د جلالکوټ ادبي خوځښت ٥٢مه اونيزه غونډه!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جلال الدين جمال
  • 950

جلالکوټ ادبي خوځښت خپله وروستۍغونډه د ١٣٩٠کال د تلې پر٢٨مه د جمعې پر ورځ د قاري ميوند ارمان په تلاوت پيل کړه.
د غونډې مشر د ننګرهار له دره نور ولسوالۍڅخه راغلى شاعر همايون محصور،مشر مېلمه له ننګرهار پوهنتون نه راغلى طارق تسل او کوربه خوشال درانى و.
د تېرې اونۍ جلال الدين جمال ولوست او ادبي درس محمودخزان ورکړ.
وياند خيبراحمد ترور د پروېز بهسود وال د نه راتګ له امله محمود خزان ته بلنه ورکړه چې خپل غزل ووايي او کره کتنه پرې وشي.
مطلع يې وه:
اکثره غله مېشت وي په لاره ياره مړبه دې کړي
ناوخته مه راځه له ښاره ياره مړبه دې کړي
رغاند يې په اړه وويل:ښکلى بيت دى،د نن ورځې حالت پکې انځورشوى او د رديف نوي والي يې خوند وربښلى.
عبدالله هوډ بياوويل:مېشت د دايمي اوسېدنې په معناده خو اکثره بيا  کله وي او کله نه وي معنالري،د هوډ په وينا که دمېشت پرځاى بل څه راشي،ښه به وي.
رغاند بياوويل:مېشت په دې سهي ده چې په دويمه نېم بيته کې يې وخت قيد وي(د ورځې څه خطرنه وي خو د شپې وي)د ده په نظر سم بيت دى.
لومړى بيت و:
زما او ستا د مينې راز باندې پوه شوي خلک
زما د دوه سترګو خوماره ياره مړبه دې کړي
هوډ وويل:زموږ پښتنو کې دواړه وژل کېږي خو دلته يوازې يار ته خبر ورکړل شوى.
زيار ياد وړانديز وکړ چې دويمه نېم بيته دې داسې شي:
زما د دوه سترګو لپاره ياره مړبه دې کړي
خو دراني وويل:که داسې شي،ښه به شي:
دا ستا د مرګ شوې ده چاره ياره مړبه دې کړي
د قاري صيب ارمان په نظر که همدغه نېم بيته داسې راشي:
زموږ دمرګ لټوي چاره ياره مړبه دې کړي
ښه به شي.
د قاري صيب نظر رغاند هم تاييد کړ.
دويم بيت و:دلته مجرم ګڼي مېن،مينې ته جرم وايي
د پاکې مينې ګنهګاره ياره مړبه دې کړي
ياد يې په اړه وويل:د دغه بيت موضوع په پاسني بيت کې واضح شوې،که دلته بل څه راغلى واى،ښه به وه.
هوډ د ياد نظر تاييد کړ او ويې ويل:هغه څه چې په لومړي بيت کې دي،هغه يې په دويم بيت کې را اخېستي.
محصور وويل:څه چې پاک وي،هغه خو ګناه نه لري،خودلته څنګه ګناه ورته ويل شوي.
همايون همت مل وويل:د ده مينه معشوقې ته پاکه ده خو د دغې ټولنې خلک يې ګناه ګڼي.
درېيم بيت د وياند لخوا داسې ولوستل شو:
که ګل يې ښکلى دى،غوزه يې ده له زهرو ډکه
راځه ځان ساته له کوکناره ياره مړبه دې کړي
دراني وويل:اپين يازهر په غوزه کې نه وي،هغه خو له دانې ډکه وي،اپين يې په شاوخوا کې وي.
خو هوډ وويل:غوزه چې سورۍ کړې،اپېن ترې راوځي،د دې بيت ښکلا داده چې ښه پيغام لري.
طارق تسل وړانديز وکړ:
که ګل يې ښکلى دى،محصول يې له ضرره ډک دى
سهي به شي.
صيام الدين پسرلي وويل:که پرخپل حال پاتې شي،ښه به وي.
مقطع وه:
محمود خزانه!خدايږو ستا د مرګ تړون يې کړى
ناست دي سړي په پورې باره ياره مړ به دې کړي
ياد وويل:څوک يې څنګه وژني؟ګونګه ده،که داسې يې کړي،ښه به وي.
ناست دي رقيب په پورې باره ياره مړبه دې کړي
دراني وويل:په پورته بيتونو کې خبره ښکاره ده،اړتيانشته چې دلته دې رقيب راوستل شي.
خو ياد وويل:هربيت بايد بېله او واضحه معنا ولري.
رغاند وويل:که غزل له پيله په دقيق ډول ولوستل شي،دې پايلې ته رسيږو چې غزل تسلسلي دى،د دوو کليوالو د مينې کيسه پکې را نغاړل شوې ،حتمي نه ده چې هربيت دې بېله معنا ولري.
 پرغزل تر خبرو وروسته محمود خزان وبلل شو،ده له ټولو مننه وکړه چې پر غزل يې خبرې وکړې.
بيا ازاده مشاعره وشوه چې څو ځوانانو پکې ترنمونه او نېږدې څلوېښتو نورو شعرونه ولوستل.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې راتلونکې اونۍته به ثاقب احمد عايل شعر کره کتنې ته وړاندې کوي او زيار خان ياد به د ادبي درس په برخه کې پر يوې موضوع خبرې وکړي.
غونډه غرمه مهال پر ګډونوالو دګلاب اونيزې د مرستيال عبدالله هوډ له لورې د دې اونيزې د تازه ګڼې په وېشلو سره پاى ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې جلالکوټ ادبي خوځښت خپلې اونيزې غونډې په جلال اباد ښار کې د مېديوتيک په انګړ کې ترسره کوي.