قدرمنو افغانانو، درنو لوستونکو!
تازه خان ويال د« ځنګلي جرګی » ليکونکی نه دی .
پرون د يوهَ افغان دوست له خوا، نوي کورته د وروَتو په مناسبت، يوهَ ډېر درانهَ او په زړه پور ختم ته بلل شوی وم . د ختم تر تلاوت ، دُعاوو او ، ورپسیِ ښخ، ماښام لمانځهَ نه وروسته، دمسافِرو افغانانو په دود، سياست پيل شو . د مړۍ، ميوې اوچای وختونو هم د روانیِ عنعنوي لويې چرګې په سر په تودو بحثونو کې د ملاحظیِ وړ سړښت رانهَ وستی شو . بحث د ميتود له پلوه نِسبتاً تيت خو د موضوعاتو له اړخه څه ناڅه متمرکز اومسلسل و. مؤدب تودوالي او ټينګو متضادو دريځونو د بحث خوند او رنګ زيات کړی و .
د نورو څو ترڅنک، يوڅه چې ماته ډېر د پام وړ و هغه دا و چې هم د منځني مونګ او هم د عُمر خوړليو سپينږيرو شخصيتونو غوّڅ اکثريت د جرګې د تدوير پلوي کوله او د ولسمشر د پرانستونکي وينا بيخي ډېریِ برخیِ يې ، د توقــُع خِلاف، د پراخ ستراتيژيک افغاني تدبير او ژوریِ مثبتیِ ډيپلوماسۍ نه ډکیِ ګڼلیِ . په بيانيه کې ځينیِ نغښتي او ډېر ژور نــَغوړل شوي اخطارونه يې ټولو پرَدو، په تيره بيا، ګاونډيانو ته په کوَچو کې پټ زهر بلل .
خو څو تنو راډيکالو او سرسختو ځوانانو د جرګې د تدوير، د ولسمشر « دپڅ او مصلِحتي دريځ»(؟) او، د غربيانو، تر ټولو زيات د امريکايانو، د لس کلنو وحشتونو په اِستِناد، امريکاته د تأسيساتو د اِحتِمالي ورکړیِ بېدرېغه مخالِفت کاوَ .
د دريځونو ستغتيا داسیِ بريښيده چې دلته پخلاينه به د ښاغلي کرزي او طالِبانو تر پخلاينیِ هم سخته وي . مګر ترڅو ساعته جروبحث ، پوښتنو او ځوابونو وروسته د ځوانانو دريځ دومره نرم شو چې که ناسته تر دې زياته اوږده شویِ وای په مجلس کې د کامل توافــُــق اِمکان ډیر لریِ نه برېښېده .
ميلمستيا د نيمیِ شپې نه څو لحظې وړاندیِ په يوه لنډه دُعايه ختم کړی شوه . زه د شپې ناوخته کورته راورسيدم او سهار بيا د وخته ووتم . ځکه مې له پرونه راسیِ اينټرنيټ نه و خلاص کړی .
نن (۱۸ / ۱۱ / ۲۰۱۱ ) ماښام چې کورته راغلم، تر هرڅه وړاندیِ مې خپل کمپيوټر راواخيست او د افغاني سايټونو د کتلو په جريان کې مې، د معمول په ډول، د « لراوبر » اينټر ڼيټي پاڼیِ ته هم سر ورجَوَت کړ. هلته مې، په کامِلیِ حيرانتيا سره، په يوې داسیِ «ځنګلي...» ليکنیِ ستر ګیِ ولګيدې چې د ليکونکي په ځای کې يې ، بې له اول نــوم نــه، يـــوازي « ويال » ليکل شوی دی (؟؟؟) . په دې « ځنګلي...» ګډو وډو کرښو کې، د افغان وياړلي ولس د درنو سپينږيرو، مشرانو او معززينو په پته، داسیِ ښکنځلیِ، کرکیِ او تحقيرونه، په داسیِ بدرنګ شکل او کرکيجنیِ محتوا سره قطار شوي دي چې د يوې درنیِ افغاني کورنۍ د تربيې او روزنیِ نه برخوردار ه ذهن به يې تصوُر هم ونه کولی شي، ليکل خو يې لا په ځای پرېږده . البته، د څرګندو دُښمنو ګاونډيو ايسټبليشمينټونو فرمايش يا نوکرانه خوشالونه يې قوي اِحتِمالات جوړَولی شي .
تازه خان ويال
۱۸ / ۱۱ / ۲۰۱۱
لندن ـــ مېډاوېل
ټيليفون : ۰۷۹۴۴۵۸۲۱۴۶
ايمېيل : tazakhanwial@yahoo.co.uk