د میرمن ټولنیز- کلتوري بهیر د دریمې غونډې ریپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • لیمه(نیازۍ)
  • 1107

دمیرمن بهیر نوبتي غونډه د شنبې ورځ د۱۳۹۱ کال د وري د میاشتې په ۱۹ نیټه د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړو په تالار کې جوړه شوه.غونډه د قران عظیم الشان  دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د هیلۍ (احدي) په ویندویۍ د ورځې په یوه بجه  پيل شوه د غونډې مشره له نیمروز ولایت نه راغلې او دنمیروز د میرمن بهیر مسووله میرمن شاه ګل (ګلزاده) اومیلمانه آغلې آرزو(نائبي)،د پکتیا ولایت څخه د اوښتون د ټولنې غړي ښاغلی داود(تپان)او محمد قاسم(مصور)له شمشاد تلویزون څخه سمیع الله(پیوند) ښاغلی صالح محمد( صمیم)وو.غونډې د تل په څیر دری برخې لرلې چې لومړی د کاری مسائلو په برخه کې میرمن شاه ګل (ګلزاده) د نیمروز ولایت په د ښځو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او وویل چې که  هلته هم د میرمنو بهیر جوړ شي نو کیدای شي چې د ښځو د یو ځای کیدو او خبرو اترو په وجه د هغوی ډیرې ستونزې حل شي نوموړې زیاته کړه  په نیمروز ولایت کې د ښځو د ستونزو تر څنګ د ادب او کلتور د پرمختګ په برخه کې هم ډیرې ستونزې شتون لري هغې  وویل چې د نیمروز په ولایت کې د پښتو ژبې د ټيپ لپاره څوک نه شته او د هغې له خوا یوه خپریدونکې مجله د همدې ستونزې له کبله  د دوو ګڼو له چاپ وروسته اوس په ټپه ولاړه ده چې په دې هکله یې د ادبي او کلتوري ټولنو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.د غونډې دوهمه برخه کې د پاکیزه آرزو د نه راتلو په وجه د هغې په کیسه کره کتنه وځنډه او د هغې پر ځای د نعیمې (غني)په شعرکره کتنه وشوه.
دا هم د کره کتنې لپاره وړاندې شوی شعر:
ژوندی زړه به وي حبیب به په کې نه وي
لکه ړنګ جومات خطیب به په کې نه وي
مین نه دۍ له رقیب نه که ډاریږي
یارانه به وي رقیب به په کې نه وي
چې د مینې او شهوت توپير یې نه کړ
د اصیل انسان تهذیب به په کې نه وي
زړه مې تاته در مایل له ما بیزار دۍ
د میلمه  کوربه  ترتیب  به په کې نه وي
د نعیمې  په زړه واکمن یې خپل دښمن دۍ
له دښمنه بل قریب به په کې نه وي
د شعر په اړه ټولو مثبت نظرونه درلودل اوږۍ امیل وویل  نور شعر کومه ستونزه نه لري خو  په غزل کې مطلع او مقطع  دوه ضروري اجزأ دي چې پرته له دې غزل نه بشپړ کیږي چې په مقطع کې شاعران خپل نوم راوړي .چې له دې سره د نعیمې له خوا دا وروستی بیت ور زیات شو. همدا راز ګلالۍ امر خیل او سونیتا مدبر وویل په غزل کې دا هم ضرور نه ده چې د موضوع تسلسل وساتل شي او شاعر د وزن او کافیې په ساتلو سره کولی شي چې په هر بیت کې بیلابیلې خبرې وکړي.
له دې وروسته د ښاغلي  داود( تپان)له خوا د مجلې د ډیزاین او چاپ په اړه یو لکچر وړاندې شو چې میرمنو هغه ډيرګټور وبللو اوپه دې اړه یې  له نوموړي نه خپلې پوښتنې مطرح کړې . وروسته له هغې ښاغلي صمیم پکتیاوال د پکتیا ولایت د ښه کیدونکي کلتوري –فرهنګي حالت په هکله خپله امیدواري وښوده او وویل سږ کال پنځه اویا پکتیا والو نجونو د کانکور په ازموینه کې له بریالیتوب نه وروسته د لوړو زده کړو مؤسسو ته لاره وموندله چې دا یو بې ساري بریالیتوب دۍ خو د پرمختګ لپاره لاډير څه ته اړتیا شته نوموړي زیاته کړه چې هغوی هڅه کوي چې په پکتیا ولایت کې هم د میرمنو لپاره د بهیر څانګه جوړه کړي چې په دې سره به د ښځو فرهنګي او ادبي هڅې منظمې شي.
د غونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه چې د لیمې نیازۍ ،هیلۍ احدي، ګلالۍ امر خیل ،زمزمې نیازۍ، بريښنا نسیمي،وږمې فضلي،نعیمه غني،شکریې کمالزۍ،شاګل ګلزاده،اوږۍ امیل خپل شعرونه ولوستل.
د غونډې په پای کې دبهیر په غړو د اوښتون مجله وویشل شوه او غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.