غوث خيبري د ملي راډیو ټلویریون غوره ژورنالیست،څېړونکی او لیکوال


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د یوسف هېواددوست
  • 1229

 غوث خیبری  دافغانستان د ملي راډیو ټلویریون د غوره ژورنالیست،څېړونکی او لیکوال په توګه

ښه مې په یاد دي  ، هماغه شپه چې د کابل له ټلویزیون نه د ( هسکه شمله ) خپرونه خپره شوه ، نو په هماغه ناوخته شپه کې د ټیلفون غږ شو ، زما مېرمنې غوږئ پورته کړ او له لږ ځنډ وروسته یې ما ته وویل چې دا ټیلیفون تاسو ته دی ، غوږئ مې واخیسته ، یو اشنا غږ مې تر غوږونو شو ، راته یې وویل ، (( هېواددوست صیب کور دې ودان ، بچیان دې لوی ، ډېره مننه چې زما مرحوم پلار مو نن شپه د افغان ټلویزیون په امواجو کې یاد کړ ، تاسو خو به خپل فرهنګي او تاریخي رسالت ترسره کوئ ، خو پر ما مو احسان دی چې زما پلار او د هغه د ژوند او ویاړلو کارنامو سلسلې مو د تاریخ له دې دوړو او تیارو ګوټونو راڅرګندې کړې .....)) ، دا خبرې د عجب خان اپریدي د ځوی وې چې د کابل د ملي ټلویزیون  په پرده یې د خپل  پلار ارواښاد عجب خان اپریدي ورک نوم راژوندی شوی ولید ، هغه عجب خان چې له یرغلګر انګرېز سره په مقابله کې یې حماسې وزېږولې او خپل ویاړلی نوم یې د افغانستان په زرین تاریخ کې په رڼو کرښو ولیکه .په هغه وخت کې ما د افغانستان د راډیو ـ ټلویزیون د هنر او ادبیاتو ادارې د ټلویزیون د څانګې مسًولیت پر غاړه درلود ، او هلته مو یوه خپرونه درلوده د ( هسکه شمله ) په نوم .په دې خپرونه  کې چې د ویندویي چارې ، ډایرکټ او د متن لیکنه یې زما پر غاړه وه ، زیاتره د پښتو پر حماسي ادبیاتو خبرې کېدلې .دا د کوم متن لوستل نه وو ، دلته د خپرونې چلوونکی یا  په اصطلاح نطاق او  ورسره  میلمه  پوهاند ، دواړه باید د پوښتنو او ځوابونو تر څنګ یو دبل سره دیالوګ وکړي ، دلایل او مشاجره سره وکړي او په دې شپه هم   د هسکې شملې خپرونې میلمه  ګران پوهاند او څېړونکی ښاغلی  غوث خیبری و .دا خیبری صیب و چې  له موږ سره په خپرونه کې یې د عجب خان اپریدي یادونه وکړه او د هغه حماسه يې په پښتو شعر ، داستان ، کیسه ، ناول او ژورنالیزم کې راڅېړله .خیبری صیب   د ( هسکه شمله ) د خپرونې دایمي مېلمه و .زموږ د دې خپرونې ستډیو د ګران غوث خیبري  په موجودیت تل روښانه وه .او موږ ته هم ځکه غنیمت و چې د پوهې  تر څنګ خیبری صیب موږ ته نږدې و ، همالته دا ډېر عمر  خیبري صیب په راډیو افغانستان کې کار کاوه .هغه لا تنکی ځلمی و چې راډیو کابل ته راغی،هوکې ! دا د ۱۳۳۲لمریز کال وو ، پوره هغه وخت چې ځوان غوث خیبری د ښوونځي د لسم او یوولسم ټولګي زده کونکی و .نوموړي په همدغه وخت کې د کابل راډیو ته مخه وکړه ، او د انانسر په توګه یې له راډیو سره خپله همکاري پیل کړه.په هماغه کلونو کې د ( پښتونستان ) مسًله سرکار  ښه توده کړې وه .هر چېرې به د پښتنو او بلوڅو د روا حقوقو د ترلاسه کولو خبرې کېدې .خیبري صیب په هماغه تنکي ځلمیتوب کې د پښتونستان د خپلواکئ جذبې درلودې او دغه جذبات یې د شعر په ژبه بیانول .خیبري صیب په رښتیا هم ښه او له احساساتو ډک شعرونه ویل چې د مطبوعاتو ، راډیو او فرهنګي اشخاصو او سرکار توجه یې ځانته رااړولې وه .خیبري صیب به د افغانستان په راډیو کې چې په باغ عمومي کې جوړه شوي وه او زیاتره خپرونې یې ژوندئ وې ، د پروګرامونو د انانسرۍ تر څنګ په ځینو خپرونو کې د پښتونستان په اړه خپل شعرونه لوستل .دهغه ښې انانسرۍ او غوره شعري دیکلمو د یو شمېر چارواکو لکه ارواښاد عبدالروف بېنوا ، ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین، ارواښاد علامه قیام الدین خادم ، ارواښاد ارسلان سلیمي  ، ارواښاد محب الرحمن هوسا ، ارواښاد نقیب الرحمن سرلوړي ، ارواښاد محمود حبیبي ،او یو شمېر نورو لیکوالو او فرهنګي څېرو پام ځانته راجلب کړ .دننه په راډیو کې هم د هغه نور همکاران او انانسران لکه  ډاکټر حسن شیرزی ، ډاکټر سلام جلالي ،قدیر فهیم ،لطیف جلالي ،مصطفی رسولي ،او یو شمېر نورو نطاقانو او انانسرانو  په تېره بیا د خبرونو د هماغه وخت مدیر محمد نظیر ترنګوال په خپل وار له هغه سره علاقه او مینه مخ په زیاتېدو وه .  په راډیو کابل کې د خیبري صیب د کار موده یونیم تر دوه کاله وه ، نور نو غوث خیبری په ځان ، خپل کار او خپلې فرهنګي ونډې باور مند و نو ځکه خو هغه د نطاقۍ پړاو ته لوړتیا وموندله او دا نو هغه وخت دی چې غوث خیبری د راډیو کابل مهم خبرونه لولي او له ژورنالیزم سره یې کار پیل شو .هغه اوس د خبرونو په مدیریت کې هم د خبرونو په ترتیب او پښتو زباړه اخته دی  او تر څنګ یې راډیو ژورنالیزم او پروګرام جوړونه لولي .دا خبره مو هیره نه شي چې خیبري صیب لا د ښوونځي په لسم ټولګي کې د خپلو همزولو په کچه د لیکوالۍ غوره مقام درلود ، په تېره بیا چې د هغه د ( د وینو رټې  ) ناول خپور شو .۱۳۳۴لمریز کال د خیبري لپاره د تبارز او راڅرګندېدو کال و، تر هغه وروسته ځوان خیبری په لر او بر کې د فرهنګي او سیاسي کړېو ترمنځ پېژندل شوې څېره شوه . اوس نو د راډیویي کار تر څنګ ډېرو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو لکه سلیمان لایق ، محب الرحمن هوسا، امان الله سیلاب ساپي ،نقیب الرحمن سرلوړي استاد عبدالروف بینوا او نورو فرهنګیانو له هغه سره سلا مشورې کولې ، او هغه ته یې د سترو چارو زمینه برابروله .په ۱۳۳۸ لمریز کال کې چې خیبری صیب د ښوونځي  دولسم ټولګی پای ته ورساوو ، نو  د وخت لومړي وزیر سردار محمد داود ته  ارواښاد  استاد عبدالروف بینوا وړاندیز وکړ چې غوث خیبری د کابل راډیو د ( پښتون ږغ ) مجلې مسًول مدیر وټاکل شي .دا وړاندیز ومنل شو او سردار محمد نعیم خان  د هغه د تقرر فرمان ورولېږه . ( پښتون ږغ ) چې د کابل راډیو نشراتي ارګان و  تر هغه وخته په کوچنۍ قطع او عادی صحافت په خړ کاغذ کې به خپرېدله ، خو خیبری صیب چې ورته مقرر شو نو قطع یې ورته غټه او لویه کړه.په دې وخت کې دوه مجلې د کابل په مجلو کې ډېرې غوره وې ،یوه یې د ( ژوندون ) مجله وه چې مسًول چلوونکی یې ښاغلی سلیمان لایق و او بله یې همدا د ( پښتون ږغ) مجله وه چې ښاغلی غوث خیبری یې مسًول چلوونکی و .ژوندون ځکه ډېره خرڅېده چې د غوره مطالبو تر څنګ یې د پښتۍ په دواړو مخونو کې زیاتره د هندوستان او هالیوود د سینما د لوبغاړو او هنرمندانو رنګه  عکسونه خپروول ، خو پښتون ږغ ځکه ښه بازار درلود چې ملي او وطني مضامین یې ډېر درانه و او  د پښتۍ په دواړو مخونو کې به یې د افغانستان د ملی راډیو او سینما د هنرمندانو او نطاقانو رنګه عکسونه خپرېدل ، کله کله خو به د مجلې په مخونو کې په ملي جامو کې د افغاني ځلمیانو او پېغلو انځورونه خپرېدل چې د خلکو به ډېره خوښېدله ، او دا ټول د ښاغلی  خیبري او د هغه د ملګرو تاند او غوره  فکر و .غوث خیبری یو متفکر ژورنالیست و ، هرو ، چټیاتو  او اوتو ـ بوتو ته یې د خپرېدو چانس نه ورکاوه .هغه به چې هرې ژورنالیستیکې دندې ته وګمارل شو ، نو هلته به یې  غوره بدلون راوست ، په دې لړ کې کله چې غوث خیبری د ننګرهار اخبار ته تبدیل شو ، نوموړې خپرونه یې  په لوی کاغذ لکه د انیس او هېواد  ورځپاڼې په قطع خپروله ، صافت یې ورته ښه کړ او د عکسونو برخه یې زیاته کړه .هغه په قندهار کې د طلوع افغان اخبار ته هم بدلون ورکړ .کاغذ یې غټ شو او لیک یې روښانه ،دا د خیبري صیب کرکټر و چې په کار کې به یې تل نوښت درلود .هغه د افغانستان په ملي راډیو کې د پښتون غږ د مجلې د ستونزمنو چارو تر څنګ د انانسرۍ او نطاقۍ چارې هم په حق الزحمه یي توګه ترسره کولې.د نطاقۍ په برخه کې  ستونزه دا وه چې په هغه وخت کې باختر آژانس خپل خبرونه په دري ژبه راډیو ته رالېږل او دا ستونزمنه  وه  چې لومړی باید خبرونه په پښتو وژباړل شي او بیا راډیو نه د خپرېدو لپاره چمتو شي، پښتو ته د ترجمې په کار کې د نورو  همکارانو تر څنګ د ښاغلي سعید بریمن ونډه د ستایلو وړ ده . نور همکاران یې ښاغلی محمد یونس مراد او محمد دین ناصری وول . .په دې وخت کې د خبرونو په مدیریت کې  له غوث خیبری سره  ښاغلو  غلام محی الدین تره کي چې د غوره سندربول ښاغلي جواد غازیار پلار دی ، دغه راز میا جان اقرار،علی احمد خان شیرزی  او یو شمېر نور  په کار اخته و .خبرونه به په ژوندۍ بڼه خپرېدل .د خبرونو په مدیریت کې  ښاغلي غوث خیبري د خپلو نورو همکارانو لکه  عبدالغفور ویاند ، غلام رحمان جرار  او یو شمېر نورو سره په ګډه د لهجو مسًله حل کړه ، ځکه هر نطاق به خپله سیمه ایزه لهجه کوله  او دا یوه ستونزه وه .د ګړدود او لیکدود په معیاریتوب کې به بې له شکه د وخت د مطبوعاتو مستقل ریاست ، پښتو ټولنې او نورو علمي او اکاډمیکو څانګو خپل ټاکونکی رول لوبولی وي ، خو دلته په راډیو کې  پوره همدا وخت دا سمون راغی چې ښاغلی غوث خیبری هلته نطاق او د راډیو همکار و .  په دوي کې داسې کسان هم وول چې په دربار کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څامنو لکه شهزاده احمد شاه او نورو ته یې  د پښتو ژبې درس ورکاوه ، غوره نمونه یې هماغه عبدالغفور ویاند و چې په اوونۍ کې به څو ورځې ارګ ته تللو .په هغه وخت کې چې د کابل راډیو چارې  لا دومره پراخې شوې نه وې ، د همدغو محدودو ژورنالیستانو او نطاقانو کار ډېر جوړونکی او بنسټیز بلل کیږي چې بې له شکه د ښاغلي غوث خیبري  ونډه هم د یادونې وړ ده .په ۱۳۴۲ لمریز کال کې خیبری صیب له راډیو څخه د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرکز ته تبدیل شو او دا د ډاکټر آصف سهیل د ریاست موده وه ، هلته خیبری صیب د مطبوعاتو د مراقبت او سانسور  د څانګې مدیر مقرر شو ، دلته نو خیبری صیب د هېواد د ټولو رسنیو او مطبوعاتو څارنه کوله .څه موده وروسته کله چې محمد ابراهیم عباسي د اطلاعاتو او کلتور وزیر و او د راډیو مشري د ارواښاد کشککي پر غاړه وه ، غوث خیبری  په هندوستان راډیو کې د پښتو نطاق په توګه نوی ډهلي ته لاړ  او هلته  ښاغلي خیبري اته کاله د  هندوستان راډیو له لارې  د پښتو ژبې  او پښتو ژورنالیزم په لوړتیا کې  فعالانه برخه واخیسته .هغه په هند کې د ورځې لخوا نطاقی کوله ، لیکنې او څېړنې به یې کولې  او د شپې لخوا یې پوهنتون لوست او په دې توګه هغه  خپلې ګرانې ټولنې ته د لا  ښه خدمت لپاره  ځان د علم او پوهې په جامه سمبال کړ او بېرته چې کابل ته راغی نو تر هغه وخته چې کابل او ټول افغانستان د شر او فساد د استازو لخوا لوټ او په تنظیمي جګړو کې افغانان لو لپه شول ، غوث خیبری تل په افغانستان کې و ، خو وروسته لکه نور  په لکونو افغانان ، خیبری هم د هېواد پرېښودو ته اړ شو .
په هغو کلونو کې چې  ښاغلی غوث خیبری  د افغانستان په راډیو کې د پښتونستان د خپرونو د عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کوله ، په اصل کې د همدغو خپرونو له لارې د پاکستاني سامراج ماڼۍ لړزېدله .دا راډیو او دا خپرونې چې په پوره دقت او دیپلوماتیکه بڼه جوړېدې د پښتنو او بلوڅو د تاریخي دښمنانو پر کور اور بلېده .زما په ګروهه او عقیده د پښتونستان د ادارې خپرونو له یوې خوا   په سیمه او نړۍ کې  د پښتونستان د داعیې څرګندویي کوله  او له بلې خوا هلته اړتیا وه چې غوره نطاقان وګمارل شي ، لایقه دیکلیماتوران  وموندل شي ، ښه ممثلین او تمثیلي ډیالوکونه تهیه شي ، غوره شعرونه او د سندرو غوره کمپوزونه رامینځته شي او دا ټول ایډیال  ارزښتونه د پښتونستان د ادارې مسًولینو له هغې ډلې ښاغلي غوث خیبري ترسره کړل .ددې ادارې په زیار او هاند په اصل کې د پښتو ژبې تر ټولو غوره ملي سندرې جوړې شوي ، ډېر خوندور او له جذباتو ډک ملي اشعار وویل شول او د دې ادارې په آرشیف کې خوندي شول .د پښتو ډیالوک او تمثیل د لوړتیا لپاره  هغوي د پښتو ډرام او دیالوک د ادارې په مرسته  اغېزمن ګامونه پورته کړل .د همدغې ادارې  او په تېره بیا د ښاغلي غوث خیبري په همت د افغانستان د لرغوني تاریخ ډېرې پاڼې راوسپړل شوې  او ډېرې ګټورې او لومړۍ لاس  تاریخي څېړنې وشوي .د همدغې ادارې او د خیبري صیب په زیار د بلوڅو د فرهنګ او تاریخ ډېر تیاره ګوټونه روښانه شول او  د بلوڅانو پر وړاندې د پېرنګیانو په لاس د جوړ شوي پاکستان او پنجابیانو د تیري کوونکو ظلمونه  نړېوالو ته وښودل شول .هغه حق چې پنجابیانو له پښتنو او بلوڅو قامونو غضب کړی ، دا به یوه ورځ انشاالله بېرته ترلاسه شي او افغانستان به خپله له لاسه تللي حاوره بېرته ترلاسه کړي خو د هغو کسانو نومونه به هم ددې بهیر په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي چې په دې لاره کې د سر په بیه مبارزه او مجاهدت کړی ، غوث خیبری یو له همدغو نومونو څخه دی . د غوث خیبري او ملګرو په  نوښت د پښتونستان او بلوڅو د خپرونو لپاره جلا او خاص نطاقان وټاکل شول  ، په دې مانا چې دا هغه نطاقان نه وول چې د راډیو ـ ټلویزیون نورې خپرونې به یې لوستلې ، دا نطاقان داسې کسان وو  چې د سیمې لهجې او ګړدود ورته سم مالوم وو .دې ادارې په هغو ګامونو  قدم ایښود چې بنسټ یې  د پل باغ عمومي په راډیو کې ارواښاد ملنګ جان ایښی و .ځکه استاد ملنګ جان پخپله هم شاعر و ، هم ښه کمپوزیتور و ، او هم ښه سندر بول .هغه یوه غوره ډله جوړه کړه چې پکې ارواښاد استاد اولمیر ، ارواښاد محمدین زاخیل ، استاد طلامحمد ، ارواښاد سیدعلم ، ارواښاد استاد منور او داسې نور استادان شامل و .دوي به خاص د پښتونستان لپاره سندرې ویلې او غوره اشعار به یې راټولول .د ښاغلي خیبري په وینا وروسته بیا له خوست او ننګرهار څخه ښې ښایسته نورې  ډلې هم  د دې کار لپاره کابل ته راغلې  او کله چې په افغانستان کې د ثور انقلاب وشو  ، نو د پښتونستان د خپرونو وخت له یو ساعت څخه  اوه ساغتو ته لوړ شو .ددغه اوه ساعتو نشراتو لپاره د نورو منلو ژورنالیستانو تر څنګ ښاغلي غوث خیبري هم  ستره ونډه ترسره کړه او ځای لري چې د قدرمن او منلي هم مسلکه او همکار ورور ښاغلي غوث خیبري د ویاړلو کارنامو یادونه وشي .د هغه چا یاد چې د کار  په پایله کې یې د راډیو افغانستان د آرشیف یوه ستره برخه د هغه د لیکنو څخه ډکه ده ، د هغه چا یاد چې د یو ستر ملت د یوې مظلومې برخې یانې پښتنو او بلوڅو د حریت او خپلواکۍ غوښتنې غږ یې  ان د لندن تر غاصبانو ورساوو .پښتونستان به یوه ورځ آزاد شي ، افغانستان به خپله دا له لاسه تللې خاوره بېرته خپله کړي ، خو د مبارزو په تاریخ کې به یې د نورو ژورنالیستانو تر څنګ د ښاغلي غوث خیبري نوم هم  تل یادیږي .
په کار او عمر یې برکت 
په درنښت 
کوپنهاګن ـ د ۲۰۱۱ دسپټامبر۹