په بريتانيا کې د افغانستان د لوی سفارت پخوانی مستشار مختار وزير او شارژدافير تازه خان ويال ورور، روښان ويال، خوشال خان ويال او ايمل خان ويال وريرونه، غرغشت ساحل د ورور زوم او بيټنــَـی د ورينداریِ وراره، د حاجي احمدشاه خان د مېرمنی او د لايق خان، سالک خان، غفورخان، داوُدخان او ايوب خان د مور (حاجي بي بي) روح ته د مغفِرت د دُعا دپاره، چې جنازه يې، په خوست کې، خاورو ته سپارل شویِ ده، خپلو دوستانو ته خبر ورکوي چې د هغی مرحومی فاتحه ددې يکشنبې (دوَيم) په ورځ ، د سيپټيمبر د مياشتیِ په اتلسمه نېټه، د يوولسو نه تر يوې بجیِ پوریِ، په لندن کې د افغانانو په جومات کې اخستل کيږي .