رڼادطايرځلاندپه لپه کې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1205

 مجرم ګڼلم خلــــــــکودلته نورپه څه طــــــــــــايره!

خوبس ملــــــګرى درڼابه ومـــــــــه زه طــــــــــايره!
داچې اوس کاڼى دى سينه کې شوردژوندنلري
يو وخــــت همــــــداسړى څراغ وبلېــــــــده طايره!
ديوې موضوع دليکلواوهغه دخلکومخې ته دايښودلولپاره قلم را اخستل زمااندچې کومه اسانه خبره نده، دهغې موضوع دروښانه کلولو لپاره ډېرو پلټنو،مطالعې اودقت ته ضرورت شته،په هره برخه کې چې ليکنه کېږي بايدليکوال پوره پرې حاکم اولاس برى وي،ترڅودخلکودانتقادګوته دځان په لورنېغه ونه ويني،دنورو ليکوالانو ليکنې،تبصرې اواثار وګوري ترڅو يې له هر بُعدڅخه ځان خبرکړي.
ځينې خلک بيابل ډول اويوڅه متغيره ذهن لري کله چې په يوه ليکنه ،غزل،يالنډه کيسه کې وګوري دکوم بل ليکوال ټکى اويادهغه په سبک برابروي نو په بېلابېلوغير اخلاقي نومونويې يادوي،زماپه فکر داکار سم ندى،وګورئ کله چې يو شاعر ياليکوال يوڅه ليکي اودخلکودلوستلولپاره يې خپروي خو دهمدې په خاطر چې نور ترې استفاده وکړي،يوڅه ترې زده کړي ،که ددې لپاره نه وي نوبياخويې ليکل اوخپرول هېڅ فايده نلري.
موږدپښتوادب په اوسني ډګر کې ډېرنوميالي اودقدر وړ ښځينه او نارينه   شاعران،ليکوالان اوداب مينه وال لرو،چې دپخوانيواوتېروشويواديبانواوشاعرانوپه پله قدم ږدي اوغواړي چې ځان ور ورسوي اوانشاء الله چې ډېر اميدشته ورته.
ددغه بڼ له بلبلانو څخه يوهم ځوانه اوادبي څهره ښاغلى طايرځلاند دى،چې ددې کاروان لارويانوته يې تر دې دمه ډېرګلونه،په قدمونوکې فرش کړي اولاهم هڅه کوي ترڅودامېلمانه ښه وپالي.
طايرځلاندتاند شاعر،ليکوال اوتکړه ژورنالېست دى،هغه دداسې شخصيت اوفن لرونکى دى چې ،ډېرکم خلک داسې پيداکېږي،هغه له څهرې څخه ډېر ارام اوخاکساره ښکاري،چې همداى دى هم،خوپه دې خاموشۍ کې بيا ډېر عالي استعداد هم لوى الله ج ورکړى دى،ډېره ښکلې شاعري کوي،هغه کله کله دومره عميق ولاړ شي چې،که ډېرڅوک دشعر په اهميت اومنزل ونه پوهېږي نو ګرانه ده چې مطلب ورڅخه واخلي،اما دده شعر اوليکل شوى اثر ډېرپُرمعنى اوله يوعالم اميدونوڅخه ډک وي لکه رحمن بابا چې وايي:
دغونچې غوندې په سل ژبو خاموش يم
لکه ګل هســــــې په پټه خوله ګــــــــويايم
لکه پروفيسر محمود اياز چې په خپله يوه اوږده اوعام فهمه ليکنه کې دطايرځلاندپه اړه داسې ليکي(زما په شخصي فکر ذکر شوی هرشعر دوجودي کر يوه دردېدلې او خوږمن تصوير معلوميږي په يوه شعر کې د لايعني او لاحاصل ژوند په سوب په شاعر باندې خپل وجود اضافي غوندې بار معلوميږي او په بل شعر کې دهغه نه خپل وجود د غدميت په تور ګرځ اوغبار کې ورک محسوسيږي، بلکې ټول وجودونه دعدم تر ناروا ګرځ لاندې ښکاري او دغه رنګه په دريم شعر کې هر سړی دخپل وجود څخه بېزاره غوندې ښکاري بلکل داسې معلوميږي لکه بشر چې هيڅ بې هيڅه دکاينات ودې ځنګل ته را غورځول شو وي ګوا که کاميو د ددو نړيوالو جنګونو په سوب دژوند له بې خوندۍ سره اشنا شوی وو نو طايرځلاند هم په افغانستان کې دروان ناتمام جنګ له کبله د لاحاصل او لايعني ژوند دبې خوندۍ نه په منډو ښکاري ددواړو تخليق کارانو په حسي تجربو کې څومره هم آهنګي او مماثلت دی ددې حقيقت په اثبات کې ددې ليکنې خپله ګواهي ورکوي . که دلته دا ووايو چې زمونږ طايرځلاند هم په شعوري او لاشعوري توګه د وجوديت د روايت يو رښتينی علمبردار او نمايند معلوميږي نو مبالغه به نه وي.)
زماخويې دنوروليکنې هم ډېرې خوښې دي خو په شاعرۍ کې مې دځلاند نظمونه ډېرخوښ دي،دځلاندشعري عمرکم، خومزل يې دومره  پکې کړى دى چې تر رحمن بابا، خوشحال خان خټک او حمزه باباپورې يې دور رسېدوپورې ډېره کمه فاصله ده.
عبادت داوښکوکړي ورته سحر کـې
ګلابونه چې خوشحاله وي په لمرکې
داسمان په څېر حيران يم پاتې شــوى
حافظه مـــــې رانه پاتې ده منظـــرکې
کله کله خو داسې ژور پکې ولاړ شي چې تصوف کې خبرې کوي اوکله کله بياداسې حالت ته راشي چې دعشق چپه يې دومره زوروره شي چې دځينوبيتونوپه لوستلويې  هغه څوک چې دشعر په معنى پوهېږي داسې فکر کوي چې دفانوس ترڅنګ،دابوديوې کوچنۍ شرشرې انګازې ته په نرم کوچ له خپلې هغې معشوقې سره ناست وي چې يوه لحظه ديدن يې په يوکال عمر اخلي او دهغې ورېښمينې زلفې په خپلوګوتو ږمنځوي،چې شاوخوا اوترې راتاوخلک يې هېڅ په نظرنه ورځي.
په هرتصويرباندې مې زړه کاوه ګمان دهغــــــــــــې
خوک پکې ځاى نه شول،چې وه دغه مکان دهغې
تاسو ويل ويل چې هغه ورځ به دقيامـت ورځه وي
دانن مې څنـــــګه دي لاســــونوکې ګرېوان دهغــــې
دشبنـــم څاڅکـــــــــــى يم طايره دګــــــــــلاب په پاڼه
باران خونه يم چې خالــــــــــونه به کړم وران دهغـــې
ځلانددشعرپه سفرکې ډېر بريالى دى.
تل که شجره دښـــــــکلووسپــــړې
ټول دننګرهار وي چې داولي وي
دى هم اخر دننګرهار دى خودى بياښکلى هم دى او دښکلاترڅنګ بله ځانګړتيايې داده چې شاعر دى،اوننګرهارخوبياهغه ځاى دى چې دټول افغانستان په سطحه پکې شاعران زيات دي.
کله چې مې دځلاندصيب نوى چاپ شوى کتاب (لپه کې رڼا)را واخسته اودليدوهڅه مې يې وکړه،نودشپې لس نيمې بجې وې،دسرله خبرومې يې پيل وکړ،زماعادت دى هرکتاب چې غواړم مطالعه يې کړم  نو اول يې سريزه او دپيل خبرې لوستل لاز م ګڼم،ځکه چې له سريزې څخه دکتاب دمنځپانګې په اړه هم ډېر معلومات کېږي چې څه پکې دي،اوپه کومو موضوعاتوپکې بحث شوى وى ولې چې سريزه وي دهمدې لپاره چې دکتاب  اوليکوال په اړه پکې معلومات وي،نو دځلاندصاحب له کتاب سره مې هم داسې وکړل،هسې خوزه ځلاندله نږدې پېژنم،ملګرى مې دى،اوراته په تمامه معنامعلوم دى.
خودوستانو مالاتراوسه دځلاندصيب لومړۍ شعري ټولګه(خوشبونه وينه درنګونوڅاڅکي)نده لوستې اونه مې ترلاسه کړي،خداى دې وکړي چې هغه هم راکړي اويوڅه ترې لکه ددې،ښکلې ټولګې پشان ياد کړو اودزهن په روښانه کولواوادبي استعدادزياتولوکې راسره مرسته وکړي.
له سريزووروسته مې لومړى څه چې ولوستل هغه دسرورکائنات جناب رسول الله ص لپاره تحفه نعت شريف وو،همداسې پسې دکتاب منځپانګې ته ورننوتلم خودوتلولاره يې نه رامعلومېده،کله چې مې کتاب کېښود نو دشپې دوه نيمې بجې وې،نور نو سترګوياري نه کوله راسره او دخوب ډېرې پوروړې شوې وې،خوماهم مبارزه په مېړانه وګټله اودځلاند،ځلانده توري مې په مينه اوخوندسره ولوستل چې ډېرخونديې راکړ.
دوستانويوڅه چې زما دطايرځلاندپه شاعرۍ کې ډېر اوترټولوډېرخوښ شول هغه دغزلولنډوالى وو،دهغه ډېر غزلونه پنځه بيته دي چې زماپه په اندداهرڅوک نشي مراعت کولى،چې داکار يې زه دستاينې وړ بولم اودلوى خداى په دربارکې ورته دلابرياليتوب دعاکوم.
څه بلادلته ضرور راځي طـــايره!
داچې بندې دکورونودروازې دي
په ټوله ادبي مينه 
رفيع الله روشن
کابل