- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بختيار تلاش
- 1289
غواړم له ډېرې مودې وروسته خپل ناليدلي جانان ته ، د سوي زړه درد وليکم ، ژوند مې د زړه دغه سوي درد ته ورته هغه ستړى اود غم وهم وهلې سلګۍ ده چې هر درد په خپل ستوني کې تر هغه وخت پورې ساتي چې تر ختمېدو يې زما د زړه او ژبې سر ته د بل نوي درد سلام راوړي، نه پوهېږم چې دا درد به مې کله د يوې ذهني ارامۍ او خوښۍ مرکز شي؟
کله به مې د يوې ناليدلې ښکلا په ليدو د خپل خوږمن زړه دغه نا ارامه اواز غلى شي؟
پوهېږې چې کله به هم تا راته پخپلو پستو شونډو د مينې او بېلتون خبرې کولې ؛ نو پر ما به څه تېرېدل؟ زه ښه پوهېږم چې ته هم ددې دردناکه خلوص نه خلاصه نه يې،زړه به دې همېش غواړي چې په څنګ کې مې اوسې او هره شېبه هم د ځان او هم زما لپاره اختريزه کړې، ته هم دې ورځې ته سترګې او لېمې په لاره ږدې او ما هم په دغه هيله خپلې سترګې ستا د راتلو په لور کږې نيولې دي او ماشومانې هيلې مې ستا د راتلو لار څاري، ستاد نه شتون په وير کې مې سترګې د بېلتون په بالښت اوښکې وچوي،شپې،شپې په ويښه تېروي، خو ته بيا هم خپل ستړي کوونکي ضد پسې اخيستې يې او وايي، چې ستا د ليک ځواب نه شم درکولى،ځکه چې اوس دې نه پېژنم.
١٣٩٠/٧/٦