شعر په ژبه څرګند کړي او که چېرې کومه يوه دا کار وکړي  او شعر وليکي خو خپرول او له نورو سره شريکول به يې ورته  څه اسانه کار نه وي . د هغوی شعرونه  همداسې د کتابچې په پاڼو کې پاتې کيږي ، او بې له دېنه چې څوک يې ولولي يا يې واوري ؛سوځول کېږي او ياهم له خاورو سره خاورې کېږي. خو پکار ده چې دغه ټيټ غږونه پورته  او د نورو تر غوږو ورسيږي چې د دې کار يوه ښه بيلګه د فريا د سي ډي ده. ...
ورپسې د ګويته انستيتوت د فرهنګي چارو مسول ښاغلي ابراهيم هوتک په دې اړه چې څنګه د فرياد سي ډي د جوړولو تصميم ونيول شو او ولې دانوم ورته غوره شو ؛لنډې خبرې وکړې.هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د دې لپاره چې زموږ د ښځينه شاعرانو شعرونه د کتابونو او کتابچو پاڼو پورې محدودې پاتې نه شي  موږ دا سي ډي جوړه کړه. په دې سي ډي کې له رابعه بلخي او نازو انا نه نيولې  تر طوبا ندا پوړې چې يوه ځوانه شاعره ده  ، د ٢٤ ښځينه شاعرانو منتخب شعرونه ثبت شوي دي. دا زموږ ښځينه شاعرانو د زړه فرياد دی نو ځکه مو ورته د فرياد نوم غوره کړ.
ورپسې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داجراییه کمیټې او دارالانشآ غړې ندا ساپۍ(  د ښځې شعر زړه ته لاره کوي) تر سرليک لاندې مقاله ولوستله ، د مقالې په يوه برخه کې راغلي وو:
د ادبياتو په ډګر کې د ښځو فعاله ونډه نه يواځې دا چې زموږ ادبيات غني کوي بلکې ټولنه هم جوړوي. لارنس پرين په خپل کتاب (شعر او شعري عناصر)  کې شعر داسې تعريفوي:
(( کولی شو شعر يو ډول ژبه وبولو چې تر عادي ژبې يې د پيغام رسولو قدرت ډېر دی.))
خو  دغه د پيغام رسولو قدرت په ښځينه شاعرئ کې لا ډېر دی  ځکه  د ښځينه شاعرئ عاطفي برخه غښتلې او مينه پکې ډېره ده ؛نو هره هغه خبره چې په مينه او مهربانۍ وشي نو خامخا پر مقابل لوري يې اثر ډېر وي او ورته د منلو وړ وي.  ښځه کولی شي په خپل شعر سره په ټولنه کې ډېر تغيرات راولی ، مينه خوره کړي ، خلک سولې ته راوبولي،  د نفرت او بدبينيو پرېښودو ته يې وهڅوي ، علم او زده کړې ته يې راوبولي ، د ظلم او تېري پر وړاندې مبارزې ته يې وهڅوي او له بلې خوا دوی کولی شي د خپل شعر په ژبه خپل هغه ګډ دردونه ، ستونزې او محروميتونه را څرګند ګړي چې د هرې ښځې د ژوند يوه برخه جوړوي....
ورپسې ازاده مشاعره وشوه او په لسګونو خويندو په پښتو او دري ژبو شعرونه ولوستل.
د غونډې په پای کې د فرياد د سي ډي يوه يوه کاپي او يو شمير کتابونه پر کډونولو وايشل شول .
غونډه چې د مازديګر پر درې بجو پيل شوې وه د مازديګر پر پينځو بجو د مازديګرني له خوړلړ وروسته ختمه شوه.
د يادنې وړه  ده چې مينه وال کولی شي فرياد سي ډي له ګويته انستيتوت څخه ترلاسه کړي ، د لا ډېرو مالوماتو لپاره په دې شميره ټليفون کولی شئ:  ۰۲۰۲۱۰۵۲۰۰ او يا هم د برېښناليک په دې پته ايميل استولی شئ :  program@kabul.goethe.org