د ننګرهار اداره او څو بنسټيزې ستونزې يې!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارشاد رغاند
  • 1222

له پخوانۍ به يې په دې تېر شوو چې په اصطلاح حکومت نوى و،هېواد درې لسيزې جګړې ځپلى و،مسلکي کدرونه کم وو ...او پر همدې ښايي سمو يا ناسمو دلايلو د ننګرهار اداره له څو محدودو کسانو يا تنظيمي ډلو،ټپلو سره وه ،خو له نېږدې پينځو کلونو راهيسې ننګرهار ته د والي په توګه د ښاغلي شېرزي تر راتلو وروسته  خلک په دې تمه ول چې د يوې بلې سيمې د استوګن والي راتګ به يو نوى بدلون هم راولي،د زورواکو واک به کم،بيارغونه به ډېره،پر ادارو به مسلکي او وړ خلک واکمن او په دې ډول به له حکومته د ولس شته خوابدي پاى ته ورسيږي،په لومړيو کې څه داسې ارادې څرګندې هم شوې،نوى والى پرښاراو کوڅو وګرځېداو په مخامخ ډول يې د ځينو خلکو ستونزې واوريدې.
خو لږ وخت وروسته چې والي په خلکو کې د ځان د محبوبيت څرکونه وليدل،له شاهي ماڼۍ يې راوتل کم کړل، د رسنيو له لارې يې خلکو ته د بيارغونې د بهير د چټکولو ژمنې وکړې،پريمانه او تر اوسه ناشمېرل شوې بهرنۍ مرستې ننګرهار ته راغلې چې  په ځينو اساسي او ډېرو سطحي برخو کې ترې مثبته  ګټه هم واخېستل شوه، لږ وخت نه و تېر چې د ښاغلي والي ډېر پام د ژمنو او غوښتنو له عملي کېدو او د ترلاسه کېدونکو مرستو د پرځاى لګولو لپاره د يوې مسلکي او ژمنې ولايتي ادارې د لرلو پرځاى شپنيو سندريزو بنډارونو ته واوښت،له ولسه يې واټن په ډېريدو او له هغو پخوانيو او نويو دربارپالو سره يې ليده،کاته زيات شول چې د ده بې ځايه او غولونکې ستاينې يې کولې،زياتو اهلو او نا اهلو لاس لاندې چارواکو يې هم د موقف ساتنې په نيت شاهي ماڼۍ ته د ناضروره تګ سيالي شروع کړه، دوى هم خپل کاري مسوليتونه تقريبا هېرکړل،په ادارو کې له پخوا په ميراث پاتې ضوابط، بې نظمي،خپلسري،رشوت،د کارونو ځنډ او نورې بې اصوله او ولس خپه کوونکې سرغړونې پياوړې شوې،کمواکه شوې پخوانۍ زورواکې ډلې بيا ځواکمنې او واکمنې شوې،لومړنۍ ولايتي شورا له نوي والي،کم صلاحيتۍ او ځينو داخلي ستونزو سره اېله ځينې ولسي ناندرۍ کرارولې،د ډېرو ادارو مشري او واک وصلاحيت د ځايي زورواکو ډلو،ټپلو او څو محدودو هغو سوداګرو اړوندو کسانو ته په برخه شو چې والي سره يې نېږدې اړيکې  او د ځينو ادعاوو له مخې په يوه اقتصادي مافياکې ملګري ول،د ولايتي شورا او پارلمان نوو زياتو استازو هم کله دې ولايتي واکمنې مافيايي کړۍ سره کله پخلا او په ګټو کې شريک او کله يې د ګټو په خطرکې ليدو سره ناندرۍ او مخالفتونه د ولس استازولي وګڼله،ډېرو روڼ اندو،رسنيو،قومي مخورو او نورې مسولو کړيو  هم يا په ولايتي مافياکې د شراکت او يا د اخلاقي وجيبې په هېرولو سره خپل مسوليت په سم ډول ترسره نکړ، خلکو چې د ټول ولايت اقتصادي ګټې او پريکړې  يې د هېواد د نورو سيمو په شان د يوې محدودې کړۍ په لاس کې وليدې، د اساسي کاري او تعليمي  پروژو د نشتوالي-کموالي او بې روزګارۍ له امله د کوکنارو کر،د دولت له وسله والو مخالفينو سره مرستو،د ځينو غاضبو کړيو په هڅونه د دولتي يا شخصي ځمکو غضب او پر سر يې وسله والو نښتو او  ځينو نورو ناسمو عملونو ته مخه وکړه،ولايتي ادارې په ډېرو حالاتو کې د دې پرځاى چې د ننګرهار سياسي،ټولنيز او د خلکو ذهني وضعيت او د ستونزو لاملونه مطالعه کړي واى،کله يو په فساد تورن ولسوال،رېس يا بل چارواکى د مسلکي وړتيا له پام کې ساتلو پرته له يوې ادارې او سيمې بلې ته بدل کړ،کله يې د زورواکو ملاتړ وکړ او کله يې د خپلې اداري بيروکراسۍ(کاغذ پرانۍ)له امله د فرياد کوونکو زړونه له ځانه تور کړل.
دې او نورو ستونزو په ننګرهار کې چې يو مهم سرحدي-سوداګريز ولايت دى او په بېلا،بېلو ډګرونو کې يې پرمختګ ته لازم فرصتونه لرل،هغسې چې په کار ول،مثبت بدلون ورنکړ،اوس ناروغ والي شېرزي صيب،ورسره کاري او سلاکارې ډلې،ولايتي او پارلماني استازو،قومي مخورو او مدني ټولنو ته په کار به وي چې د ننګرهار اوسنيو اړتياوو ته په پام سره  يو لاس شي،د موجوده ستونزو لاملونه وڅېړي او د نوو پرمختګونو لپاره له مسلکي، ژمنو او ځوانو استعدادونو څخه يوه قوي کاري او مشورتي ډله رامنځته کړي،څو وکړاى شي له ولايتي او مرکزي دولته زياتيدونکى  ولسي نارضايت پاى ته ورسوي او د هېواد د يوې برخې په توګه ننګرهار ته د سم چوپړ په کولو سره خپل ملي-اخلاقي مسوليت ترسره کړي.