- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بختيار تلاش
- 1649
نه پوهېږم چې زما له لنډيو سره له کومه وخته مينه پيدا شوه،خو دومره مې په ياد دي،چې کله به مې په کلي کې د چا له خولې نه کومه لنډۍ واورېده ؛نو تر ډېره به مې هغه لنډۍ په ذهن خوره وه،که څه هم زه په کوچنيوالي کې په دې نه پوهېدم،چې لنډۍ يا ټپه هغه ادبي فورم دى،چې شاعري يا ويوونکى يې مالوم نه وي،خو مابه تل له ځان سره دا فکر او سوچونه کول، چې ايا زه به هم کله يوه ښکلې لنډۍ وليکم؟
کله به هم يو ښه شاعر شم؟
هر وخت به مې له ځان سره داپوښتنې په ذهن کې اړولې راړولې،کله به په فکر کې دومره ډوب شوم،چې ان يادې لنډۍ به مې له ياده ووتې.
خو زه بيا هم نه پوهېدم چې لنډيو يوازې خپل خوږلني پر ما لورولې وې او که نه زما په څېر به يې دنورو په زړونو هم پاچاهي کوله او ځان ته کورونه جوړ کړي وو.
خو د وخت په تېرېدو سره را لوى شوم او پوه شوم چې لنډۍ د پښتو ادب هغه ځلانده هستي ده چې بله يوه ژبه يې هم نه لري،او له دې نعمت نه بې برخې دي؛نو فکر مې وکړ،چې کېداى شي دا د هر چا خوښې وي،دهر چا په زړه کې به کور،او دګرانښت ځاى ولري،هر ماشوم به زما په څېر په کوچينوالي کې دا ارمان لرلو چې،کاش زه يو ښه شاعر شم،او يو وخت ښې لنډۍ او ښه شعرونه وليکم.
پرما هم د شعر پرېښته ورحمېده او د شعر د الهام پرېښتې يو څه خپلې غېږې ته کش کړم او خپل منتر يې پرما را چوف کړ،زه يې له شعر ليکلو سره بلد کړم،پر مايې غزل وليکه،له نظم او ازاد شعر سره يې هم اشنا کړم،تر ټولو ښه خو دا چې له نوي را وتلي ادبي فور سره يې زما ښه پالنه وکړه،تر ډېره يې له دې سره نږدې پرېښودم.
نود لنډۍ همدا بې ساري مينه او ښکلا وه،چې زه يې د شعر ليکلو او لوستلو سره اشنا کړم او ښکلا او مينې يې دې ډګر ته راښکلم،د شعر پرېښتې زه همېشه د خپلو ورېښمينو وزرو لاندې لکه د خپل جانان ساتلى وم،او اوس يې راته خپله ټوله هستي په واک کې راکړې او هغه رانه تللې ده،
زه له هغې نه ډېر خفه يم،اوس له هر لمانځه وروسته د خپلې شعر پرېښتې ته دعا کوم،چې د ژوند هره سختي دې له هغې لرې وي مګر،نه پوهېږم چې هغه ولې له ما نه خفه ده؟
که چېرې بيا هم ماته په ګېر را شي؛زه به ورته هيڅ هم ونه وايم،حتى زه به ورته له خپلې غوصې هم تېر شم او په ډېره مينه او خلوص به ورته يوازې همدومره ووايم، چې راشه دا خپله ټوله راکړې هستي دې واخله چې:
په زړه مې ته وې خداى رانه کړې
په مينه اودرناوي
بختيار تلاش
١٣٨٩-١١-١٨
صفا راډيو- جلال کوټ