د حالاتو په تور تم کې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختيار تلاش
  • 1496

دغزل رنګ په ادبياتو کې  له ډېري زړې زمانې څخه پروت دی.ځيني ليکوالان پر دې خبره په يوه خوله دي، چې  په عربي ژبه کې  د غزل لومړى پيل شوې دى او دا غزل له وياړني(قصيدې )څخه راجلا کړل شوې ده.ويل کيږي چې  په عربي ژبه کې  غزل نه وه،خو په وياړني(قصيده )کې  به د غزل يو رنګ پروت وو.علامه شبلي نعماني په خپل کتاب "شعرالعجم پنځم(۵) ټوک" کې  ليکي”چې  د قصيدې په ابتدا کې  عشقيه شعرونه ويل دستور وو.دغه برخه يې جلا کړله او غزل ځني جوړه شوه“.يعني د عربي له قصيدې څخه د غزل اوله د قصيدې د مينځ له برخي څخه وشوه کومه چې  به له عشقيه خبرو،له ښځو سره د خبرو له مضامينو څخه ډکه وه.د غزل د بحر ماخذ هم دغه ژبه ښوول شوې ده،ځکه چې  د عروضو موجد خليل بن احمد عربی وو. په غزل کې  د عربي عروض بيا تر پښتو ،فارسي او اردو ژبي پوري راغلي دي.پوهاند عبدالشکور رشاد  د پښتو عروض په اړه د "دولت لواڼي" د ديوان په سريزه کې ليکي”په پښتو ادب کې داسي نظمونه هم شته،چې  د خليل بن احمد راهيدی او دهغه د پيروانو مسخرج سيستم باندي برابرراځي“.مطلب د غزل فن او فني محاسن له عربي ژبي سره تړلي ښوول شوي دي

د غزل د خصوصياتو په موازنه کې که موږ د پښتو ژبي د يو ساده پوښ ، نوموړی ،خوش مزاج،د مروتو په لهجه کې شعر ليکونکی شاعر عمر دراز موازنه کړو،نو دا ويل به اسانه شي،چې  عمردراز مروت غزل ليکي،نه صرف يې ليکي،بلکه د هغې په فني محاسنو ، معيار،او د تخيل د وسعت په اهميت خبر دی.خصوصي مطالعه يې د پښتو غزلي ده،چې  ورته معيار او مقدار دی.په خپله يې په غزل کې ډېره رنګيني پرته ده.په ډېره اسانه او ساده پښتو کې نوي نوي مضامين د تخيل په ستن پېيي.او د خپلي تجربې او مشاهدې ګنډي ورکوي.
دا شاعرعمر دراز مروت دى عمر دراز مروت په صحيح ماناوو کې شاعر دی، يو داسې شاعر چې ټولې ځانګړتياوې لري، له دې عصري نړۍ نه لرې بيخي لرې شډلې جامې، تکلفاتي کيسې، خنده رويه ټنډه، او دستار پر سر، د يوه کلک پښتون هغه ځانګړتياوې دي، چې په مروت صاحب خدای پاک لورولي دي، هو زرداران به له خپلو اسبابو او زرو سره خوشال وي؛ خو مروت صاحب نه زر لري او نه هم دا ماديات خوښوي د عمر دراز مروت تازه شاعري  "د حالاتو په تورتم کي" نومېږي چې دلته به پرې يو څو کرښې تورې کړو.
د حالاتو په تور تم کې
 د ښاغلي عمر دراز مروت د شعرونو ښکلې ټولګه ده،چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ١٩١ مخونو کې په ښکلې قطعه او ښه کاغذ سره د دانش خپرندويه ټولنې له خوا خپوره شوې ده .د کتاب دکمپوز کارونه د تکړه کمپوزر ذبيح الله شفق له خوا تر سره شوي دي.
 
ښاغلي مروت صيب دغه شعرې ټولګه،د هېواد تکړه شاعر او ليکوال ښاغلي پير محمد کاروان ته په دې ټکو سره ډالۍ کړې ده:
ډالۍ
((درانه او خوږ ژبي شاعر او ملګري الحاج پير محمد کاروان ته))
په کتاب کې خپرندويه ټولنه د ښاغلي مروت ددې ټولګې او دده د شاعرۍ باب داسې ليکلي دي:
((دانش خپرندويه ټولنه چې دخپل خپرنيز بهير په دې شل کلن کې يې د پښتو ژبې نامتو شاعرانو شعري ټولګې خپرې کړې،او د پښتو ژبې مينانو تر لاسونو يې رسولي دي،د خپل مزل په دې موړ کې چې د پښتو او پښتنو حالات له بل هر وخت څخه ډېر خفه کوونکي او ساه تنګوونکي دي،وياړي چې د يو وتلي او ښه شاعر ښاغلي عمر دراز مروت شعري ټولګه د حالاتو په تورتم کې د لوستونکو تر لاسونو رسوي))
د ښاغلي مروت په دې شعري ټولګه کې غزلې،قطعې او بيتونه ځاى شوي دي،چې غزلې يې پنځه بيتيزه،اوه بيتزه، نهه بيتزې او يوولس بيتيزه  دي.چې د ١٧٠ په شاوخو ا کې غزلې په کې موجودې دي.
ښاغلي مروت صيب  په خپل شعر کې د غميو په څېر تراشلې مسرۍ هم مندل کېږي، په شعر کې د ښکلو او شرنګېدلو ترکيبونو کارول يې،يوه ځانګړې مينه ده.
ښاغلي مروت صيب تل هڅه کړې، چې د خپل ولس په ژبه د هغوى لپاره دخپلې  شاعرۍ شاعرانه مراندې وځغلوي، دده د شعر يو خاص سبک دادى،چې د شعر په ژبه د ولس ناخوالې او دردونه مسولو چارواکو ته روسوي،تل يې د اسې شاعري کړې ده،،هر مين په کې دخپلې مينې راز او نياز پيداکولى شي.
د مروت صيب په اوسنيو شعرونو کې نه يوازې د ښکلا،له زلفو او رخسار سره په مينه کې سنجيده ګي ښکاري،بلکې د وطن په مينه کې هم د پخوالي،فکر او تجربې روښانه څرک لګېږي،او زما په اند همدا سنجيده مينه کولى شي،وطن له اوسنيو اورونو او دردونو څخه وژغوري.زما په اند کې ټولنه همداسې شاعران ولري،نو فکر کوم،چې ولس به يو څه له ناخوالو نجات بيامومي.
د مروت صيب په دې شعري ټولګه کې تاسې د منيې او ښکلا ډېر ښکلي رازونه،نازک خيالونه اوتنکي فکرونه ليدلاى شئ.
 
مروت صيب که څه هم کومه خپرندويه ټولنه نه لري،خو د پښتو ژبې د لا بډاينې لپاره يې د ډېرو فرهنګيانو او د پښتو ژبې د مينانو کتابونه د چاپ په ګاڼه پسوللي دي،له دې څخه داسې څرګنديږي،چې ښاغلى مروت صيب د پښتو ژبې له تکړه خادمانو څخه دى.
په پاى کې ورڅخه يوه نړۍ مننه کوو،په دې هيله چې  پښتو ژبه په خپلو خدمتونو لا د اسمان تر شفقه پورې ورسوي او هم د خپلو اثار پېرزوينه له خپلو مينه والو څخه ونه سپمو ده ته د لا ښو برياليتوبونو هيله کوو، د ژوند پاڼه يې رنګينه اوسه.
دا هم  ددې ټولګې هغه غزل چې د هر چا په زړه کې لاره کوي.
 
ستا به يقين هله زما په پاکې مينې راشي
چې مې  د سترګو نه د اوښکو په ځاى وينې راشي
 
له خولې يې نه شم ايستى ځکه چې پښتو ده ګنې
زړه ته خبرې ستا په باب کې سپينې سپينې راشي
 
شيرين غزل مې لا شيرين کړي ستا شيرينې کيسې
چې ستا له لوري ستا د خولې کيسې شيريني راشي
 
چې مخامخ راڅخه مخ په بل طرف واړوي
ماته خو خدايږو چې حيا له خپلې مينې راشي
 
په ما به ورځ د عاشورې وي هغه واړه عمر
بغير له تاکه د ژوند شپې ورځې رنګينې راشي
 
دا مې پښتو ده کې اسلام عمر داز مروته
د هر پښتون له وينې بوى د خپلې وينې راشي